
ګرانه سفیر صیب الله مو هر وخت ښاد او اباد لره..
ګرانه الله دی وکړی چی زمونږ دا اواز ترتاسو درورسی،،
دا دری ورځی مخکی د شیفاء انټرنشنل هسپتال نه د یو مریض پایوزی اسلامک ینوستی ته راغلی وو،چی د هغی لور د وینی په کینسر اخته وه..
مونږ سره د څو ملګروو د وینی لپاره ورسره لاړو ،خو هغه کورنی دا وس نه درلوده چی د هغی مریض تداوی وکړی خو خپل کور یی ورته خرڅ کړی وو او د خپلی ماشومی د تداوی لپاره یی پيسې پیدا کړی نوری هم دیری دردونکی خبری وی خو تر هغی به تیر شو..
دا چی ماشومه کینسر وه ورته مو وویل چی تاسو شوکت خانم هسپتال ته مراجعه وکړی ،او کړی مو ده کنه؟؟..
هغه راته وویل چی مونږ لاهور ته لاړ وو خو هلته افغانان مریضان نه اخلی نو ځکه مو دلته مریض راوړه او دی لوړ مصرف ته مو غاړه کیښوده...
ښاغلی سفیر صیب دا چی تاسو دوه ورځی مخکی د پاکستان تحریک انصاف مشر ښاغلی عمران خان سره مو ناسته لرله نو دا می ضروری وبلله چی تاسو ته د فسبوک او رسنیواله لاری دا پیغام درورسوم..
ښاغلیه که تاسو د دی په باره کی ښاغلی عمران خان سره په راتلونکی کی یا چی هر قسم تاسو مناسب ګڼی د دی مسلی په باره کی ورسره یادونه وکړی کیداشی ستاسو دا ویل د دیروو ماشومانو د بیا ژوندانه هیلی راپیداشی،او کیداشی دیر میندی درته لاس په دعاء شی..
الله مو د عزت په جامه سنبال لره ..
هارون الرشید جلالی ،اسلامک ینورستی اسلام اباد..