انسانیت


انسان هغه څوک دی، چې دټولومخلوقاتو په مینځ کې ورته زیات شرافت او کرامت ورکړل شوی دی. هغه ځانګړنې چې انسان له نورو مخلوقاتو جلاکوي دانسان فکر، دماغ،خبرې، کړه وړه، پوهه،ښکلې څیره، احساس،عاطفه، خیال هیلې او بدلون دی، چې نور حیوانات یې نه لري اوهمدا ده چې نور ټول شیان چې الله تعالی پیداکړي دانسان دګټې لپاره دي. داسې څه به ونه وینې چې الله تعالې پیداکړي وې او انسان ته یې ګټه یا زیان نه وې رسیدلی هرڅه زموږ دکارولو لپاره پیدا دي، داچې څوک ترېنه په کوم ډول کار اخلې بیا ځانته جلا خبره ده.
 انسانان په خپلو منځو کې سره توپیرونه لري؛ دین مذهب نژاد،رنګ ژبو کې سره بیل دي د هیوادنه قومونه توکمونه اوډیر نور توپیرونو له امله انسانان په خپلو منځوو کې سره سیالې کوي، چې ددې سیالۍ پایله ډیره بریالۍاو کله ان لوی لوی پرمختګونه رامنځ ته کوي.هره قاره ، ملت، مذهب ، نژاد او هره ژبه دخپلې پیاوړتیا او په نورو دواکمنې له امله کوښښ کوي، چې خپل هدف ته ورسېږې او بریالیتوب ومومې. همدا علت دی چې نن انسانان ددې لویو نیک مرغیو هوساینې او ښکلاوو برخمن شوي او کیږي.
ننی ژوند چې څومره پرمختللی دی دا دهغو کسانو دزیارونو او زحمتونو پایله ده چې شپه اوورځ یې یوه کړي وه او تر اخرې سلګۍ یې دخپلو راتلونکو نسلونو لپاره دهوساینۍ وسایل رامنځته کړي دي، ننی چاپیریال او ژوند دهغو انسانان له برکته داسې هوسا روڼ او بریښنده دی زمونږ دپراختیا او پرمختیا وسایل او رغیدلو لپاره سوچ او ذهن اوس خلاص دې مانا زمونږ لاره اوس بلکل دنني ژوند دلا هوسا کیدو لپاره هواره اوهغه سختې له منځه تللي دي. اوس دانسان لپاره هر هغه څه چې ورته اړتیا لري لاس ته راوړي شی البته که خپل لږ شانته زحمت نه کار واخلي او متحرک شی.هر څه چې انسان یې غواړي لاس ته راوړی شي خو هدف یې باید ښکاره وي باید په خپلو موخو کې ریښتوني واوسیږي.
مونږ سره له دومره نیک مرغیو ولې داسی ویده پاتې شو خپل ځان باید دغافلانو له کتاره وښکوو اوخپل ژوند سره په چټکي سره غور او ځیرکۍ نه کارواخلو خپل اصلیت او ریښتونولي ته کار وکړو اخر دانسان نوم راپورې تړلی دی، مونږ خپل ذهن له ګډوډو خبرو او کړو وړو نه لري وساتو خپل هوډ پیاوړی کړو، دهر انسان توپیر له بل انسان سره دهغه په کړو وړو خبرو کې ظاهریدلی شي. هر انسان ځانته بیله نړۍ لري، چې څوک ورته بې دهغه له اجازې ور دننه کیدی نشي انسانان دخپلو کړو په مقابل کې خپل سود او ګټه موندي اوپه دې سره یې عزم اراده قوي کیږي دنورو سره دژوند په بیلابیلو برخو کې مرسته کول مینه او محبت زیاتوي دا دهر انسان شخصیت لوړوي داحترام او مینې فضا رامنځ ته کوي، چې داسې انسانان دکورنیو ټولنو هیوادونو او ان دبیلابیلو توکمونو تر منځ یووالی رامنځته کوي.
 ښه انسانان ډیر تاثیر لرونګې وي دبدو انسانانو او بې رحمه خلکو زړونه او دماغونه وژني دژوند په پله ورته داوچتو ګامونو او سیده لارې ښودنه کوي بدخلک بخیل او تنګ نظره انسانان ډیر زر له منځه ځې که هغوی څومره ډیر ژوند ولري او څومره واکمن وي بیا هم دظلم منزل ډير لنډ وي خو داچې هغوي بد خلک او بد انسانان ولې داسي شوي یعنې دې له پیدایښته داسې نه دې زیږیدلي بلکه اصلي علت یې دهغوي دچاپیریال او ټولنې مور او پلاراو نورو دوستانو منفې دکړو اغیزي دې، چې هغه اړ باسې دناوړه کارونو جوګه شي. دنه پامتیا او په زیاته اندازه دبدو او بیکاره ملګرو سره ناسته پاسته دیو شخصیت دبدیدو لامل کیږي، په ټولنه کې داقتصادې ستونزو لرونکې انسانان ډیر باهمته وې هغوي تل کوښښ کوي دخپلو ستونزو دهوارولو لپاره ځانته یو داسې حل ومومي، چې له ټولو ستونزو نه ځان خلاص کړي خو ډیري وخت زمونږ ددغو ځوانانو او خوارانو نه ددې لپاره چې دژوند مجبوریتونو اړیستلی باید هغه کار چې پوهیږي ورته خطرناک دې ځان اونورو ته تاوان ورسوي بیاهم دمجبوریت له مخې هر ناسم نامشرږع کار چې وي سرته رسوي په ځانګړي توګه دهغو کسانو نه ښه ګټه اخیستی شي چې دځوانې په احساساتي پړوا کې مزل وهې، ژوند کول ډیر اسان دې خو خبره ده چې اکثره کسان تر وخت دمرګه هم نه پوهیږي چې څوک وه چیرته راغلی او دڅه لپاره ........خوړل څښل او دنسل تولید زده وي اوبس نور په څه نه وې خبر دازمونږ په هیواد کې په ښه توګه موندلې شو ځکه زمونږ نیمایې خلک داسې دې تش په نوم غیرت ناموس او فرهنګ نه پرته نور په څه نه دې خبر داسلام دعوې کول او داسلام په نوم پرته له دلیله ځان قربانول زمونږ تر ټولو غوره عادت دې موږ ځانونه له خپل کاره راضي ګڼو نیوکې کول په نورو باندې مونږ ته ډیر اسانه کار دې هر چا باندې او هر وخت چې وغواړو پرته له کوم فکره ورباندې تنقید کوو هر کار ځانته وخت غواړي خو مونږ یوازې په دې خبره پوهیږو چې بل له ځانه پورته ونه وینو په خلکو کې ورپسي برناحقه تورونه او دتهمت رنګونه پاشو هغوی په داسې تور رنګ کې ناخبره ولمبوو چې هغه نور خپل ځان هم نشي پیژندلی خپله لاره ورځنې ورکه کړو موږه هغه انسانان یو کوم چې نورو ته مو ژوند کولو دهوساینۍ وسایل چمتوکړه او هغه چې توره شپه موپه روښانه رڼا واړوله موږ ددې تولوښکلاوو نوښتګران او مخکښان همدا موږ یو نور دمرګي لوري ته نه ورځو موږ ته لوري دقران راغلي اسلام ده زمونږ ژوند به دښکلا ګانو په رنګین مازدیګر له همدا اوس نه پیلږي موږ دسبا انتظار ګړي خلک نه یودهغو انسانانو سرشمار کړي کسان د زموږ مشران دې دهغو درناوی راباندې حق دې راته له هر چانه ګرانه دې