پاکستان د ترهګرو د مور او امریکا د پلار په رول کې!

 
له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا پر نیت له ډېر پخوا شکونه شته؛ خو دا شکونه ورځ تر بلې پر باور بدلېدونکي دي. څومره چې دغه نوم عامېږي، په هماغه اندازه نړيوال باوري کېږي چې د نړۍ سیاسي قاموس ته دغه نوم یوازې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره داخل شوی دی. همدا له ترهګرۍ سره د مبارزې پلمه وه چې امریکا یې پر مټ د هېوادونو خپلواکۍ سلب او د زرګونه بې ګناه انسانانو وینې وبهولې. همدې پلمې دغه ستر ښکېلاګر ته د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې له لارې د خپلو ګټو د خوندیتابه زمینه برابره کړه.
امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه اوس هم د درېیمې نړۍ د هېوادونو په عامه افکارو کې د دیموکراسۍ تر نامه لاندې د غلامۍ زهر پیچکاري کوي.
زموږ په سیمه کې چې د ترهګرۍ ستره قرباني ده، د دې پدیدې مور او بنسټ اېښوودونکی پاکستان دی. هغه پاکستان چې د ختیځ د دوو سترو ملتونو له هډه د انګریز په مرسته جوړ شوی او امریکا یې له پیله تر اوسه د بقا هڅه کړې ده.
امریکا چې په نیمه نړۍ کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر نامه لاندې اور بل کړی، په خپله د ترهګرو د مور« پاکستان» مالي ملاتړ کوي.
د همدې ملاتړ په لړ کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۶ کال په بودجه کې له پاکستان سره د پوځي مرستې کچه شپږ چنده کړې ده. په لوېدیځو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې له ۲۰۱۴ څخه چې پاکستان ته د امریکا پوځي مرسته ۴۲ ملیونه او دوه لکه ډالره وه، په ۲۰۱۶ کې ۲۶۵ ملیون ډالرو ته زیاتېږي.
پر دې سربېره د اوباما حکومت ۳۳۴ میلیونه او ۹ لکه ډالره د اقتصادي ملاتړ او ۱۴۳ میلیونه او یولک ډالره په ځانګړي ډول د تروریستي ضد هلوځلو او  د اتومي وسلې د نه پراختیا د فعالیتونو لپاره وړاندیز کړي دي.
د امریکا دا مرسته هغه پوځ ته رسېږي چې په دې سیمه کې یې د وسله والو ډلو د جوړولو له لارې اور بل کړی او د دغه اور خشاک بې ګناه انسانان او ګټونکې یې یوازې امریکا ده. پر دغه اور یوازې د امریکا ګټې پخېږي، خو لا هم داسې کسان چې ځانونه سیاستوال بولي پر دې لوبې د سرخلاصولو هڅه نه کوي.
دوی لا هم فکر کوي چې امریکا په ریښتوني له ترهګرو سره د مبارزې لپاره افغانستان او عراق اشغال کړل، په داسې حال کې چې امریکا په خپله د ترهګرو د پلار رول لوبوي.
که د دې سیمې ترهګر د یوه ماشوم په توګه فرض کړو پاکستان یې مور او امریکا یې پلار ګڼلی شو، ځکه د پاکستان پوځ یې رامنځته کوي او روزي او امریکا یې د یوه با مسئولیت پلار په توګه مالي ملاتړ کوي.
له ترهګرو سره د امریکا او پاکستان چلند ته په کتو باید خلک نور ډاډه شي، چې ترهګري دې سیمې ته د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره رالېږدول شوې ده.
امریکا د همدې وسیلې په مرسته په ختیځ کې د چین او روسیې د نفوذ مخه نیول غواړي او په دې لوبه کې یې پاکستان اصلي ملاتړی دی.