د اقتصاد بیلابېل سکتورونه

 
په ټولیز ډول یو اقتصادي جریان له دې برخو یا سکتورونو څخه جوړ شوی دی:
لومړنی یا Primary Sector : د اقتصادي جریان په دغه سکتور کې د کانونو استخراج، کب نیونه، ښکار، کرنه او داسې نور شامل دي.
تولیدي سکتور  یا Secondary Sector : د اقتصادي جریان هغه برخه ده، چې د وروستني لګښت لپاره توکي تولیدوي لکه خوراکي توکي، لباس، موټر او نور.
خدماتي سکتور: د اقتصاد دغه برخه چې Service Sector  یې هم بولي، غیر محسوس شیان تولیدوي لکه: بانکي خدمتونه، د معلوماتي ټیکنالوژۍ خدمتونه، مشورتي خدمتونه او نور.
پخواني اقتصادي نظامونه ټول پر لومړني سکتور متکي وو، یعنې ټول وګړي پر کرنیزو چارو او د ځان لپاره د خوراکي توکو په پیدا کولو بوخت وو، خو کله چې د ټولنې اقتصاد پرمختګ وکړ او د نوې ټیکنالوژۍ په منځته راتګ سره دې ته لار هواره شوه چې کم شمېر کارګر په لویه کچه خوراکي توکې تولید کړای شي، نو په دې برخه کې بې کاره شوو وګړو تولیدي سکتور ته مخه کړه.
وروسته د لا زیات اقتصادي پرمختګ له امله د چوپړتیاوو یا خدماتي سکتور هم رامنځته شو او په دې وروستیو کې نوموړي سکتور هم د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ او د کاروبار د نوي فرصتونو او دندو په جوړښت کې لویه ونډه اخیستې ده.
لومړنی سکتور چې ډېری وخت د استخراجي سکتور په نوم هم یادېږي، له خامو او ناکارول شوو موادو سره سرو کار لري. په دغه سکتور کې لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه، د کانونو کیندنه او طبیعي زېرمې لکه نفت، ګاز او نور استخراجي مواد په کې شامل دي. په لومړیو وختونو کې د یو هیواد ټولو وګړو له همدغه لومړني سکتور څخه خپلې اړتیاوې پوره کولې او ټول وګړي په همدغه سکتور کې په کار بوخت وو.
دغه سکتور د دویم سکتور یا د تولید لپاره خام مواد برابروي چې د تولیدي پروسې له بشپړولو وروسته په کارتمامو توکو بدلیږي.
په لومړي سر کې د تولیدي سکتور زیاته اتکا په کاري ځواک وه، ځکه په ډېری فابریکو کې به کارګرو د لاس په وسیله توکې تولیدول او د توکو د تولید لپاره لا پرمختللي ماشینونه نه وو را منځته شوي.
د لباس جوړولو په یوه کارخونه کې به کارګرو د لاس په وسیله او یا هم د ډېرو ساده ماشینونو په وسیله لباسونه ګنډل. وروسته د پرمختللو ماشینونو په جوړېدو سره لویې کارخونې رامنځته شوې او لوی تولید ته لاره هواره شوه چې په پایله کې یې د تولید لګښتونه کم او د کاري ځواک مولدیت لوړ شو.
په ۱۹ مه پېړۍ کې د اقتصاد دریم سکتور یا خدماتي سکتور هم د کاري ځواک د زیات شوي مولدیت یا ګټورتوب له امله د پام وړ پرمختګ وکړ. د چوپړتیایي سکتور د پرمختګ یو بل لامل د وګړو د عاید زیاتوالی دی.
کله چې د اقتصادي پرمختګ په پایله کې د خلکو عاید زیات شو، نو د بنسټیزو اړتیاوو له پوره کېدو پرته د هغوی نور لګښتونه لکه تفرېح، سیاحت او نور هم زیات شول او د دغه اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېلابېل خدماتي کاروبار لکه د ګرځندوی خدمتونه، هوټلونه او نور رامنځته شول.
له پورتنیو سکتورونو څخه پرته، د اقتصاد ځینې نورې کوچنۍ برخې هم شته چې د هغې له جملې یو هم څلور اړخیز اقتصادي سکتور یا Quaternary Sector دی.
په دغه سکتور کې زده کړه، روزنه، د ټیکنالوژۍ پرمختګ او د پرمختیا په موخه څېړنې شاملېږي. دغه یادې شوې څلور برخې مولدینو ته دا وړتیا ورکوي تر څو په ښه او اغېزناک ډول سره د خپل تولید پروسه پر مخ یوسي او په دې برخه کې نوښتونه او اختراعات وکړي.
د اقتصادي پرمختګ لپاره دغو سکتور ته پاملرنه په کار ده، ځکه د پرمختللې ټیکنالوژۍ او اړینو معلوماتو له کارولو پرته به د اقتصادي پرمختګ بهیر له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.
د اقتصادي سکتورونو بل وېش د عامه او خصوصي سکتور وېش دی. عامه سکتور چې دولتي سکتور یې هم بللی شو، د اقتصادي جریان له هغو فعالیتونو، کنټرول او نورو څخه عبارت دی چې د دولت له لورې تر سره کیږي.
په دغه فعالیتونو او خدمتونو کې د زده کړې د اسانتیا، روغتیایي خدماتو او نورو وړاندې کول شامل دي. د دې تر څنګ دولت ځینې کاروبارونه او تشبثات هم پخپله پر مخ وړي. په خصوصي سکتور کې د وګړو انفرادي کاروبار او اقتصادي فعالیتونه شاملیږي چې لویه موخه یې ګټه لاس ته راوړل دي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.