
دلوی خدای په نا مه ( که چا زما سره منلی)
که چا زما سره منلی ما به په لومړی سرکی د هېواد اقتصادی زېر بېنا جوړښت په هکله د شبرغان طبعیګازو پايپ لين دانتقال پروژه کابل ښار ته په ډيره بيړه سره پيل کړی وه که دغه پروژی ته اوليت ورکړل شی سمد لا سه به د ما موريونو دولتی کار کونکو معا شا تو او اوليه ضرورتونو لپاره د افغانستان دولتی بود جی ته د خود کفا لار پرانيستل شی پدی دليل چې هم ګاز شته هم داخېستلو او پلورلو بازار د دې اقتصادی منبغ دواړه اړخه پخپله د هيواد په داخيل کی پوره کيدای شی که چيری دا پروژه بشپړه شی د کابل ښار د کورونوپه ګرمولواو پخلنزيو
کی د طبعی ګاز څخه د ګټی په اخيستو سره به فوق العاده د محل زيست (چاپېريتل ساتنې)مشکل
چې همدا اوس هيوادوال ورسره لاس په ګريوان دی تر ډيره حده حل شی کله چې د طبعی ګازو څخه ګټی اخيستل پيل شی نو بيا به د سونګ مواد لکه لرګی ډبرو سکاره ربړونه چې يوازی په افغانستان کی کارول کيږی ضرورت نه وی . د سونګ په موادو کی تر ټولو ارزان هغه طبعی ګازدی بيا نو د ځنګلونو ونو بوټو وهلو ته ضرورت نه پيدا کپږی .په دې صورت کی ځنګلونه شنه پاته کپږی بیا نو
دژمې واورې د ونو تر سيورو لاندی داوړی تر موسم پوری ورو ورو ويلی کيږی په خړونو او دريابونو کی به اوبه ټول کال جاری روانی وی وچ کالۍ به له مينځه ولاړی شی په ميلونونو ډالر چې
د محل زيست په بهانه چور او غلا کپږی هم مخه ونيول وشی هوا به صا فه شی خلک به د
يو مرفوع او هوسا له خونده ډک ژوند پيل کړی لکه د نړی نور پر مختللی هیوادونه . په هر صورت مونږافغانان خپل کور باید په خپله جوړ کړو دا زمونږ مسؤلیت دی ځکه چې امر يکا خپله امریکایانو روسيه روسانو پاکستان
پاکستانيانو، ايران ايرانيانو ټولو خپل کورونه پخپله جوړ کړيدی خو له بده مرغه چې زمونږ افغانانو ډير وخت په انتقا دونو ديوه او بل په ادرس د بيځايه بد رد په ويلو تير شو په هر صورت نه غواړم چې له اصلی موضوع څخه ليرې ولاړ شم افغان چا رواکوته پکارده چې همدغه پروژه په لومړی سر کی پلان ته شامله کړی ځکه چې د دغه پروژی د تطبيق لپاره دومره زياته سرمایه په کار نده لکه د اوسپنو او يا طلا معادنو استخراج او يا د لويو بندونو جوړه ول چې شل ا و يا ديرش کاله وخت نيسی. دګازودانتقال پروژی د طبيق لپاره صرف د طبعی ګازو پايپ نلونو غزول او پمپ اسټشنونو جوړه ول مونږ تيا ر جوړ او د ګاز تثبيت شوی څاګانې لرو چې ډير کلونه پخوا روسانو ايستلې وې.
خو په خواشینی سره ويلای شوچې هغه وخت زمونږګاز په ډير ارزان قيمت د شوروی لخوا د افغانستان څخه پيرودل کيده زموږ ګاز د نلونو په ذريعه ازبکستان او تاجکيستان ته انتقاليده هغلته په مصرف رسيدل د هغه وخت حکومت ظاهرشاه ونشوای کولای چې عقلا د ګازو انتقال پروژه له شبرغان څخه تر کابل پوری له روسانوسره قرارداد لاس لیک کړي.
خو متل دی چې وایی ( ماهی هروخت چې له اوبو راپورته کړی تازه دی) د يدی پروژی د جوړولو کار به داوسنی حکومت لپاره په تارپخ کی د وپاړ ځای ولری ځکه چې ديدی اړينی پروژی په اړوند زيات کالونه او زپات حکمتونه تيرشول خو هيچا یی غم ونخوړ . په دوهم پړاو کی اړينه پروژه د طبعی ګاز اړه ول په لونده (لمده) ګاز باندی چې ګتوره او په زړه پوری پروژه ده پيل ضروری بولم ځکه چې نن ورځ په نړی کی ډير پطرولی موټرونه په لمده ګازو باندی ګرځی دوهم دا چې د هيواد لری پروتو سيمو ته د بالونونو په ذريعه انتقال اسان دی. چپرته چې د ګازو پايپ لين پا خو مشکل او يا په اقتصادی لحاظ ګټور نه وی .په دريم پړاو کی ټول هيواد ته د طبعی ګاز رسول چې په لومړی سر کی د ولايتو مرکزونه او ورپسی کليو او بانډوته د ګاز ويش چې دا کار د۱۵ او شلو کالو ترمينځ به وخت ونيسی ځکه چې مونږ پياوړی اقتصادی منبع نلرو خو دا د هغه وخت خبره ده . که زمونږ دولتی چارواکی له بهرانيانو ډار ونکړی په سوچې افغانی نيت شهامت او غيرت سره ملا وتړی ډير ژر د دی پروژی
د تطبیق شرایط جوړیدای شی . مو نږ کولی شو د دی پروژی مالی لګښت د بين الملی بانک څخه د قرضی په توګه تمويل کړو.
څرنګه چې دا پروژه زياته ګټوره پروژه ده ډيرژر په لنډ وخت کی خپل مصارف پوره کوی او دولتی بوديجی ته ډير زيا ت عآيد ورکولی شی . د يوی خبری ياده ول اړين بولم چې نه امريکا يان نه اروپايان نه ګا ونډي هيوادونه نه د دنيا اسلامی او غيری هيوادونه نه غواړی چې افغانستان د يو خود کفا هيواد جوړ شی يو تعداد داخلی تالي څټی هم د دغه کار سره مخا لفت ښکاره کوی ځکه چې هغوی خپلو خارجی بادارانو ته ډير مخلص دی نسبت و خپل پلارنی ټاټوبی ته.
مونږ بايد څه وکړو چې خپلو موخو ته ورسيږو؟
يوازينی د حل لار هغه دا چې دهيواد ټول ميشت قو مونه ټول سياسی ګوندونه او مدنی قو تونه سره پو ځای حکو متی کړی مجبوری کړی ترڅود مملکت اقتصادی زيربنا ته دجوړه ولو لار پرايزی لکه څرنګه چې ددنيا نور هيوادونه کله چې ملی ګتو ته خطر پيښيږی د مملکت ټول قوتونه مختلف ګوندونه سره یوځای کپږی متحد ه او ګډه پريکړه کوی .زه دقيق معلومات نلرم خو دومره ويلی شم چې د شبرغان څخه بيا تر کابله امکان لری (۵۰۰)کيلومتر زیات واټن نّه وی په دی حساب مونږ (۵۰۰)کيلو متره د ګاز ليږد پايپ لين ته ضرورت لرو چې له بهره یی را .وارد کړو چې د دغه شان نلونو پخوانی عمده صادراونکی هيواد جاپان و او اوس یی د روسیی هیواد هم تولیدوی او د ګاز پمپونه چې په مشخصو واټنونو کی نصب کیږی استفاده کیږی نور نه غواړم چې د مو ضوع په تخنيکی اړخ خبری وکړم صرف دو مره ويل غواړم چې د روسی هيواد د روسی له سرحد څخه بيا ان تر اروپا یی هيوادو
پوری د بحر تر اوبو لاندی له (۳۰۰۰) کيلو مترو څخه زيات د ګازو پايپ لپن وغزاوه . زموږ همسايه هيواد ترکمنستان خپل ګاز په روسيه پلوری روسيه د ترکمنستان ګاز بيرته په اروپایی هپوادونو پلوری پدی حساب له ترکمنستان څخه تر اروپا پوری له (۷۰۰۰) کيلو مترو زيات واټن با ندي دګاز پايپ لين غزول شوی ده دا په ثبوت رسوی چې د ګازو پروژی په اقتصادی لحاظ ډيری ګټوری تما ميږی .دا هم ديادولو وړ ده چې امکان لری دترکمنستا ن دګازو ذخاير د افغا نستان له ګازو سره مشترکی ذخيری وی تر کمنستان ورځينی استفاده څه چې د هغه هيواد د اقتصاد عمده برخه تشکيلوی ګټه اخلی مونږ لا تراوسه ديدی ګټی څخه محروم پاته یو...............لاس په زني له لری ورته ګورو . مقصد می د دغه اوږده بحث څخه داوه چې د(۵۰۰) کم او زيات کیلو متر نل جوړه ول د یوه کال څخه زیات
وخت نه نیسی نو څومره چې پدی کار بيړه وشی هغو مره به د افغا نستان مظلو م اولس ژر له بد بختيو وژغورل شي.
له شرمه ډکه خبره خو داده لکه چې وایی د درياب په غاړه له تندی مړ شو. خپل کور خپل هیواد مو له ګازه ډک دی او مونږ په ربړونو ډوډی پخوو خوشاله هم يوو چې مونږ دولت مونږ ریس جمهور لرو مونږه پا رلمان لرو مونږه غيرت لرو همت لرو لوړ نام او نشان لرو.........................................خو مونږ هيڅ نلرو او بس .
په ډیره مینه او درنښت
ديپلوم انجينر امين الله (هڅمن)