
په هېواد کې د ټاکنیزو بنسټونو رامنځته کیدل که څه هم ډيره مخینه نلري ځکه په تیرو ۱۳ کلونو کې په هېواد کې د هرډول ټاکنو په ترسره کیدو کې بهرنیان نیغه په نیغه او یا په غیرمستقم ډول ښکیل و، د۲۰۰۴ کال ولسمشرۍ او ۲۰۰۵ کال پارلماني ټاکنې په مستقیمه توګه د نړیوالې ټولنې لخوا او د۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ او ۲۰۱۰ کال پارلماني ټاکنې د ټاکنوکمېسیون لخوا چې په ټاکنیزو کمیسیونونو واک دبهرنیانو په لاس و دشتون سره سره دنړیوالې ټولنې په تخنیکي او مالي مرسته ترسره شوې چې دغه ټولې ترسره شوې ټاکنې د ناامنۍ، د ضعیف مدیریت له پلوه، دسیاسيونو د مداخلې پراساس، د مدني ټولنې او سیاسي ګوندونو دقیق نظارت د نشتوالي، د نړیوالې ټولنې، حکومت او زور واکو دمداخلې له امله دمشکلاتو او ننګونو څخه خالي نه وی.
لا اوس هم په هېواد کې د بهرنیو استخباراتي کړیو خپل منځي شخصي رقابتونه او ګټې د ناامنۍ او تروریزم په نوم دپيل جنګ معما هغه څه دي چې درایې ورکوونکو د دقیق لیست نشتوالي او ټاکنیز سیستم د ضعف امله هېوادوال د رڼو او سراسري ټاکنو له لارې د انتخاب او انتخابیدو حق په بشپړ ډول نه دی ترلاسه کړی.
د۲۰۰۹کال په ولسمشریزو ټاکنو د عبدالله عبدالله ناکامیدل او هغه د خپلې ناکامۍ منلو په موخه دامتیاز په ډول دامریکا او یوشمېر اروپایي او ګاونډیو هېوادونو هغه ته دا ژمنه ورکړې وه چې په ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې چې ولسمشر کرزی د نوماندۍ دریم ځلي حق نلري نو په یادو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله د قدرت په ګدۍ دکینولو لپاره به خپلې هلې ځلې کوي.
عبدالله عبدالله ته نژدې او د شمال ګټو ته ژمنو کسانوچې په حکومت کې یې ۸۰٪ سلنه قدرت د همدوی په لاس و دراتلوونکي قدرت د ترلاسه کولو او خپل دکلونو کلونو ارمان لپاره یې خپل ټول پلانونه یو په یو پلي کول په ۲۰۱۰ کال پارلماني ټاکنوکې د خپلو هم فکره کسانو دځای پرځای کولو په موخه دکمېسیون دریس په توګه دمعنوي راوستل دقدرت د ترلاسه کولو لپاره ترټولو غوره بدیل وچې په همدې پارلماني ټاکنو کې د ټلوالې د مهمو مهرو ځای پرځای کول او د پښتون میشتو ولایتونو کې دمتعهدو کسانو مخنوی او پرځای یې دبې کیفایته او پلورل شوو کسانو راوستل او دهمدې لوبې لپاره د څه باندې دولس لکو رایو باطلول هغه څه و چې دوی یې دخپل هدفت لوري ته نژدې کول.
د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو د مهال وېش د اعلان دمخه معنوي هڅه وکړه چې دکمېسیون دارالانشاء لپاره تش په نوم پښتون چې د شمال ګټو ته ژمن او د دوي دپلانونو پر وړاندې خنډ نه شي د ذکریا بارکزي دراوستلو هڅه کوله خو په خپل دغه هڅه کې د ضیاء الحق امرخیل په راتګ ناهیلی شو،د شمال ګټوته ژمن معنوي هڅه وکړه چې د مشخصو کړیو په سپارښتنه لومړي د رایې ورکوونکولیست(اوټرلیست) جوړولو او بیا دتیرو دورو کې د ویشل شوو کارتونو نه استعمال هغه څه و چې د راتلوونکي احتمالي مشخص نوماند د بریالیتوب چانس یې زیاتولو ځکه په پښتون میشتوسیمو کې د همدغه استخباراتي کړیو لخوا د پيل شوو جنګونو او ناامنیوو دې ته زمینه نه برابروله چې کره اوټر لیست جوړ، په ناامنه سیمو کې دنوو کارتونو اخیستلو ته دخلکو کمه لیوالتیا او د هدفي مرکزونو بندیدل هغه څه و چې د پښتون قوم د محرومیت لپاره هڅې کیدلې خو په کمېسیون د ننه د ځینو مخلصو کسانو په مرسته او دارالانشاء ریس دکوښونو په پایله کې د ټلوالې دا شوم اهدف ترلاسه نه شو، خو بیاهم د ټاکنو په لومړي پړاو کې د امنیتي ارګانونولخوا د امنیت د نشتوالي په بهانه په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ مرکزونو بندیدل چې نژدې یو نیم میلیون په شرایطو برابرکسان د رایې اچونې د حق څخه محروم شول چې ۹۵٪سلنه محروم شوي کسان د یوه قوم پورې اړه درلوده د شمالي ټلوالې د خواخوږو بله کارنامه وه.
په لومړي پړاو کې د زیاتو متعددو نوماندانو شتون چې قاطع اکثریت یې پښتانه و هغه څه و چې پښتون میشتو سیمو کې پر یوبل دنظارت کړۍ تنګه کړې و او د شمال خواته پراته ولایتونه د دوی د نظارت دایرې څخه وتلې پاتې و که څه هم په ځینو ښارونو کې د نوماندانو د نظارت په نوم کسان ګومارلي و خو هغوی ټولو دیوتوکم پورې اړه لرله همدارنګه د تش په نوم مدني ټولنوڅارونکو په شمال کې نظارت په درست ډول ونکړ بلکې په عمل کې یې دعبدالله عبدالله لپاره د هغه د ناظرینو سره د ګوډي خوله و نیوله او دنژدې یومیلیون جعلي رایو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړه اوبیایې دپاکنو رایوو دتاید مهر هم پرې و وهلو.
د ټاکنو دویم پړاو چې دوه نوماندان سره پاتې شول دجمعیت نوماند به یوازې دحساب په ماشین کې دنوماند په ورتګ دخپلو رایو سره د۱۲٪،۷٪،۳٪ او یوفیصد رایو ور زیاتولو محاسبه کوله خو هغه لوی ولس یې هیڅ نه ومحاسبه کړی چې د دویم پړاو ټاکنو په ورځ یې دخپل پراخ ګډون سره دخپل دویم نوماند د بریالیتوب تله یې د توقع خلاف یو میلیون رایو په زیاتولو سره ور ډګه کړه.
عبدالله عبدالله چې دخپلو رایو محاسبه یې تر۷۵٪ لوړه اټکل کړې ونه یوازې دا چې پوره یې نه کړې بلکې دلومړي پړاو د۴۵٪ سلنې څخه ۴۳٪ سلنې ته راپریوت نو مجبورا دقطره قطره شوم، دمنم، نه منم ،سرو،نارنجي،ژیړو او برګو حرکتونو،دټاکنیزبهیر سره دمقاطعې او دموازي حکومت داعلانولونارې سورې پيل کړی.
د ټاکنیز بهیر د پیل څخه بیا تر پای پورې مشخص نوماند دهېواد ټاکنیز نافذ قوانین په ډیر مواردو کې ترپښو لاندې کړل او متاسفانه هغه بهرني هېوادونه چې په خپلو هېوادونو کې د قانون حاکمیت خپل اساسي هدفت ګڼې او قانون ماتونه د خپل فرهنګ جز نه بولي خو بیا همدغه بهرنیان زموږ په هېواد کې نه یوازې دا چې خپلې د لاس الې قانون ماتونې ته تشویقوي بلکې خپل هم دقانون ماتوونکي رول ترسره کوي.
همدا بهرنیان و چې داساسي قانون او ټولو نافذه قوانینو خلاف یې د هېوادوالو ازادو رایو ته دارزښت نه ورکولو او د دوه سري حکومت دایجاد په پلمه یې د اجرایه ریس په رول کې د۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ بایلوونکی نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله یې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ د ګټوونکي نوماند اشرف غني سره په قدرت کې دخپلو پخوانیو ژمنو پراساس راشریک کړو او په خپل دې کار سره یې په راتلوونکي کې زموږ په هېواد کې د یوه بد اساس ډبره کیښوده.
د۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې عمده ستونزې دمتعددو نوماندانو شتون، د ډاډمن امنیت نشتوالی،د کمېسیونو د ځينو مسولینو ضعیف مدیریت،دسیمه ایزو چارواکو والیانو،امنیې قوماندانانو،ولسوالانو، زور واکانو اوامنیتي ارګانونه نه یوازې داچې خپله بې طرفي یې حفظ نه کړه بلکې په ولایتونو کې د همدغه نوماندانو مالي منابع وګرځیدلې.