
مسکو، د فبرورۍ میاشتې ۱۵ مه نیټه - ریا نووستې.
رابرت پرري، چې یو امریکایی ژورنالست دی، په "Consortiumnews" نومې خبرپاڼه کې داسې لیکلي دي، چې امریکا د پوتین پر وړاندې یوه خطرناکه دسیسه روانه کړې، چې په پایله کې به یې ښاغلي ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین جګړې او تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو اصلي پلاوی وبلل شي.
د امریکا رسنۍ، په خاص ډول نیویورک تایمز ډیر ځلې ملنډې وهنکې دسیسې او توطیې خپروي، خو د ولادیمیر پوتین د اوکراین په تاوتریخوالي کې ګرم بللو د دسیسې خپرول په خپل ځان د ملنډو وهلو په مانا ده.
د ښاغلي پرري په اند، امریکا د اوکراین د بحران په هکله داسې لوی درواغ وايي لکه د عراق په صدام حسین یې چې د اتومي وسلې د لرلو تورونه لږول، خو اوس ټولو ته معلومه شوې، چې صدام حسین دغه وسله لرله او که نه.
نوموړی ژورنالیت دا هم په ډاګه کوي، چې "حقيقتونه او عام، مشترک حس" په خپله دا جوتوي، چې ښاغلی پوتین د اوکراین په تاوتریخوالي کې هیڅ ګرمتیا نه لري، خو ډیر داسې ثوبوتونه شته، چې د اوکراین په بحران او کودتا کې په خپله امریکا مستقیم لاس درلود.
ښاغلی پرري پر دې باور لري، چې ښاغلی پوتین د تاوتریخوالي پارونکی نه، بلکې هغه په سیمه کې د پیښې سره سم عکس العمل ښودلای دی، چې د کریمیه سیمې د خلکو د غوښتنو سره سم د رفراندوم جوړول یې یوه ښه بیلګه ده.
پرري دا هم په ډاګه کوي، چې د ښاغلي پوتین سره د اوکراین د بحران او کودتا د رامنځته کولو لپاره هیڅ دلیل نه و.
په پای کې نوموړی د ښاغلي اوباما دولت د روسې مشر پوتین سره داسې چلند یوه لویه تیروتنه بولي او وايي چې ډیر ناوړه راتلونکی به ولري.