
دوستانو د ولایتی شورا نه د نظارت صلاحیت اخیستل د ولسی دړه مارانو حق ندی، البته د اساسی قانون په اساس ولایتی شوراګانی حق لری چې د ولایتی شوراګانو او د ولایتی مرکزی دفتر تر مینځ یو اساسی تړون یا لایحه د وظایفو معلومول وکړی او د خلکو د نمایندګانو په حیث کولای شی چې په هغه کارونو نظارت وکړی کوم کارونه چې ملی بڼه ولری. د پارلمان داړه ماران غواړی چې اساسی قانون ته وروسته د دوی د دوری د ختمیدو سره درناوی ولری حال دا چې دا تیر 4 نیم کاله یی عیش او نوش کړل او د اساسی قانون په چوکاټ یی هیڅ نوع بررسی او نظارت نه کوو د مثال په ډول د اساسی قانون د وضاحت لپاره یوه کمیټه ټاکل شوی وه چې معاشات او سهولتونه یی ترڅنګ درلودل اما همدا ولسی جرګی وکیلانو د نظارت مامور په شکل یوه ورځ ونه ویل چې د کوم قانون په اساس مونږ هغه خلکو ته معاش ورکړو کوم چې ټاکل کیږی اما کار نه کوی دا ځکه چې که چېرته قانون اساسی تشریح شوی وای او وضاحت ورکړل شوی وای نو ظاهرده چې د وکیلانو په شمول د ډیرو نورو شخصی ګټی په کی سوزیدی، د نوی حکومت راتللو سره سره د وزیرانو شورا فیصله چې ولایتی کارګټی پروژی دی د ولایتی دفاترو او اداری نه کنترول شی او هر ولایت ته دی خپله بودیجه معلومه شی نو دلته یو ټکی غواړم چې ذکر کړم داچې وکیلان او ددوی باداران خو مرکز کی د هر هغه کار چې ددوی شخصی ګټی په کی خوندی وی ځانونه یی ماړه کړل اما لا هم وږی دی چې د نوی حکومت سره دوی وکولای شی چې مستقم په هغه بودیجه لاس او کنترول ولری کوم چې مرکزی دولت ولایتی ادارو ته په واک کی ورکوی او د ولسی جرګی غړی وکړای شی چې مستقیم مداخله ولری ترڅو ولایتی اداری هغه بودیجی چې دوی ته په واک کی ورکولی کیږی د ولسی جرګی وکیلانو سره شریکی کړی، د نویو ولایتی شوراګانو وکیلان اکثریته بی عیبه او ځوانان دی چې انرژی لری او کولای شی کار وکړی او البته د تیرو وکیلانو د تجربی سره سره هغه ټولو مشکلاتو ته په پام کی دی چې دوی به یی همیشه په یاد لری او د خپلو خلکو سره به د تیرو وکیلانو په شان جفا نه کوی.
دوستان باید پوه شی چې د هندو د کوره قران راووځی خدایه شکر چې ولسی جرګه د قانون اساسی موجودیت ښکاره کوی او یا هم وروسته ددوی د دوری د ختمیدو په پای کی دوی قانون اساسی ته احترام کوی ایا دا یو جالبه خبره نده؟
ولسی جرګه د قانون اساسی د اولی پاڼی کار نه اخلی ځکه چې د اولی مادی نه نیولی تر څو مادو پوری ددوی ګټی نه بلکه د ملت او د وطن ګټی دی، مثال ولی ولسی جرګه افغانانو ته د اساسی قانون د 4 مادی حق نه ورکوی چې د (افغان کلیمه ده) همدا شان ولی ولسی جرګه د اساسی قانون 22 مادی په اساس د هغه خلکو مخه نه نیسی چې د خلکو تر میځ تبعیض اچوی او ویل شوی ټول اقوام یو افغان دی فرق یی نشته نو ولسی جرګه کی خو څوک پاکستان ، څوک ایران ، څوک هندوستان، څوک نورو استخباراتو ته کار کوی.
ولایتی شورا ته د اساسی قانون صلاحیت:
د 139 مادی په اساس چې ویل شوی ولایتی شورا ګانی کولای شی چې ولایتی حکومتی ادارو ته انکشافی پلانونو یا احدافو کی سهم یا ونډه واخلی او مشوره ورکړی،
وضاحت: یعنی ولایتی شورا وکیلان کولای شی چې د خپل صلاحیت په اساس په هغه کارونو کی مداخله وکړی چې د ولایت په اساس مربوطه ولسوالی او کلیو او خلکو پسی مربوط وی، دوی د ولایتی خلکو نمایندګان دی نو کولای شی چې د خلکو حق وساتی او د خلکو حقوق د ولایتی ادارو څخه وغواړی په هغه صورت چې ولایتی اداری د خلکو په حقوقو سترګی پټی کړی او یایی پټوی.
1- ولایتی وکیلان کولای شی په هغه پلانونو باندی ځانونه پوه کړی چې ټول ګټی وی ، او د خلکو مشکلات په رسمی شکل ولایتی ادارو ته ورسوی او قانونی کاروایی یی وکړی.
2- ولایتی شورا ګانی کولای شی چې د والی او د والی مربوطه ادارو نه په هغه صورت پوښتنه او ګرویګنه وکړی کچېری په فساد کی ښکیل او یاهم د مربوط ولایت د خلکو حق باندی سترګی پټوی
3- ولایتی شورا ګانی د ولایت مقام نه تر مدیریت کولای شی چې قانونی ټول مامورین کنترول کړی البته باید اداری چوکاټ په نظر کی وساتی کچېری کوم ریس او مدیر خپلی وظیفی ته وړ کس نه وی نو دوی په مامور حق نه لری اما د اداراتو مسول کس سره ددوی په باب کولای شی چې مشکلات شریک کړی او د مربوط کس په باره کی د قانون په اساس او د اسنادو په درلودو سره شکایت وکړی.
ولایتی شوراګانی کولای شی چې د صلح پروسه کی خپل رول ادا کړی کچېری غوښتنه ورڅخه وشی
ولایتی شوراګانی د ټولګټو پروژو لیدنه کولای شی اما د ولایت اداراتو سره په موافقه او د خلکو د غوښتنو په اساس
4- ولایتی شوراګانی په عامو پلانونو نظر هم ورکولای شی او هم یی رد کولای شی البته د اساسی قانون په اساس او د ضرورت په اساس، په امنیتی چوکاټ کی کولای شی چې د خلکو په سر ظلم او غیر قانونی کارونه کنترول کړی اما مستقیم نشی کولای چې عسکر یا قوماندان ته امر وکړی او یا هم د امنیتی چارو مخه ونیسی په هغه صورت چې امنیتی ارګانونو پلانونه ملی وی او د خپلی وظیفی سره برابر وی.
5- ولایتی شوراګانی نشی کولای چې مستقیم یا غیر مستقیم د ولایتی ادارو په سیستم کی ځان دخیل کړی، لکه مشخص شخص په کار بوختول ، پروژه نیول، د دولت بودیجه استعمالول، د دولت له امکاناتو په خرابه ډول استفاده کول.
ولسی جرګه د قانون په اساس یوازی کولای شی چې ولایتی شوراګانو نه هغه صلاحیت واخلی کوم مشخصات چې په پورتنی 5 ماده ذکر شویدی.
سوال؟
کچېرته ولایتی شوراګانی د نظارت حق ونه لری ایا ددوی مشروعیت د ولایتی ادارو سره په صفر کی ندی ضرب او فکر نه کوی چې ولایتی شوراګانی اصلا رسمی ندی په هغه صورت کی په کوم شکل چې ولایتی شوراګانی خلکو ته یا ولایتی اداروته ولسی جرګه معرفی کوی.
البته کچېرته ولایتی شوراګانی حق د نظارت ونه لری نو سیاسی او غیر سیاسی د ولایتی اداراتو سره کومه خاص معنی نه لری او همدا شان با مسولیته رسمییات نه لری نو ولایتی اداری به وکولای شی چې په ازادانه ډول خپل مشروع او غیر مشروع حرکتونه وکړی ځکه د پوښتنی کس به نه وی.
پدی وخت کی ولایتی شوراګانی یوازی خپل محدود معاش اخلی نه به رسمی صلاحیت لری او نه به رسمی مسولیت لکه د کلی او د قومنو ملکانو په شکل باید اووسی حال دا چې هر قوم خپل ملک لری نو لایتی شوراګانو وکیلانو ته څه ضرورت، نه به خلکو ته مسوله وی او نه به دولت ته، نو کچېرته ولایتی شوراګانی مسولیت او صلاحیت ونه لری نو ضروری ده چې ولایتی شوراګانو وکیلان صرف د خلکو شکایت هغه چاته ورسوی کوم څوک چې ولایتی شوراګانو وکیلانو ته وروسته د ولسی جرګی د پریکړی نه هغوی ته د بشر فکر نه کوی او ډار هم ونه لری
کچېرته په افغانستان کی قانون موجود وای نو ولایتی شوراګانو کولای شو چې د ولسی جرګی هغه غړی چې د شین کارت جیګ کړی او رایه یی ورکړی ځکه دا مستقم د ولایتی شوراګانو د حق خوړل دی او مخکی له دی چې ولسی جرګه د اساسی قانون 139 ماده په بشپړ ډول تشریح کړی او مطالب ښکاره کړی او مسولیتونه توضیح کړی نو دا خپله د اساسی قانون ماتیدل دی د ولسی جرګی لخوا چې په ځان شاهیدی کیدلای شی.
ولسی جرګی د پارلمانی انتخاباتو لپاره د هغو اشخاصو ځانونه کاندیداولو قانون تایید کړو چې ویل شوی ول چې یا لسانس وی او یا یی هم یو دورده ولسی جرګی ته په 5 کلنه دوره کی وکیل پاتی شوی وی. (البته غیر قانونی پریکړه او د ځانونو په ګټه پریکړه )
نو اوس داسی څوک شته چې ماته قناعت راکړی چې لسانس او یو دوره پوره کیدل د پارلمان یو شان دی ؟
کولای شی چې ولسی جرګه د خپل ځان نه دا پوښتنه وکړی چې ایا دا ماده قانون اساسی کی شته کنه تاسو جوړه کړه ؟
د افغانستان ملت باید په دی پوه شی چې البته د بعضی وکیلانو نه بعیر نور بر حاله اکثریته ولسی جرګی وکیلان تللی ولایتی شوراګانو وکیلان غله او چورماران دی او پخوانی قومندانان دی نو باید ډیر اوښیار اووسی چې کچېرته اینده یی پلانونه پارلمان ته اووسی باید خپله رایه ورنه کړی
مننه
محمد سرور یعقوبي