د ګاونډیانو د ډمپېنګ قرباني فابریکې

 
د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواكو څو ورځې وړاندې خبر وركړ چې له تېرو څلورو كلونو راهيسې په ټول هېواد كې له ۱۱سوه څخه ډېرې فابريكې، له حكومتي ملاتړه د محروميت، ناامنۍ او د پانګونې د پېچلو قوانينو په اثر تړل شوې دي.
ويل كېږي له دې ډلې تر ټولو زياتې فابريكې په هرات كې له لنډ يا منځني مهال فعاليت وروسته تړل شوې دي.  دا چاره د افغانستان په څېر د يو كمزوري اقتصاد لرونكي هېواد لپاره تر ناورين كمه نه ده، ځكه هغه هېواد چې تازه په كې بايد پانګونه د پرمختګ پر لور ټولنه روانه كړي، سر له اوله په كې د اقتصاد ماتې له دې پورته بله معنی نه لري.
شنونكي او په خپله د فابريكو مسوولين وايي چې د افغان توليدي تصدیو او فابریکو په سقوط كې پر داخلي عواملو سربېره بهرني عوامل هم دخیل دي. د دوی عقیده د افغانستان تولیدات د ګاونډيو هېوادونو د ډمپنګ « د ضد بازۍ په نتيجه كې د كم كيفيته توكو ارزان خرڅلاو» اقتصادي سياستونو ښكار دي.
دوى وايي، همدا اوس پاكستان او ايران د افغانستان د توليداتو په نسبت ډېر ارزانه او بې کیفیته توكي رااستوي او دا كار د دې سبب ګرځي چې خلك له خپلو توليداتو مخ وګرځوي.
كله چې له خپلو توليداتو د خلكو مخه وګرځي؛ نو طبيعي ده چې فابريكې د سقوط او ركود پر خوا ګام اخلي، په داسې وخت كې د حكومت مكلفيت دا دى چې توليدي تصديو او فابریکو ته لاس وركړي او هغوى له تړل کېدو وژغوري، خو متاسفانه دا كار تر اوسه د افغان حكومت د ستراتيژۍ برخه نه دى ګرځېدلى.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بهرنيو اړيكو مسوول اذرخش حافظي له حكومته په همدې برخه كې د خاصې توجه غوښتونكى دى او وايي كه حكومت د داخلي توليداتو لپاره د پرمختګ او ودې اسباب برابر كړي؛ نو لرې نه ده چې افغانستان به په صنعتي ډګر كې خپل خاص مقام ونيسي.
د حافظي په وینا د افغانستان د اقتصاد د پیاوړي کېدو  غوره لار د کرنې میکانیزه کول، د توليدي تصدیو وده او د معدني سرچینو استخراجول دي، خو په خبره یې په دې برخه کې په تېرو یوولسو کلونو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، حتى په دې برخو كې قوانين هم د يو شمېر ستونزو ښكار او پېچلي پاتې دي.
په ننګرهار كې د پلاستيكي پايپونو د فابريكي د مديره پاوي غړى انجنير شيرخان د پانګوالو پر وړاندې پرتې ستونزې راشمېري او وايي، د ګاونډيانو د ډمپنګ بازار په مخنيوي كې د حكومت نه پاملرنه او د پانګونې لپاره سخت شرايط، سبب شوي چې اكثره فابريكې د كار له پيل سره سم سقوط وكړي:« موږ ښه توليدات كوو، خو چون د هغوى توليدات ارزانه وي، هغه ډېر پلور لري، حكومت بايد په قانون كې په بهرنيو توكو لوړه ماليه وضعه كړي، تر څو هغوى په خپل اقتصادي تخريبي سياست كې ناكام شي، ګنې لرې نه ده چې ګاونډيان زموږ د ټولو فابريكو په سقوط كولو بريالي شي.»
د كابل په پلچرخي صنعتي پارك كې د جرابو د جوړولو فابريكه هم د هغو ماتې خوړلو توليدي منابعو څخه ده چې په دې سوړ ژمي كې يې هم د څو توليدي ماشينونو له جملې يوازې يو ماشين د كار لپاره فعال دى او نور كار نه لري.
د دې فابريكي مسوول  فرزان رسنیو ته ویلي نه يې حكومت ملاتړ كوي او نه يې هم خلك توليداتو ته ارزښت وركوي، همدا وجه ده چې فابريكه يې سراسر په تاوان كې روانه ده:« زه نور د تاوان برداشت نه لرم، سراسر تاوان زما زړه تور كړى دى، حكومت په زوره د نورو هېوادونو توليداتو ته زمينه مساعده كړې چې زموږ بازارونه پرې وځپي، حال دا چې زموږ توليدات تر نورو ښه دي.»
په دې صنعتي پارك كې د صنعتكارانو د اتحاديې مشر عبدالجبار صافى هم په خواشينۍ وايي چې دا مهال په ټول هېواد كې ۴۰ فيصده فابريكې په ټپه درېدلې دي:« اوس د ۱۰۶۹ فابريكو له جملې يوازې ۳۸۱ فابريكې فعالې دي، حکومت باید اقتصادي پلان اعلان کړي؛ څو سوداګر پانګونې ته وهڅېږي، كه نه دا وضعيت د شا خوا ته ميل لري.»
خو د افغانستان له پانګونې د ملاتړ اداره ایسا بيا وايي چې اوسمهال د هېواد په لسو صنعتي پاركونو كې څه باندې ۲۶۰۰ فابریکې فعالې دي او دوى يې لا هم د ستونزو په كمولو بوخت دي:«د نویو پالیسیو په هکله مو له اړونده مقاماتو سره سلامشورې پیل کړې؛ څو سوداګرو ته پورونه ورکړي، زیربناوې جوړې کړي او هڅه وکړي چې پانګوالو ته په بهر کې مارکیټونه ومومي.»
د نوموړي په خبره، دوى همداراز، داسې پلانونه رامنځته کړي چې له هېواد څخه د سرمایې د فرار مخه ونیول شي او تعرفې هم کمې کړي:« پخوا به له۸۰ لاسليكونو وروسته جواز اخیستل كېده، اوس دومره اساني رامنځته شوې چې په اته لاسليكونو يې په سوداګرۍ وزارت كې كار ورخلاصېږي، مشكلات به نور هم كم شي.»
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.