
اسدالله مبارز
د نړیوال اسلامي پوهنتون محصل
لومړۍ برخه
پیسي یا پولي واحد د اجناسو او خدماتو د تبادلي وسیله ده چې د توکو او خدماتو په پلورلو او پیرلو کې currency
د وسیلي په شکل استعمالیږي، او یا پولي واحد هغه قانوني سند دی چې د اجناسو او خدماتو د اخیستلو او خرڅولو لپاره استعمالیږي.
پولي واحد چې په خپله هېڅ ارزښت نلري خو د قانوني او ټول منلی سند په حیث د راکړي ورکړي ترمنځ وسیله ګرځولي شوې ده او د یوي مشخصې سیمې له لوري منل شوې وي پولي واحد ګڼل کیږي.
که د اسعارو تاریخ ته وکتل شي نو په لومړیو کې خلکو راکړه ورکړه په مالونو او سامانونو کوله او د اړتیا په موخه به یې مالونه یو له بل سره بدلول، څوک به چې کوم شي ته اړ و، نو خپل یو مال به یې بل ته په وکاوه او په بدل کې به یې اړتیا وړ توکي ترلاسه کول. دغه سیستم به یې بارټري سیستم ویل.
د وخت په تېرېدو سره خلک په دغه سیسټم کې یو لړ مشکلاتو ته متوجه شول لکه د سامانونو یا مالونو لېږد او په یو ځای کې د یو شي کمښت، هماغه وو چې د سرو او سپینو زرو سیسټم رامنځ ته شو. خلکو بیا راکړه ورکړه په سرو او سپینو زرو کوله، وروسته خلکو د سرو او سپینو سکي جوړول پیل کړل چې اجازه یې هر چاته وه، دعه سیسټم ته یې (قاعةالذهب) او په پښتو کې طلایي معیار ویلی شو. خلکو خپل د اړتیا وړ شیان په سرو او سپینو زرو اخیستل.
دا چې په یو ځای کې به د یو شي د کمښت سره خلک مخ شول نو په بل ځای ته به یې له ځان سره، سره او سپین زر وړل چې اکثره به غلو پر لاره شکول. هماغه وو چې خلکو صرافانو سره خپل سره او سپین زر د امانت په توګه ایښودل پیل کړل او له هغوی څخه به یې سند اخیسته. د وخت په تیریدو سره خلکو راکړه ورکړه د صرافانو له خوا په ورکړل شوو سندونو شروع کړه، او اوسنی روپۍ چي یو سند دی د همدې ځای څخه مروجې دي.
د اسعارو او بانک تاریخ له همدې ځایه پیلیږي چې اوس بانک د صرافۍ کار کوي او سند یې د پیسو په ځای استعمالوي.
که افغانیو ته ځیر شو واضح یې پرې لیکلي چې ( د دغه سند لرونکي ته وعده ورکوي چې د غوښتنې په وخت لس افغانۍ ورکړي.)
دا چې هر هېواد ځانته خپل پولي واحد لري (پرته له یورو زون نه چې په ټولو غړو هېوادونو کې یې یورو استعمالیږي ) نو په کار ده چې د هغي په بیو کې د کمښت یا ډېرښت په وخت کې سیستم ولري.
لاندي دري سیسټمونه تر اوسه په ټوله نړۍ کې په مختلفو وختونو کې کارول شوي، راځئ هر یو په تفصیل سره درمعرفي کړم.
۱- Fixed Exchange Rate System د ثابتې بیې سیسټم
فکسډ ایکسچینج ریټ یا د ثابتې بیې سیسټم د اسعارو د تبادلې هغه سیسټم ته ویل کیږې چې یو هېواد په کې خپل پولي واحد د نورو هېوادونو د پولي واحدونو په مقابل کې ثابت وساتي، په دې معنی چې د نورو هېوادونو د اسعارو د نرخونو په لوړېدو یا ټیټیدو سره د هېواد په پولي واحد کوم اثر ونلري او که یې لري هم په نشت حساب وي.
که د کوم بل هېواد پولي واحد د بیو په لوړېدو یا کمېدو سره کوم توپیر ونه مومي لکه د چین یان چې د هېڅ کوم هېواد د پولي واحد په لوړېدو او کمېدو سره بیې هېڅ تغیر نه مومي.
که د هېواد تولیدات زیات وي او ورسره د پولي واحد بیه یې کمه خو فکسډ (تغیر نه موندونکي) وساتي صادرات به یې زیات شي کوم چې د هېواد اقتصادي وده ګڼل کیږي.
د پولي واحداتو د نرخونو د ټاکلو په موخه د هېوادونو تر منځ ځینې تړونونه شوي دي چې هر یو یې تشریح کوو.
۱- Bretton Woods Agreement د بریټن ووډز تړون
په ۱۹۴۴ میلادي کال کې د بریټن ووډز تړون چې د ۴۴ هېوادونو څخه پکې ۷۳۰ نماینده ګانو برخه لره په امریکا کې تر سره شو چې په ټولو اسعارو بیې د نورو اسعارو په مقابل کې وټاکل شوې او پرېکړه وشوه چې د هېڅ کوم هېواد پولي واحد د نورو په وړاندي د یو فیصد څخه زیاتیدی یا کمېدی نشي.
په یاد تړون کې د اسعارو بیې د سرو او سپینو زرو د ارزښت په مناسبت وټاکل شوې، د بیلګي په ډول یو امریکایي ډالر د ۱ پر ۳۵ اونس سره مساوي وټاکل شول.
د بریټن ووډز د تړون شرطونه د ۱۹۷۱ میلادي کال پورې په ټولو هیوادونو کې پلي کیدل، چې دې مودې ته د بریټن ووډز زمانه هم ویل کیږي، خو د امریکا اقتصاد له خسارې سره مخ شو، هغه داسې چې امریکایې ډالر د نورو اسعارو پر وړاندې خورا زیات ارزښت درلود او هېڅ ملک نه غوښتل چې له امریکا اجناس یا توکي را وارد کړي. د امریکا واردات د صادراتو په پرتله زیات شول نو اقتصادي وده په کمېدو شوه، هماغه وو چې امریکا د بریټن وُډز تړون یې سره لاسلیک کړ.SmithSonian غړې هیوادونه بیا راوغوښتل او د سمیت سونین تړون یې لاسلیک کړ.
نور بیا...