اقتصادي ناورین او ټولنیزې ناروغي

 
د نړۍ په تمدنونو کې اوسني غربي تمدن او فرهنګ تر دي حده پورې ځپل شوی او د تنزل په غاړه پروت دي، چې اصلاح یا رغول به یې ډېر وخت واخلی. اروپا د سیاسي، ټولنیز، اخلاقي او اقتصادي بحرانونو مور ګڼل کیږي. د هرې ورځ په تیریدو د مرګ کندي ته ورنږدې کیږي.  البته دا تحلیل باید ایډیالیسټي وه نه ګڼل شي، بلکه دقیق اوږدمهال بحرانونو ته اشاره ده، چې په جرمني، ایټالیا او فرانسه کې دې وروستیو غبرګونونو د مذهبي سخت دریځي پر ضد روښانه کړه. په دا کې  شک نشته دي، چې اروپا د خلا په څیړنو، سټیم سیل ټیکنالوژي او د میرمنو د حقوقو له سرغړوني څومره اقتصادي ګټې اخیستي دي. د غرب د راتلونکې پنځوس او سل کلن پلانونو بشریت له تشویش او ناپوه بشریت له خطر سره مخ کړی دي.
دا چې په خلایي خلا باندې څیړنه روان ده، واقعا د خوشحالي خبره ده، داسي ګنګوسي هم شته دی، چې وایی امریکا هیڅ یو هیواد د خلا په معاملاتو کې آزادي مداخلي ته نه پریږدي، خو خپله د لار ښووني دفترونه لري، تر څو په سپوږمۍ کې که څوک غواړي چې ځای په ډالرو واخلي،اخیستلي شي. خو البته بل کوم هیواد ته اجازه نشته چې د امریکا له اجازې پرته هلته لاړ شي، او څیړنه وکړي.
البته اوس د نوي اختراعاتو او منځته راوړلو له امله داسي شیان هم رامنځته شوی دی، چې د معاصر زبښاک فزیکي حضور شتون ته کمه اړتیا لری، خو د ننني ټکنالوژي په واسطه دوی غواړي چې د سیمي امنیت، امکانات، وسایل او شتمني تر لاسه کړي. چې ښه بیلګه یې د امریکا له ۲۰۱۴ء وروسته د پوځیانو په کمیت کې کمښت او پر ډرونز الوتکو باندې لا سرمایه ګذارې چې د سیمي ستراتیژک کنټرول وموندلی شي، خو ولې خپلی ځانګړي اډي به ولري. چې په دا کې به د دوی مخصوص پوځ او استخباراتي پرسونل حضور ولري.
د امریکا له دې پلان سره اقتصادي او نظامي ګټي تړلي دي. امریکا نه غواړی چې د معاصره ټیکنالوژۍ په دایره کې خپل فزیکي تاوانونه ومومي. هر تمدن د اصلاح په وروستیو شیبو کې ځان ژغورني ته د نه پام له امله نورو بحرانونو ته د شته چوکاټ د وروستوالي له امله لمن وهي. له پوهانو او عادي امریکایانو غربیانو څخه د اروپا او امریکا د ۱۹۲۹، ۱۹۷۲ او ۲۰۰۸ اقتصادي بحرانونه  هیر ندی، بلکې دوی له دې زده کړی کوی او نوی غونډال ته خلک هڅوي، خو ولې دا غونډال رامنځته کول د عادی شعور کار دی، نه د هغو خلکو چې په جنګ کې ټولنیزه ګډوډي، فزیکي ناورین او تاوانونه لټوي او رامنځته کوي.
افغانستان د هیڅ ډول مافوق الفطرت ځواکونو ناورینونو ښکار نه بلکه زمونږ د بهرنۍ او داخلي ناقصو تګلارو ښکار او اوسنې چاپیریال یې مونږ ته په پایله کې را بښلي دي. افغانان په خپل شالید کې د هر یو نظام له کړنو اغیزمن شوي دي. البته جغرافیايي موقعیت او له تمدن څخه تیښته د دوی د فکر وروسته پاتېوالې عمده علتونه دی، چې په افغانانو کې یې د ټولڼغونډ او معدني راکړی ورکړی مخنیوي  کړي دي.
موږ پوهیږو، هغه هېوادونو او ځایونه چې د معاصر تولید تر چتر لاندې ګردش کوی، ډېر پرمختګ کوی او په ټوله کې ټولنه له توهماتو، تشریفاتو، لویدلیو اخلاقیاتو او ناسمو غیر متمدني خویونو څنګ کوي. یاني دوی چې هر څومره متمدن وی هم هغومره باثباته، اثرلرونکي، معاصره او روښانه پرمختللي ژوند کوي.
ټولنیز خویونه له پرمختللي اقتصاد سره تړلي شوې دي. اقتصاد د دوی بنسټیزه کدرونه او ارزښتونه تشکیلوي. دوی سمې لار او معاصر ژوند ته هڅوي. نه یوازي د خپلوالي ريښې له دودی اخلاقي ریښو څخه را اوباسي ، بلکه پر یو نوې خوي بدلیږي.
هر چېرې چې اقتصادي بحران شتون ولري، هم هلته تر ډېره بریده د راکړی ورکړی او خپلمنځې دود پالني ريښې تر ډېره بریده خونړۍ ښکاري، خو ولې د غونډال د ناسمو موخه له امله تمدن هم بشریت له نویو نویو ناورینونو سره مخ کوی، چې دي ته  په وروستي پړاو کې ژور بشری فکر ځواب وايي.