
په دې وروستیو کې یو شمیر ښاغلو سلاکارانو د ملي یووالي حکومت مشرۍ ته داسې طرحه وړاندې کړې چې په ترڅ کې یې غواړي نوی کابل بانک، پښتنې بانک او افغان ملي بانک سره مدغم کړي. د هیواد ملي ګټو، سیاسي، کلتوري او اقتصادي حالاتو ته په کتو، پورته طرح بغیر له دې چې ستونزې او ننګونې وزېږوي او مافیاوي کړۍ خپلې معاملې ګرمې وساتي، کومه بله ګټه نه شي درلودی.
د پورتني بانکونو د ادغام د ملاتړ دلایل چې اړوند مسولین یې وړاندې کوي
د اساسي قانون لسمه ماده فرمايي:" دولت خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ د قانون له حکمونو سره سم، هڅوي، ملاتړ یې کوي او مصونیت یې تضمینوي."له همدې امله،دولت باید ځای خصوصي سکتور ته خلاص پریږدي او له زیاتې لاسوهنې لاس واخلي. که چیرې دولت په خپل ملکیت کې ۳ بانکونه ولري، د خصوصي سکتور ساحه به را لنډه کړي او دولت به ډېر په چارو کې دخیل وي، چې باید داسې ونه شي.
ددې ترڅنګ، ۳ دولتي بانکونه، ۴ د بهرنیو بانکونو څانګې او ۷ داخلي خصوصي بانکونه فعالیت کوي. د افغانستان مارکیټ او بانکي خدماتو ته د غوښتنې په پام کې نیولو سره، له اړتیا زیاتو بانکونو د فعالیت جواز تر لاسه کړی، ایجاب ددې کوي، چې د بانکونو تعداد راکم شي او د اړتیا تر حده ورسي.
درې یم دا چې د افغانستان بانک اړین او لازم ظرفیت نه لري، چې د دومره شمير بانکونو څارنه وکړي او څلورم دلیل دا دی چې هره میاشت نوی کابل بانک درې سوه زره ډالر زیان کوي، د پښتنې بانک وضعیت له ډېره پخوا بحراني حالت کې دی او د ملي بانک وضعیت هم ډېر مثبت نه دی. له همدې امله د حکومت مسولیت دی چې لګښتونه را کم کړي.
دکابل بانک ، پښتنې بانک او افغان ملی بانک د ادغام د طرحې د رد دلایل
لمړی، د یو هیواد بنسټیز ارزښتونه دهغه هیواد د وګړو د ژوند او په ملي او نړیواله کچه د پیژندګلوئ اصلي وسیله ده. دغه ارزښتونه عبارت دي له : کلتور، تاریخ، عقیده وي ارزښتونه، قومي شتون، ټولنیز جوړښت او داسې نور. کلتور لوی بحث دی چې په کې د نغښتو ارزښتونو او شتمنیو څخه یوهم زمونږ دبانکوالۍ بډایه کلتور دی چې کابو د یوې پیړۍ راپدې خوا په کور دننه او په نړۍ کې دملي او نړیوالو اصولو سره سم ځلیږي.
په ۱۹۳۳ میلادي کال کې د افغان ملي بانک بنسټ د ارواه ښاد عبدالمجید زابلي له خوا کيښودل شو. د هیواد په کچه لمړی بانک وو چې په فعالیت یې پیل وکړ خو له څه وخت را په دیخوا ځینې کړۍ هڅه کوي چې د افغانانو تاریخي او کلتوري میراثونه له منځه یو سي، چې په دې هڅو کې د افغان ملي بانک نوم بدلول او له نورو سره په ادغام دا کړۍ هڅه کوي چې ددې تاریخي بانک بنسټ او نوم له منځه یو سي. په همدې ترتیب، پښتنې بانک چې له تاریخ اړخه له ملي بانک وروسته یې په ۱۹۵۴ میلادي کال کې د بنسټ ډبره ایښودل شوې او هم نوم یې پښتنې بانک دی نو دا هم پورتنیو کړیو ته د منلو نه دی.
افغان ملی بانک او پښتنې بانک د افغان ملت لپاره د پورتنیو با ارزښته منابعو دافتخاراتو اصلي تاریخي څلي دي. دغو بانکونو په تیرو لسیزو کې د نړۍ د سلګونو هیوادونو د سترو بانکونو سره دبانکوالۍ معاملې ترسره کولې چې ډیر ښه اعتبار ئې درلود او دکورنيو توکو او محصولاتو د صادراتو په برخه کې ډیرې ښې کړنې ترسره کړي چې اوس هم دغه بانکونه نوموړې پیږندنه او ظرفیت لري. د پښتنې بانک او افغان ملی بانک دسلګونو نړیوالو معامله دارو بانکونو څخه صرف لاندیني بانکونه د بیلګې په توګه وړاندې کوو:
No |
Correspondent banks $ Accounts |
No |
Correspondent banks pound Accounts |
1 |
Bank of America New York |
1 |
National and west minister bank London |
2 |
Doutch Bank of Hamburg |
2 |
Grind Less Bank London |
4 |
Chehes Manhattan Bank of newyork |
4 |
Sanity Bank Cheko Slovakia |
5 |
First national city bank Newyork |
5 |
Union Bank of Switzerland |
6 |
Aroung thrust Co Newyork |
6 |
Trading Co of Afghanistan ltd London |
7 |
Swiss Bank of Geneva |
7 |
Fuji Bank of Japan |
8 |
Banco Da Roma Italy |
8 |
Chartered Bank Newyork |
9 |
Iron Export Bank |
9 |
National professional bank London |
10 |
Central Bank of Iron |
10 |
Bank of Tokyo Japan |
9 |
Stretch Lender Bank Vienna |
No |
Correspondent banks Mark Accounts |
10 |
West Minister bank London |
1 |
Dutch Bank Hamburg |
11 |
Grand less bank London |
2 |
Darzed nar Bank Hamburg |
12 |
Credit Leuny Paris |
3 |
Commerze Bank Hamburg |
13 |
Commercial bank Italy |
No |
Correspondent banks Indian Kaldar A/C |
14 |
Darzed nar Bank Hamburg |
1 |
State Bank of India |
15 |
Pashtany Millie Tojarati ltd Hamburg |
2 |
Pashtany Millie Tojarati Co ltd Amritsar |
16 |
Bank of America Osaka Japan |
No |
Correspondent banks Pakistan Kaldar A/C |
17 |
Bank of America Kobi Japan |
1 |
Afghan national Bank Karachi |
18 |
Bank of America Tokyo Japan |
2 |
Afghan National Bank Peshawar |
19 |
Bank of America Honkong |
3 |
Pashtany Forwarding Co Karachi |
20 |
Bank of America Typee |
4 |
Habib Bank ltd Peshawar |
No |
Domestic Correspondent banks A/C |
No |
Correspondent banks Swiss Franc A/C |
1 |
Da Afghanistan Bank |
1 |
Credit Leone Paris |
2 |
|
2 |
France International Company |
په تیرو کابو دیارلسو کلونوکې دافغانستان دبانکوالۍ سکتور دخورا زیاتو ننګونو سره مخ شو چې له بده مرغه په دغه موده کې کابو څلور حکومتي اختصاصي بانکونه ( دصادراتو دپراختیا بانک ، دافغانستان صنعتي بانک ، رهني او تعمیراتي بانک او زراعتي با نک ) او دوه سوداګریز بانکونه (دافغانستان انکشافي بانک او کابل بانک) او دوه د بهرنیو بانکونو څانګې ( دپنجاب نشنل بانک څانګه او برګ مایکروفایننس بانک) وپلورل شول او یا و تړل شول.
دافغانستان بانک د CAMEL د درجه بندۍ دسیستم پر بنسټ، بانکونه په پنځه برخو ویشل شوي، چې ترټولو د ښه مالي وضعیت بانک لمړۍ درجه بانک ده او ترټولو دخراب مالي وضعیت بانک په پنځمې درجې کې راځي. له بده مرغه اوس مهال په افغانستان کې ډېر شمیر سوداګریز بانکونه په پنځمه او یا څلورمه درجه کې راځي او مالي وضعیت ئې ډیر خراب دی، چې دافغانستان بانک دقانون سره سم باید د یادو بانکونو په رهبرۍ کې چټک بدلونونه راوستل شي خو پښتنې بانک او دافغان ملی بانک دنړۍ د سترو بانکونو لکه کامرزبانک، فرانکورت جرمني ، دامریکې ستي بانک ، دفرانسې دبانکونو ، دلندن دبانکونو ، دچاپان دبانکونو او دټول اسیائې بانکونو سره دبانکوالۍ ښې اړیکې لري او پاتې اکثریت شخصي سوداګریز بانکونه د کابل بانک په شمول دنړۍ دسترو بانکونو په تور لست کې دي.
پښتنې بانک په تیرو ۶۰ کلونوکې د Trade Finance) ) یعني د لیترآف کریدیت او لیترآف ګرنټیو په برخو کې یو قوي ریکارډ او دنړۍ دټولو بانکونو سره دهمکارۍ تجربه لري. ښه به داوي چې پښتنې بانک دنورو خدماتو سربیره یو ځل بیا وهڅول شي تر څو دنړۍ په کچه د (Trade Finance)معاملات وکړي او خپل پخوانئ موقف حفظ کړي او دافغانستان محصولات او پیداوار د نړۍ لویو هیوادونو بازارونو ته ورسوي.
افغان ملی بانک د افغانستان لمړي بانک په توګه چې دبانکوالۍ کلتور یې د لمړي ځل لپاره افغانانوته وروپیژنده، د صنعتي پانګې اچونې په برخه کې یو له ښو بانکونو څخه ده او ښه تجربه ئي هم په دې برخه کې تر لاسه کړې او په ملي او نړیواله کچه دپوره اعتبار او اعتماد خاوند دی. ښه به داوي چې افغان ملی بانک یو ځل بیا وهڅول شي ترڅو دنړۍ په کچه خپل پخوانی موقف حفظ کړي او دافغانستان صنعت یو وار بیا په پښو ودروي.
دلسیزو راپدې خوا افغان ملی بانک او پښتنې بانک خپل عملیات ، پانګه اچونه ، اداري لګښتونه او اداري تشکیلات دخپل مالي وضعیت سره سم سمبال کړي دي او دکلونو راپدې خوا دغو بانکونو خپل لګښتونه د خپلو سوداګریزو فعالیتونو څخه برابروي او په مقابل کې خپل دبانکوالۍ چوپړتیاوې ئې په ملي او نړیواله سطح وړاندې کړې دي، تر اوسه داسې اسناد نشته چې دافغانستان حکومت دمالیې وزارت ددغو بانکونو عملیاتي لکښتونه ورکړي وي.
دویم، له وړاندې مو ۳۶ فیصده وګړي بیکاره دي. د افغان ملي بانک، پښتنې بانک او نوي کابل بانک د کارکوونکو شمیر زرګونو تنو ته رسي. که چیرې دا بانکونه سره یوځای کیږي نه یواځې دا چې په ډېر شمیر وګړي به بیکاره شي او په ورته وخت کې به یې په حقوقو ظلم شوی وي ځکه چې حکومتي کارکوونکي د وظیفوي مصونیت ترڅنګ نور لازم حقوق او امتیازات هم لري..
ددې ترڅنګ، اصولآ او له تخنیکي پلوه چې کله د ادغام موضوع مطرح کیږي، په بیروني اړخ کې باید د کواښونو د کمولو او د ښه تحلیل په موخه د PESTELله میتود څخه کار واخیستل شي.
P= Political - یعني سیاسي وضع E= Economical – یعني اقتصادِ وضع S= Social– یعنې ټولنیزه وضع T= Technological – یعنې ټکنولوژیکه وضع E= Environmental– یعنې محیطي وضع L= Legalیعنې حقوقي وضع ایا اوسنی سیاسي حالت دا ایجابوي چې دا بانکونه دې سره یوځای شي؟ ایا په هیواد کې د بیکارۍ نرخ دا ایجابوي؟ ایا ټولنیزه وضع او اغتشاشات به څنګه شي؟ او له ټکنولوژیک پلوه نوی کابل بانک او پښتنې بانک ډېر لوی واټن لري، چې ددوۍ پخلا کیدل اسانه نه بریښي.
په کورني اړخ کې باید د کارکوونکو کیفي او کمي حالت ترڅنګ سازماني کلتور، رفتار او ساختار د بخث وړ دي. په دې معنا چې په پښتنې بانک کې چې حکومتي بانک دی له ډېرو کلونو راهیسي ډېر معزز هیوادوال په کې په کار بوخت دي چې کافي تجربه لري خو له نوو مهارتونو او پرمختګونو سره لږ څه نا اشنا دي خو بل پلو ته په نوي کابل بانک کې اکثریت کارکوونکي یې ځوانان تشکیلوي چې له نوو مهارتونو او پرمختګونو سره اشنا دي خو له نورو ځانګړنو چې د حکومت کارکووتکي یې لري، ترې لرې دي او په همدې ترتیب یې امتیازات، حقوق، سلوک او رفتار له یو او بله سره متمایز دي، چې دا په یوه اداره کې راټول بغیر له چلنجونو څخه بل څه نه شي زیږولی.
ددې په خوا کې، سمه ده چې حکومت د خصوصي سکتور د ودې مسولیت لري خو په ورته وخت کې حکومت د قوانینو په رڼا کې مسول دی چې ملي ګټې خوندي کړي، د فساد او مافیاوي کړیو مخه ونیسي، ولس ته د کار زمینه مساعده کړي، د حکومتي کارکوونکو د حقوقو او امتیازاتو ساتنه وکړي او د لویو ملي ګټو د خوندیتوب او ځواکمنیدو په موخه په مار کیټ کې اصولي لاس وهنه وکړي. له اقتصادي پلوه یو هیواد چې وروسته پاتې او یا هم د پرمختګ په حالت کې وي لازمه ده چې حکومت د سالم رقابت په خاطر په هر سکتور کې خپله د پام حصه ولري ترڅو له خصوصي سکتور سره د سالمې سیالۍ له لارې نه یواځې دا چې خصوصي سکتور ځواکمن کړي بلکې د ملي اقتصاد تیورۍ د محتوا په پام سره، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او تاریخي ګټې خوندي کړي. ( دا لوی بحث دی خو په دې لیکنه کې په پورته کرښو اکتفا کوو )
او تر ټولو لوی تشویش دادی چې پښتنې او افغان ملي بانک میلیونونه ډالره پور ورکړی چې راټولول یې ننګونکی خو ناممکن نه دی او د کابل بانک وضع خو ټولو ته څرګنده ده چې ۹۰۳ ملیونه ډالره تالان شول خو تر دې دمه دحصول لپاره یې هڅو لازمه پایله نه ده ورکړې. هغه مفسده او مافیاوي کړۍ چې د حکوت اقتصادي واګي یې په لاس کې دي، هڅه کوي چې د بانکونو د ادغام له لارې دا قرضې په ضرر معامله کړي او لکه په کابل بانک کې چې د ملت په ملیونونو ډالر حیف او میل شول، ددې بانکونو پیسې هم په ورته سرنوشت اخته کړي چې بیا ټول بوج به یې په غریب ولس وي.
وړاندیزونه
که چیرې د ملي یووالي حکومت رهبري دافغانستان د بانکي سکتور د اوسني بحران د حل لپاره په صادقانه، اصولي او قانوني توګه پاملرنه کوي ؟ په کار ده چې ترهرڅه دمخه دستونزو د اصلي لاملونو دموندلو لپاره کوټلي ګامونه واخلي. زمونږ په آند، د افغانستان دبانکي دسکتور دستونزو یو له اصلي سرچینو دمرکزي بانک مقرراتي او مدیریتي ضعف اوستونزې دي چې په ټوله کې ئې دغه سکتور له لویو ننګونو سره مخامخ کړی. اړینه ده چې دافغانستان بانک ریاست لپاره یو پوه، تجربه کار، پاک، جدي او ژمن او مدبر مشر وګومارل شي او په لوړه کچه د حکومت لازم سیاسي ملاتړ له ځان سره ولري او د افغانستان بانک په اوسنۍ رهبرۍ کې لازم تغیرات راشي.
دویم، لکه څرنګه چې په مخکې کرښو کې یادونه شوې، ترهرڅه دمخه باید دافغانستان په صنعت ، زراعت ، سوداګرۍ ، معادن ، نړیوالو معاملو او په نورو برخو کې هراړخیزه څیړنه او مطالعه وشي، وروسته سوداګریزو بانکونوشمیر ته اړتیا ټاکل کیدای شي. اوس مهال په افغانستان کې داسې بانک نشته چې د زراعت او مالدارۍ، معادن ، صنعت ، معارف او نورو برخوکې کومه پانګونه کړې وي؟ چې دا حالت دیوې لویې ننګونې ښکارندويي کوي. په داسې حال کې د مرکزی بانک څخه په کلکه تمه کیږي ترڅو د افغانستان دبانکونو لپاره هر اړخیزه ستراتیږي جوړه کړي ترڅو بانکونه خپل خدمات په اصولي او قانوني توګه سمبال او وړاندې کړي چې په ترڅ کې یې نه یواځې داچې افغان ملي بانک او پښتنې بانک به وشي کولی چې له وړاندې ځانګړو برخو کې پآنګه اچونه وکړي، بلکې ددې شونتیا هم ډېره ده چې یو یې کلاسیکه بانکداري پرمخ یوسي چې تر دې دمه معمول ده او بل یې د اسلامي بانکدارۍ خدمات وړاندې کړي چې د اسلامي بانکدارۍ د قانون له تصویب او توشیح وروسته ممکن بشپړ اسلامي بانکونه رامنځ ته شي چې بیا اړتیا ایجابوي ترڅو د مثبې سیالۍ په موخه د حکومت یو بانک د اسلامي بانکدارۍ خدمات وړاندې کړي.
درېیم، کابل بانک په لمړي وخت کې دیو شخصي بانک په توګه ښه وځلیده او په لوړه کچه دخلکو اعتماد یې خپل کړ، اما له بده مرغه د ولس له اعتماد څخه ئې ناوړه استفاده وکړه او په ملي او نړیواله کچه بدنام شو، ددې لپاره چې دبانک نوم او حضور د اعتبار سره نغښتی دی ، دکابل بانک په نوم بانک په افغانستان کې د راتلونکي لپاره د اعتبار او اعتماد خاوند کیدای نشي. ښه به داوي چې د حکومت په ځانګړې توګه د افغانستان بانک له لازمو اقداماتو وروسته، نوی کابل بانک د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې خرڅ او خصوصي شي.
پایله
مونږ ټول ملي مسولیت لرو چې د خپلو نیکونو راپاتې کلتوري نهادونو او کارنامو باندې وویاړو او ددغو با ارزښته میراثونو چې زمونږ دهیواد دبډایه تاریخ ځلانده څانګې دي په ساتنه او پالنه کې یې هیڅ ډول هڅې ونه سپموو او د حکومت مسولیت دی چې له کلتوري او تاریخي نهادونو نه یواځې ساتنه وکړي بلکې لا یې پیاوړي کړي، حکومت باید ولس له اقتصادي اړخه پیاوړی کړي او تخصصي او تخنیکي کړنې وکړي نه دا چې ولس وځپي او ادارې د سیاسي او اقتصادي مافیا د معاملو ښکار کړي.
د افغانستان د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني څخه په درنښت هیله کوو تر څو دخپل ملي مسولیت په احساسولو سره، ددې مظلوم ملت تاریخي او کلتوري ارزښتونه ورڅخه وانخلي او پرې نږدي چې مافیاوي کړۍ د ملت په پیسو لا شتمن او بډای شي چې بیا به د ملت په برخلیک تل لوبې کوي.
په درناوي،
یارمل مبارز