
د خوست د یو شمېر ځوانانو له لوري، د نبوي سیرت د سیالۍ په موخه د اخیستل شوي ازموینې پایلې پرون اعلان شوې.
د سیالۍ تنظیمونکي وايي، تېره ورځ یې هغه کسان په ډالیو ونازول چې له دې ازموینې په لوړه کچه بریالي راوتلي وو.
د پایلو د اعلان غونډه د خوست په مرکزي لوی جومات کې جوړه شوي وه.
په غونډه کې د ازموینې پر یو شمېره برخه والو سربېره دیني عالمانو، د ازموینې د ګډونکو د کورنیو غړو او ژورنالېستانو برخه لرله.
دیني عالم مفتي محمد اسمعیل په خپلو خبرو کې، د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د مبارک سیرت په اړه مهمې خبرې وکړې.
نوموړي د پیغمبر (ص) پر فضلیت، اخلاقو، د اسلام خورولو په لاره کې پر تکالیفو او ژوند باندې خبرې وکړې.
مفتي اسمعیل دا هم وویل، ددې سیالۍ په ترڅ کې ډېرې کورنۍ د نړۍ د ستر انسان پر ژوند او اخلاقو خبرې شوې.
نوموړي زیاته کړه:((ځینې کفري ملکونو دا کوښښ وکړ، چې د جناب رسول الله (ص) د سیرت په خلاف پروپاګنډ جوړ کړي، جعلي او داسې انځورونه چې هغه د رسول الله (ص) له سپېڅلي سیرت سره ډېر لوی واټن لري، او ناکام کوښښونه وکړل خو مونږ دا وایو د رسول الله (ص) د سیرت او صورت خلاف جرحه کړل داسې مثال لري لکه څوک چې د لمر د وجود نه انکار کوي.))
دیني عالم مفتي محمد اسمعیل دغه راز په فرانسه کې د یوې طنزي مجلې له لوري حضرت محمد(ص) ته منسوب کارتون خپرول وغندل او دایې ډېر ناوړه عمل یاد کړ.
ده وویل، له هغې وروسته په اسلامي نړۍ کې تحول راغی او مسلمانان څه چې کفار هم د پیغمبر (ص) له ژوند او کړنو خبریدلو ته متوجه شول.
مفتي اسمعیل د خپلو خبرو په جریان کې په پښتني ټولنه کې پر ځینو اوسنیو ناوړه دودنو هم خبرې وکړې.
نوموړي د بېلګې په ډول د ولور اوسنی حالت ډېر ځورونکی او بد یاد کړ، ده غوښتنه ترڅو دیني عالمان یې په مخنیوي کې هڅه وکړي.
نوموړي زیاته کړه:(( د ښځو پلورل چې اوس روان دي، کفارو کې هم نشته؛ ابو داود حدیث دی: درې کسان د جنت بوی هم نشي حس کولی یو له هغو نه دادی څوک چې خور خرڅوي(اصیل سړی خرڅوي).
مکې مشرکین مونږ څومره بد بولو، ژوندۍ لوڼې یې خښولې، پښتون قوم له هغو هم دوه قدمه بد دی هغوی خو د غیرت له وجې ژوندۍ خښولې، پښتانه خو د ژوند جوړولو لپاره خپلې خویندې او لوڼه ژوندۍ خرڅوي.))
د نبوي سیرت ددې سیالیو یو تن تنظیمونکي محمد الیاس وحدت وویل، دوی په ډېر شفاف او دقیق ډول د ازموینې پرچې کتلي دي.
نوموړی وايي، له دوی سره بریالي هغه ټول دي، چې په ازموینه کې یې برخه واخیسته او ناکام هغه دي چې له ازموینې بې برخې پاتې شول.
ښاغلي وحدت د سیالیو ممتازو بریالیو ته د جایزو ورکول هڅونه یاده کړه.
وروسته د سیالیو پایلې اعلان شوې.
ددې سیالۍ اول نومره ته یو پایه کمپیوټر او کتابونه، دویم نومره او دریم نومره ته یو، یو سیټ موبایل او کتابونه او وروسته ځينو نور بریالیو ته کتابونه او نوره تحفې ورکړل شوې.
د سیرت النبي (ص) ددې سیالیو اول عابدالله له کلید سره خبرو کې خوښي څرګنده کړه، چې دا ډول مهم پروګرام ترسره شو.
نوموړی باوري دی، چې له دې ازموینې وروسته د خوست سلګونو کورنیو ته د نبوي سیرت کتابونه ورسیدل او کورنۍ یې مطالعې کولو ته وهڅولې.
باید یاده کړو، په دې سیالیو کې د خوست له مختلفو سیمو کې ۱۳۰۷ تنو خپل نومونه ثبت کړي وو، چې د ازموینې په ورځ یې نیږدې ۱۰۰۰ تنه حاضر وو.
رحیم ګل نایل خوست