اختره


ژوندون څه دی شور وشر دی چې تيريږي
هر دوران يې راهګذر دی چې تيريږ ي
څه به خوښ شي چا چې غم ليدلی نه وي
ژوندون ښکلی ماذيګر دی چې تيريږ ي
ر ڼا تل د شپې د تر پا يه ا نتظا ر وي
خندل هسې لنډ سهر دی چې تير يږي
دغمونو يو با زار مې زړه کې جوړ دی
يو د ننه بل بهر دی چې تير يږ ي
د ځوانۍ لالونه وخوړل وختو نو
خيال هوس هم يو سفر دی چې تيريږي
په موسکا دې په وعدو باندې ژوندی يم
د ګلمخو د ا هنر دی چې تير يږ ي
په نيشه کې مې نظر شو په وچ شونډو
خوار کډوال کډه په سر دی چې تيريږي
مبارک ووايم چا ته چېرې لا ړ شم ؟
جدايي لکه محشر دی چې تيريږي
دلته ټول په تليفو ن مبا رک وايي
په ژړا زما اختر دی چې تيريږي
خدمتګار دې پروا نه لري اختره
ښکلې يار يې مرور دی چې تيريږي
مرغومی ١٣٨١ ل هـ
کلا کر ويک ناروې