تکراري ټاکنه، که په ځان ریشخند

 
په مخکني افغان حکومت تر ټولو لویه نیوکه دا وه، چې په حکومتي ادارو کې یې د شایسته سالارۍ اصل د ګوندي، تنظیمي، مصلحتي، قومي او سلیقوي بنسټونو قربان کړی و او هغه اشخاصو ته یې ترجیح ورکړې وه، چې له پورته ذکر شویو لارو یې له یوې په ګټې اخستنې سره ځان تر منصب رسولی و، خو داسې ښکاري چې په نوي حکومت کې هم دا ناروغي مخ په ډیرېدو ده.
شاید همدا ستر علت وي چې موږ د دیارلسو کلونو په تېریدو سره لا هم نه مخکې لاړو، نه مو د خپلو خلکو لپاره بسټیز او معیاري خدمات وړاندې کړل، نه مو له بهرنیو په تر لاسه شویو مرسته کې له تعادل کار واخست او نه مو هم په هغه شکل اداره جوړه کړه چې کولای یې شول، د بل په مرستو مخکې تلونکی دا هېواد لږې سمې لارې ته سوق او د پرمختګ په لور لومړني ګامونه په اساسي شکل سره واخلي او مخکې ولاړ شي.
موږ ډیر کله (کار اهل د کار ته سپارلو) شعارونه اوریدلي، خو تر اوسه مو داسې کوم څه په رېښتنې مانا نه دي لیدلي، چې دا شعارونه د حقیقت تر کچې ورسوي. د تېر حکومت په پرتله په نوي حکومت کې دا ضعف له ورایه ښکاري، چې د یو شمېر منحصرو کړیو د واک پورې محدود پاتې کیږي او دا هغه څه دي، چې په کورني کچه د افغان حکومت کمزوری چلند یې بللی شو او د همدغې کمزورۍ  پایله دا مخته راځي، چې حکومت په وار، وار افغانانو ته په خپلو کړو ژمنو کې پاتې راځي او هغه څه ولس ته نه شي مخته کولای چې تل یې وعدې ورکوي.
تازه مې واورېدل، چې شاید چې د کابینې یو شمېر رد شوي وزیران بیا هم ولسي جرګې ته د رایې اخستو لپاره ولیږل شي. که څه هم ولسي جرګې په یو شمېر برخو کې غیر عادلانه چلند وکړ، خو د یو شمېر نورو په اړه یې پریکړه منصفانه وه. اوس خبره داده، چې حکومت د کوم قانون او کوم معیار له مخې دا ښاغلي ولسي جرګې ته د رایې اخستو لپاره معرفي کوي. آیا افغانستان د کدرونو د بحران سره مخ دی؟ ایا په ټول هېواد یواځې د همدې قومي ټېکدارانو راج دی؟ دا ټول افغانستان د همدوی د پلار په حق رسیدلی دی او کنه دلته نور څوک د سړي بچي شته، چې کولای شي ددې هېواد نیمه ډوبه شوې کښتۍ د سمندر له اوبو په خپله هوښیارۍ راوباسي.؟  پس که داسې وي چې نور هیڅوک هم نشته، سمه ده موږ یې هم منو، چې دا لالاګان دې دویم وار ولسي جرګې ته د رایې اخستو لپاره ولیږل شي او که له دوی په پوهې، استعداد او لیاقت کې ښه کدرونه ولرو، نو پس  ولې بیا ددې هېواد له راتلونکې سره لوبه کیږي او هماغه زړې سرې لکه د مخکني حکومت په څېر په ادلون بدلون د ملت په سر لکه میخ په زوره ټک وهل کیږي.
که چیرې نوی حکومت لکه د مخکني دا سهوه وکړي او هماغه ماتې شوې څیرې په نوي قالب کې ولسي جرګې ته وپیژني، نو پر ځان دا ملنډې وهل به یې د تاریخ پاڼې هیڅکله هم له یاده ونه باسي. همدارنګه به افغانان هم وپوهیږي، چې دا حکومت هم یواځې د څو قومي ټیکه دارانو او انحصارګرو کړیو په لاس کې پروت دی او د ملت خیر ترې حرام دی.
ولسي جرګې ته یې هم په زړه کوم، چې تاسې هم په ځان لکه د تېر په څېر ونه خاندۍ او لکه څنګه چې درته اوس د پیغور په شکل دا خبره پاتې ده، چې یو وزیر مو د بې کفایتۍ له امله له یوه وزارت رد کړ، خو په مقابل کې مو یې د پیسو په زور له هغې یوه درجه لوړ وزارت په لاس ورکړ. اوس دا فکر ولرۍ، چې ملت نور وېښ دی او د هر څه په باره کې  پرتلنه کولای شي، نو له یاده مه باسۍ که مو تکرارې څیرې په نويو شکلونو کې ومنلې، زموږ له لورې هم دا کار غندل شوی او د تر سره شویو معاملو منل در واخلۍ، چې نه یې خیر تاسې او نه هم ولس ته رسیدای شي .

دغه ليکنه په «محور» ورځپاڼه کې هم خپره شوې ده.