
دا د افغان ملت د اسلامې ارزښتونو او د هېواد د خپلواکې د ساتلو ستره حماسه وه.
په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په ۶ افغان مظلوم ولس د شوروي اتحاد د نظامي هوایی او ځمکني یرغل لاندې راغي. د وخت د زبرځواک
# تر 100,000 ډیرو عسکرو،
#زرهاوو ټانګونو او سوونو جنګي طیارو سره د شپې په تیاره کې د افغانستان په حریم یرغل وکړ.
#دا یرغل لس کاله دوام وکړ
او له سرو لښکرو سره د مقاومت په پايله کې نږدې
#دوه ميليونه افغانانو شهیدان شول،
#تر يو ميليون زيات يې اندام اندام شول او
#مليونونو نورو هېواد تر شا پرېښود.
#په دغه جګړه کې د لسو زرو په شاوخوا کې روسي سرتېري هم وژل شوي او ټپيان شوي دي.
#د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶ نېټه چې د زيږديز ۱۹۸۹کال د فبرورۍ د مياشتې له ۱۵ نېټې سره سمون خوري د پخواني شوروي اتحاد د افغانانو په مقابل کې خپله ماته ومنله او په دې توګه د سلواغې په شپږويشتمه نېټه د هغوى وروستى سرتيرى په آمو سیند پورې ووت.
#شوروي اتحاد د افغانستان څخه له سترې ماتې وروسته په ۱۹۹۱ کال کې ړنګ شو.
#هغه افغانان چې د روس په وړاندې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د هېواد د خپلواکې لپاره خپل سر قربان کړی، د الله (ج) له درباره ور ته د شهادت لوړې مرتبې او هغوې چې د په همدې نیت جهاد کړی د الله (ج) څخه ورته اجرونه غواړم.
#هغوې چې د جهاد په نامه يي افغانستان وران او ویجاړ کړ، ددې خاورې ستر خاینین، پردې پالې او جاسوسان دي.
#د دې سترې بریا وارثین او حقدار هغه افغانان دي چې په تبر او بیلچې، په لوږه او بی کوری، سخته او ستونزو يي روسان له افغانستان څخه وشړل او جهاد یی یواځې د الله (ج) د رضا لپاره وکړ، نه د سیاسي امتیازاتو غوښتلو لپاره.
#اوسنۍ هغه ډلې او ټپلې چې ځانونه د جهاد ټېکه داران ګنې او د جهاد په نامه امتیاز اخلي، دوې یواځې او یواځې ددې خاورې د تباهۍ او ویجاړې عاملین دي او د جهاد له نامه څخه دوې غواړي خپلې شخصي ګټې خوندې کړي او بس.
#افغانان باېد چې د شوروي اتحاد سره له جګړې ډېر څه زده کړي او دا ورته پند پاتې شي. په افغانستان کې د وخت کمزورې سیاست ددې سبب شو چې افغانستان د ختېځ او لویدېځ ترمنځ د جګړې ډګر پاتې شي. د هېواد دښمنانو مو هم له دې موقع پوره ګټه پورته کړه او افغانستان يي هر اړخېز (اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او کلتوري) زیانمن کړ.
#افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته کورنې جګړې هم باید چې هېر نشي. کورنې جګړې او دده ویجاړې او تباهۍ د افغانستان ــ روس جګړې څخه کم نه وې. د هېواد ملي فوځ له منځه یوړل شو، په هېواد کې اقتصادې بحران را منځته شوي وو، وحشت او بربریت اوج ته ورسید، غربت او بی روزګارې بی انتها شوه، غلا، لوټمارې، جنایت، قلنګ اخیستل له حد څخه افغان ولس په تنګ شول، د افغانانو وینه دومره بې ارزښته شول چې فکر يي نه شي کېدای او له هېواد څخه بهرته مهاجرتونه هماغسې روان وو او د جګړې پاېلې ددې سبب شوې چې افغانستان له نړۍ څخه یوه پيړۍ وروسته پاتې کړي.
#زما په نظر اوسنۍ ځوانان باېد چې د ډلو او ډلبازيو او ټاپو وهلو څخه ځان وساتي. یو ته اخوانی ویل، بل ته جمعیتی ویل، بل ته خلقی ویل او په نورو نومونو یادولو څخه دي ډډه وشي، تر څو ټول ځوانان مو د یو واحد افغانستان فکر پیدا کړي. ډلې او ټپلې باېد چې متقابل احترام وکړي. ګوندونه او خوځښتونه باېد چې د افغان ولس په را وېښولو او خدمت کولو کې درېغ ونه کړي.