
له کله چې د ډاکټر غني او عبدالله ګډ حکومت را منځ ته شوی د دواړو ترمنځ د هر مامور د ګمارنې پر سر لانجې وي . په داسې حال کې چې دا مهال د افغانستان د نظام ډول هم ریاستی دی ، خو یوازې حکومت ته د یوه بل واکدار په ورزیاتیدو سره چې اجرایه ریس یې بولي حکومت د لانجوپه ګوډي بدل شویدی.
د ښاغلي عبدالله او ښاغلي غني لومړۍ لانجه د حکمت کرزي د ټاکنې پرسر۳میاشتې مخکې پیل شوه . ولسمشر ښاغلی کرزی د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال په توګه وټاکه خو اجراییه ریس ورسره مخالفت وکړ. له ۳میاشتنۍ لانجې وروسته چې ښاغلی غني په خپله پریکړه ټینګ شو نو یې د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال په توګه حکمت کرزی پر عبدالله ومانه . په مقابل کې به یې دې کې شک نشته چې عبدالله ته څه منلي وي ، خو تراوسه یې درک نه لګیږي . دویم مخالفت د کندوز د اوسني والي عمر صافي د ټاکنې پرسر وو چې اجراییه ریس لندن کې په رسمي سفربوخت وو چې د ولسمشر دې پریکړې یې سفر بې مزې کړ. د والي صافي د کار پیل هم ددې لانجو له کبله یو څه وځنډید، خو معلومه نشوه چې هغه لانجه پرڅه حل شوه او عبدالله عبدالله ته څه ومنل شو . بله لانجه د هرات د چارواکو د ګوښه کیدوپرسر وه چې له ښاغلي عبدالله سره منل شوې چې دده له ډلې به د والي په توګه دغه ولایت ته یوڅو وراستوي . وروستۍ لانجه د سترې محکمې د مرستیالۍ لپاره د قاسم حلیمي پرټاکنه را منځ ته شوې چې کارکونکو او رسنیو ته له ورپیژندل کیدو دوه ساعته مخکې د عبدالله مخالفت رنګ راوړ او ښاغلی حلیمي نوې دندې ته پرې نښوول شو .
دا هغه کیسې دي چې رسنیو ته راوتي دي ، کیدی شي د حکومت په دننه کې د ورته کسانو پرسر ډیرې لانجې روانې وې چې بهرترې څوک ډیرنه خبریږي . که د اجراییه ریس له دغو واکونو سره دومره لانجماري پیل کړې وي او یو نیم کال وروسته په اساسي قانون کې همدغه لالامې صدراعظم شي نو د ورته لانجو اټکل یې نشي کیدی . د طالبانو له ماتې وروسته چې کله اساسی قانون جوړیده د صدارتي نظام مخالفت همدغو ستونزو ته په کتو سره وشو او هغه مهال د مجاهدینو د حکومت بیلګې ورکول کیده چې دولسمشر او لومړي وزیر ترمنځ اختلاف یې د افغانستان ډیرې کپرۍ خاورې کړې ، نو که بیا هغه تجربه چې پریمانه کار او هڅې ورته پیل شویدي د افغانستان خلکو ومانه لیرې یې مه ګڼئ چې د مشرانو د خپل منځي ستونزو له کبله افغانستان له هغه ډول حالت سره مخامخ نشي .
د ملي وحدت په معامله کې را جوړ حکومت په همدې نیم واکي اجراییه مشر سره دوه سره بلل کیږي چې د واک مختلفې مرجعې یې مختلف فرمانونه صادروي او هریو یې د ځان لپاره سلاکاران او دوستان ټاکي . سیاست داسې لوبه ده چې څومره یې را ټینګوې جوړیږي ا و چې څومره یې ډنګوې ډنګیږي . خو نوی حکومت پرداسې مهال د اساسي قانون د بدلون خواته ور روان دی چې د وام پرسر نوې سړه جګړه له وړاندې توده شوې او که همداسې دوام وکړي هیله نشته چې صدارتي نظام دې په افغانستان کې خلک ومني . افغانستان چې په تیرو۴لسیزو کې د سیاسي نظامونو د ادلون بدلون په لابراتوار بدل شوي ډیرې زیاتې وینې یې ماشین تر ستونې تیرې ، خو نتیجه د بهرنیودرملوپه زورلنډمهالې سالنډۍ او حل لاره ورکه .
درمل پردي او نسخې هم بیګانه ، خو وینه د افغان ازموییل کیږي . په طبابت کې دا ډیره عامه ده چې که یو ډاکټر دې څو ځله ناروغي وویني کیدی شي تشخیص یې کړي او داسې درمل درکړي چې پرې روغ شي . خو افغانستان کې دغه فرضیه هم لکه چې صدق نکوي . د ۱۹۹۰مو کلونو د لومړي وزیر او ولسمشرناندرۍ او ډنډوره نه ده تاریخ پاڼه شوې او نه د نیا او نیکه کیسه . زموږ د سترګو لیدلی حال او اوښکې دي چې نه وچې شوي او نه چا ورته د وچیدو دستمال ورکړ. هغه مهال د صدراتي نظام چوکاټونه په پاکستان کې د لومړي وزیر په ورخوشې شوي دفتر کې جوړ شو او د موقت او انتقالي حکومتونو دوه ځلې تجربې چې لومړۍ په ۹۰مو کلونو کې په اسلام اباد او ۲۰۰۱کال کې د جرمني په بن کې جوړ شو ټولو افغانستان د صفر له ضریب سره برابر کړی . داځل ددې نقشې رسام جان کیري او لوبغاړي یې ښاغلی غني او ښاغلی عبدالله دي . لوبغالی : لومړۍ لوبه د امریکې سفارت او نیمه پایلوبه د لویې جرګې خیمه کابل ، وخت ۲۰۱۶کال . امپایران زیات دي ، خو د مینه والو رول فوق العاده مهم دی . ګډونوال به د نوې شورا غړي او د ولایتي شورا ګانو اوسني استازي ، د ولسوالیو د شورا را روان ټکټ په لاس غړي او داسې نور.
له تیرو لوبو خاطرې زړه بوږنونکې، او هیله داده چې پخوانۍ تیروتنې اصلاح او سره له اوسه ورته متوجه شو. که افغانستان په دغه نیمه پایلوبه کې بری تر لاسه کړ، نو جغرافیه به د یوه نظام تر سیوري لاندې اداره او د سیالانو لاسونه به ورلنډوو، خو که د صدارتي نظام فیلډرانوپه میدان کې ښه توپونه راغونډ او کیچونه یې مس نکړل نو بیړۍ غرقه او دا خوږ افغانستان به عملاد ۲مشرانو د معاملو ښکار او د کار پرځای به خپلمنځۍ سیالي روانه او هیواد به د نورو د لوبوښکار شي .
د لاس پورته کولو پرځای لاس کښته کول پکار دي او د اجراییه مشر او ولسمشر ترمنځ د واک پر اوسنۍ لانجې سرخلاصول د ټولو دنده ده . چې دغه دواړه موپه کابینه ۵میاشتې نشي جوړیدی او یا مو حکومت ۵میاشتې بې کابینې په طوفاني سمندرکې په بیړۍ کې سپره وي ، نو هیله مکوئ چې د صدراعظم په لرلو به مو کښتۍ ساحل ته روغه ورسیږي .