
په تېرو دریو ورځو کې چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي یرغلګرو پوځونو د وتلو له ورځو سره یې سمون درلود، په ځینو ټولیزو رسنیو، ټولنیزو رسنیو او آن د خلکو تر منځ د جهاد په اړوند بېلابېلې شننې او ارزونې کېدې، ډېری یې په دې اند وو چې ګواکي دغه جهاد د افغانستان په تاوان و او د دې جهاد له کبله خلک ورځ تر بلې خوارېږي.
دوی ملامت نه دي، ځکه څو ټوپکسالارو او ظالمانو د جهاد له نوم څځه دومره ناوړه ګټه واخیسته چې د ټولو په زړو کې یې جهاد د یوه تور داغ په توګه ور وپېژندلو. اصلي موضوع دا ده چې د روسیې په وړاندې جهاد یو برحق جهاد و او د افغانستان ټولو علماوو په یوه خوله د روسانو په وړاندې جهاد فرض وګڼلو. زه دا منم چې د افغانستان جهاد د خپلو ګټو تر څنګ ځینې زیانونه هم درلودل، او د روسیې په وړاندې د جهاد ګټه له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ډېره وه. د بېلګې په توګه؛ که افغانستان د روسیې سره جهاد نه وی کړی، د افغانستان او تاجکستان تر منځ به هېڅ توپیر نه و ځکه تاجکستان او منځنۍ آسیا هم مسلمان هېوادونه وو، کله چې روسیې حمله پرې وکړه دوی یې په وړاندې مقاومت ونه کړ، بالاخره روسیې د دوستۍ لاس ورکړ، د تاجکستان اقتصادي کچه یې لوړه کړه، ګڼې ماڼۍ یې ورته جوړې کړې، خلکو یې تعلیم تر لاسه کړ. خو دا هم مه هېروئ چې تاجکستان اوسمهال د نړۍ د فاحشو ملکو په سره کې راځي، په تاجکستان کې اوسمهال له ۱۸ کالو ټیټ ماشوم حق نه لري جومات ته ولاړ شي. نو آیا په افغانستان کې هم د یو داسې حالت غوښتونکي وئ..!؟
له شک پرته چې د افغانستان جهاد له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته ډېره ګټه درلوده او له همدې کبله یې له افغان مجاهدینو سره مرسته کوله. زه د جنرال حمیدګل ټولې خبرې تاییدوم، د افغانستان جهاد د پاکستان څارګرې ادارې رهبري کولو، وسلې آی اس آی ورته پیدا کولې، او روزنه هم همدوی ورکوله؛ خو دا هم له یاده مه باسئ چې که د روسیې سره جهاد نه وی شوی، د پاکستان او لوی هندوستان تر څنګ به افغانستان په لویه کنده کې پروت و. ټولو ته څرګنده ده چې افغانانو هغه وخت د شوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې پاڅون وکړ چې په ښکاره یې ظلم پیل کړ، خلک به یې له لمانځه او اسلامي کارونو منع کول، او په ډېرو سیمو کې یې د خلکو په ناموسونو تجاوز وکړ؛ لنډه دا چې که د روسیې په وړاندې جهاد نه وی شوی په افغانستان کې به د اسلام ضریب صفر ته راښکته شوی و او وګړي به یې د تل لپاره غلام پاتې وو.
بله خبره چې ډېره مهمه ده، خلک په دې اند دي چې جهاد یواځې الهي فریضه ده، د خدای د رضا لپاره شوی، او باید چې له جهاد کولو وروسته جهادیان آرام ناست وی. خو زما په اند دا بشپړه غلطه خبره ده، ځکه جهاد نه یواځې د اسلام د ساتلو، بلکې د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره هم شوی، دا هېڅ منطق نه مني چې په نړیواله کچه دې یوه لوبه افغان کرکټ لوبډله وګټي او له افغان دولت څخه یې دې امتیازات فوټبال لوبډله تر لاسه کړي. دا شونې نه ده چې په افغانستان کې د همدې ځای غیرتي خلکو د روس په وړاندې خپلې مټې ونغاړلې، قربانۍ یې وکړې، اولادونه او د کورنۍ نور غړي یې ووژل شول، ورک شول، معیوب او معلول شول او کونډې ورته پاتې شوې، او اوس دې له بهرنیو هېوادو څخه هغه تیارخواره افغانان راځي او د افغانستان په دولت کې ونډه ورته ورکول کېږي چې د جهاد په وخت کې یې په آرامه خوب کولو، د بهرنیو نجونو سره په کالج کې یو ځای وو او د افغانستان له هېڅ درد څخه خبر نه وو.
هو! دا هم منم چې د افغانستان له جهاد څخه ځینو ټوپکسالارو جهادوالو ناوړه ګټه پورته کړه. چا د ښځو په سینو کې سیخونه ورکړل، چا کابل ونړولو، چا په افشارو کې عام قتلونه وکړل او ځینو د خلکو په سرونو کې مېخونه ټک وهل؛ په زغرده وایم چې دا یو د بښلو نه دی، له دې ټولو سره باید حساب کتاب وشي، ټول باید محکمې ته را کش شي. خو باید د دې یو څو ټوپکسالارو له لاې ټولو جهادوالو ته په بده سترګه ونه ګورو، د دې څو داړه مارانو له کبله ټول جهادوال له دولتواکۍ څخه بې برخې نه کړو، ډېری داسې پیاوړي جهادوال شته چې دوی پاک دي، د هېڅ افغان په وینو یې لاسونه سره نه دي، او هېڅوک یې نه دي وژلي، هغو ته باید په دولت کې برخه ورکړل شي، د دولت په استازیتوب مهمې سیاسي او ملي موضوعګانې حل کړي او د همغې مقدس جهاد په توګه افغانستان ته په پوره ژمنتوب کار وکړي. دا خبره هم د ویلو وړ ده چې دا څو د جهاد په نامه کسان چې په اوسني دولت کې شته، دا د پاکو جهادوالو استازیتوب نشي کولی، د دې ډلې هم زیاتره یې په پورتنۍ ډله پورې چې له جهاد څخه یې ناوړه ګټه واخیسته، تړلي دي.
په پای کې غواړم بیا تاکید وکړم، چې لطفاً د څو داړه مارو او ټوپکوالو له کبله ټول جهاد ته په بده سترګه مه ګورئ، دې جهاد زموږ ډېر ارزښتونه ساتلي، موږ یې مسلمان ساتلي یو او زموږ ناموسونه یې د پردیو له تجاوز ساتلي. ټول باید هڅه وکړو چې هغه قاتلین چې د جهاد له نوم څخه یې ناسمه ګټه واخیسته، نور یې ملاتړ ونه کړو، او د دوی پر ځای د مقدسو جهادوالو تر شا ودرېږو او ملاتړ یې وکړو. په دولت هم په کلکه غږ کوم چې هغه پاک جهادوال چې د چا په وینو یې لاسونه سره نه وي، په دولت کې ونډه ورکړي، او پرې نه ږدي چې د ځینو ناافغانو افغانانو په هڅو یو ضعیف اسلامي دولت ولرو.