کرشن چند ردهند دنيمې وچې بې ساری کيسه ليکوال


کرشن چند ر پر ١٩١٢ ميلادي کال  په لاهور کې وزيږيده ، په وړکيتوب کې کشمير ته ولاړ . لومړنۍ زده کړې يې دلاهور په يوه کالج کې تر سره کړې ، له کرسچن کالج نه يې په انګريزي ژبه کې ماستري وکړه اوبیا يې دقانون پوهنې په برخه کې نورې لوړې زده کړې هم وکړې  تر هغې وروسته يې په دهلي او لکهنو کې له ال انډيا راديو سره دنده وکړه ، په دې ترڅ کې يې بې شميره راديويي ډرامې وليکلې . په پونا کې يې له شاليمار فلم جوړونکي کمپنۍ  سره دمکالمه ليکوال په توګه کار وکړ. ترهغې وروسته د بمبيي په ښار کې اوسيده او تراخره پورې په همدې افسانوي ښار کې پاتې شواو په ۱۹۷۷ کې يې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه . نوموړي دخپل ژوند په ترڅ کې سلګونه کيسې او تر لسوزیات ناولونه ولیکل ، هغه یو نوښتګر لیکوال و او طنزیه ژبه کارول دهغه دنثري اسلوب یوه ستره ځانګړتیا وه.نوموړي همدارنګه د هغوميينانو او په ځانګړي توګه دهغو پیغلو پر ژوند باندې کيسې وليکلې چې په خپله مينه کې ناکامه شوې وې .د کرشن چندر په کيسو کې هنريت او شعريت داسې  خپور دى لکه په نڅا کې چې موسيقيت اوخوند خپور وي. هغه په خپلوکيسو کې د کشميرفقر او غربت دکشميردلازواله ښلا په شاليد کې داسې انځور کړى چې کشميريان په خپل وطن کې هم بې وطنه ښيي . د هغه دکيسو موضوعات تر ډيره پورې د سړکونو پر غاړوباندې اوسيدونکي خلکو او او د کارخانو کارکوونکو غريبو انسانانو پر ژوند اوکړو وړو را څرخي .هغه نه یوازې کيسې او ناولونه ولیکل بلکې په نورو نثري ژانرونو کې یې هم بریالۍ تجربې وکړې . کر شن چندر دهند دنيمې وچې يوداسې ليکوال دى چې لیکنې   یې په سیمه کې یو ځانګړی ارزښت اوځای لري او کرشن چندر به تر پيړيو- پيړيو پورې دهند دنیمې وچې  ديوه بې ساري  کيسه ليکوال په توګه ياديږي .