هندوستان پاکستان ته ستره او تاریخي ماتې ورکړه / د نړیوال جام څلورمه سیالۍ

 
   د یکشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د سلواغې (دلوې) شپږویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د فبروري له پنځلسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال پنځوس اوریز کرکېټ جام څلورمه سیالۍ د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سویلي اسټرالیا د اډېلیډ په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې ترسره شوه .
   د لوبې پچه هندي لوبډله مشر ( کپټان ) ام اس ډوني وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
   هندي لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو 300 منډې جوړې او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د 301 منډو هدف ورکړ .
   د هندي لوبډلې له لوري ویرات کوهلي ډېره په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه ، چې په 126 توپونو یې 107 منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
   پاکستانۍ لوبډلې د 47 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 224 منډو جوړې کړې ، چې د ټاکلي هدف په پوره کولو پاتې راغله ، د 3 وېکټو ، 76 منډو او 18 توپونو په توپیر یې ستره او تاریخي ماتې وخوړه .
   که څه هم د پاکستانۍ لوبډلې کپټان مصباالحق ډېره ښه لوبه وکړه او هڅه یې داوه ، چې خپله لوبډله له سختو حالاتو څخه را وباسي ، خو ونه توانېد .
د هندوستان او پاکستان د توپ وهنې او توپ اچونې لړ لیک په لاندې ډول دی :
د هندوستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ روهیت شرما په 20 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ شیکر دوان په 76 توپونو 73 منډې جوړې کړې ، 7 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې وسوځېده .
3 ـــ ویرات کوهلي په 126 توپونو 107 منډې جوړې کړې ، 8 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ سورېش رینا په 56 توپونو 74 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ام اس ډوني په 13 توپونو 18 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ رویندرا جدېجا په 5 توپونو 3 منډې ترسره کړې او بولډ اوټ شو .
7 ـــ اجینکا ریحاني په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
8 ـــ اشوین په یوه توپ یوه ناسوځېدلې منډه ترسره کړه .
9 ـــ محمد شمي په 3 توپونو 3 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې .
د هندوستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ اومېش یادوف 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 50 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ محمد شمي 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 35 منډې یې ورکړې او 4 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ موهیت شرما 9 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 35 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ سورېش رینا یو اور توپ اچونه ترسره کړه ، 6 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ اشوین 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 41 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
6 ـــ رویندرا جدېجا 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 56 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
د پاکستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ احمد شهزاد په 73 توپونو 47 منډې جوړې کړې ، 5 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
2 ـــ یونس خان په 10 توپونو 6 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
3 ـــ حارث سهیل په 48 توپونو 36 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مصباح الحق په 84 توپونو 76 منډې جوړې کړې ، 9 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سهیب مقصود په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
6 ـــ عمر اکمل په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
7 ـــ شاهد افریدي په 22 توپونو 22 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
8 ـــ وهاب ریاض په 2 توپونو 4 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
9 ـــ یاسر شاه په 23 توپونو 13 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
10 ـــ سهیل خان په 10 توپونو 7 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
11 ـــ محمد عرفان په 5 توپونو یوه ناسوځېدلې منډه ترسره کړه .
د پاکستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ محمد عرفان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 58 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
2 ـــ سهیل خان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 55 منډې یې ورکړې او 5 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ شاهد افریدي 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 50 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ وهاب ریاض 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 49 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ یاسر شاه 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 60 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ حارث سهیل 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 26 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .