
ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال
د ولسمشر اقتصادي سلاکار
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا د یوې غیرتمنې، عزتمنې، وطنپالې وکیلې ټپي کېدل او شهادت داسې یو فاجعه وه چې نه یوازې په ننګرهار کې، نه یوازې په مشرقي کې، بلکې په ټول هېواد کې د ملت په درد دردمن وګړي ودردول.
د یو ننګرهاري په حیث، د هغه چا په حیث چې په ننګرهار کې له شینوارو سره کورني او عاطفي اړیکي لرم، د حکومت د یو غړي په حیث، د یو متعهد افغان په حیث، له هغې شېبې چې د خپلې درنې خور، آغلې انګېزې شینوارې پر موټر له ناځوانه برید څخه خبر شوی یم، تر هغه دمه چې د شهیدې انګېزې په وینو لمبېدلی جسد مو خاورو ته وسپاره، شېبه په شېبه مې د هغې د صحت د وضعیت او د درملنې د چارو پوښتنه کړې ده، لیدو ته یې ورغلی یم، له ډاکټرانو سره مې مشورې کړې دي. ما د دې ټولو صحنو یو انځور هم نه دی اخیستی او رسنیو سره مې هم خبرې نه دي کړې.
زما یوې غیرتمنې، پښتنې خور په وینو لمبېدلې، له مرګ سره مبارزه کوله، د کورنۍ غړي یې د هيلو او اندېښنو په توپان کې ښکېل وو، دا به ډېره نامناسبه خبره وه چې ما په دغسې حالت کې د هغو کړنو ننداره خلکو ته وړاندې کوله چې هغه زما انساني، ملي او پښتني وجیبه وه.
زه یوازې نه وم. د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر هم حالت له نېږدې څاره. له ننګرهار څخه کابل ته د انګېزې او د ورسره یوه بلې ټپي شوې خور د لېږدولو په خاطر ولسمشر په خپله دوه چورلکې جلال اباد ته واستولې. له بده مرغه یوه خور مو په حق رسېدلې وه او انګېزه شینوارې د شاک په حالت کې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته راوړل شوه او تر جدي درملنې لاندې ونیول شوه. زموږ د هېواد تکړه، زړه سواندي او مجرب ډاکټر صاحبان شپه او ورځ د انګېزې په خدمت کې وو. کله چې بهر ته د هغې د لېږدولو خبره راپورته شوه، ډاکټر صاحبانو، د شاک په حالت کې د هغې له ځایه ښورول هم د هغې د مرګ له خطر سره مساوي بلل. لومړی باید هڅه شوې وای چې د شاک له حالته وایستل شي او وروسته یې بهر ته د لېږدولو تدابیر ونیول شي.
ژوند او مرګ یوازې د الله جل علی شانه په واک کې دي. انسان که هر څه وکړي د الله پرېکړه نه بدلېږي او د مرګ نېټه نه یوه شېبه وړاندې کېږي او نه یوه شېه وروسته کېږي. مخکې له دې چې زموږ خور د شاک له حالته راووځي الله پاک خپل دربار ته وروبلله. انا لله و انا الیه راجعون.
ما هېڅکله دا تصور نه و کړی چې دغه پېښې به چا ته بیانوم. ځینې دردونه د ویلو نه وي او د انګېزې مړینه له همدغ ډول دردونه څخه وه.
له بده مرغه په ټولنیزو شبکو او په ځينو نورو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکې حکومت د آغلې انګېزې شینوارې په درملنه کې ناغېړي کړې ده.
ځینې دوستان چې له واقعیتونو بې خبره دي، د عامې بدبینۍ د فضا ښکار شوي او دغو اوازو ته لمن وهي. د غم پر ټغر د دغو ادعاوو د سپیناوي ضرورت نه شته خو دا هم منم چې دغه ډول اوازې کولای شي د افغانستان د دردېدلي او ربړېدلي ولس احساسات جریحه دار کړي، ځینو وطنوالو ته دا اندېښنه پیدا شي چې ولسمشر او حکومت د دوي دردونه او غمونه نه شي درک کولای. د دغو پتمنو، وطنپالو او د یو بل په غم کې شریکو وطنوالو د ډاډینې به خاطر مې دغه څو کرښې ولیکلې.
موږ خپله بنده ګی وسه وکړه. د خدای تعالی تقدیر بل ډول و. اوس راځئ چې خپلو شهیدانو ته د جنت غوښتنه وکړو، خپلو زخمیانو ته عاجله شفا وغواړو او د لوی ذات په لوی دربار کې خپلو ماشومانو ته د سوکاله ژوند غوښتنه وکړو.