
د شاتو مچۍ يوه حشره ده چې دري جوړې پښې لري. د اقتصاد له پلوه د اهميت او ارزښت وړ ګڼل كيږي. كورنى جوړښت يې نر، ملكه او كاريګران تشكيلوي او هر يو يې جلا دنده سرته رسوي. د نر دنده د ملكې القاح کول او د ملكې دنده يې له نر سره يو ځاى كيدل او د هګيو اچول دي. كارګر شيره او ګرده راټولوي چې دغه عمليه د زراعت او كرنې په توليد كې د اهميت وړده.
په ننګرهار کې اوس مهال د شاتو د پروسیس یا تولید فابریکه هم شته چې په جوړیدو سره يې د مچیو د روزونکو په کار کې د پام وړ بدلون راغلی دی. د یادې فابریکي مسول او په ننګرهار کې د مچیو ساتونکو د اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال وايي، نن سبا په ننګرهار کې کابو دوه سوه د مچیو فارمونه شته چې دوی يې د پالنې او روزنې لپاره لازمې هڅې کړې دي.
دی وايي:«تاسو ته ښه معلومه ده چې ننګرهار همیشه بهار ولایت دی او دلته د شاتو مچیو روزلو لپاره زمینه برابره ده، په ننګرهار کې کابو شاخوا د ۲۰۰ فارمونو روزونکي شتون لري، موږ په ۲۰۰۷ کې یوه ټولنه جوړه کړه او تراوسه مو د مچیو د ساتونکو لپاره ډول ډول خدمات وړاندې کړي دي.»
ښاغلی رودوال زیاتوي د دوی ټولنې تر دامهاله د مچیو ساتونکو سره بېلا بېلې مرستې کړې دي، د خیومو، وسایلو او د مچیو په برخه کې د مسلکي روزنې له اړخه يې هم وخت ناوخت ورته زده کړې ورکړي دي.
دی وايي:«بلکل موږ سره ۲۲۰ کسان غړیتوب لري، موږ تر اوسه پورې د مچیو ساتونکو ته د هغوی د روزنې په برخه کې کار کړی دی، نورې مرستې لکه خیمې او ځينې نورې همکارۍ مو ورسره کړې دي او لاهم لګیا یو، د مچیو ساتونکو نه شات اخلو او بیا دلته په فابریکه کې پروسیس کوو او بیا يې بازار ته ورکوو یانې دوی ته مو د مارکیت پیدا کولو زمینه هم برابره کړې ده.»
عبدالمجید د ننګرهار د روداتو اوسیدونکی دی، دی له تېرو شل کلونو راهیسې د مچیو کارو بار کوي. هغه وايي همدا اوس د باریکو په سیمه کې ۶۰ کورنۍ مچۍ لري، په وینا يې له خپل کار او بار نه خوشاله دی، په پسرلي او مني کې مچۍ په ننګرهار کې ساتي او په نورو موسمونو کې یې یخو سیمو ته وړي.
دی وايي:« اوس مې مچۍ په باریکاو کې دي، ۶۰ فامیله مچۍ لرم، زه له خپل کارو بار نه خوشاله یم، په منې او پسرلي کې مچۍ په ننګرهار کې ساتو او په نورو موسمونو کې يې بیا نورو یخو سیمو ته وړو.»
د شاتو مچۍ له ګلانو څخه مواد راټولوي چې خپله ځاله جوړه كړي او هم خپله خواړه لاس ته راوړي. د مچيو روزنه په هغو سیمو کې ډېره ده، چې هلته ونې، بوټې او ګلان ډېر وي. د ننګرهار د مچیو د ټولنې مسول رودوال وايي د دوی د کارو بار پر وړاندې لویه او جدي ستونزه د ځنګلونو او ګلانو نه شتون دی، دی زیاتوي همدا لامل دی چې دوی اړ کیږي چې خپلې مچۍ پاکستان ته یوسي ځکه هلته د بیرې، شړشمو او پلوڅې ګلان ډېر وي:«په افغانستان کې چې څنګه پکار و چې د کرنې په برخه کې ځينې بنیادې پروژې پلې شوې وې ونه شوې، اوس موږ پاکستان ته خپلې مچې د ګلانو لپاره وړو لکه د بېرې ګلان، شړشمو ګلان او د پلوڅې ګلان چې دلته نشته دی، هلته دا زمینه ډېره برابره ده په ځانګړي توګه په ژمي کې، خو په افغانستان کې بیا دا کارونه نه دي شوي.»
نوموړی زیاتوي، په تېرو لسو کلونو کې افغانستان کې د ځنګلونو برخه کې بنسټيز کارونه نه دي شوي، په وینا يې دولت باید په دښتو او رغونو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي، نو هله به د مچیو کارو بار نور پرمختګ هم وکړي او دوی به نورو هېوادونو د مچیو د لیږد نه هم خلاص شي او چاپیریال به هم ورسره ښکلی وي:« موږ څو څو ځله دا مشکلات د کرنې له ریاست سره شریک کړي دي، خو دا یوه لویه پروژه غواړي چې باید مصنوعي ځنګلات جوړ شي او زموږ مچۍ ساتونکې دې ته اړ نه شي چې خپلې مچۍ پاکستان ته یوسي او هغه مچۍ ساتونکي چې پاکستان کې دي او افغانان دي همدا اوس نږدې ۸۰ فیصده افغان مچۍ ساتونکي په پاکستان کې کار او بار کوي دوی ته هم باید د راتلو زمینه برابره شي او مصنوعي ځنګلونه دې جوړ شي او د دې لپاره موږ ډېرې دښتې او ډاګونه هم لرو.»
په ننګرهار کې د شاتو د تولید او فروسیس فابریکې د مچیو ساتونکو کارو بار تر دېره اسانه کړی دی، دوی د خپلو فارمونه نه شات راټولوي او دلته يې په ډېره اسانۍ پروسیس کوي او بیا يې بازار ته وړاندې کوي
رودوال زیاتوي د نورو ستونزو تر څنګ امنیتي حالت هم د مچیو په کارو بار اغېز کړی دی، ځکه ډېرې هغه سیمې چې سرسزه دي تګ راتګ ورته ګران شوی دی:«امنیتي خالات هم زموږ د مچیو په کارو بار اغېز کړی دی، ځکه مچۍ ساتونکي ګرځي خو نن سبا يې پر وړاندې ځينې امنیتي ننګونې شته دي، ما خپله مخکې خپلې مچې بټي کوټ ته وړلې خو اوس کوښښ کوم چې همدلته د ښار شاخوا يې چېرته یوسم، ځکه څو څو ځله د جنګ په ساحه کې بند پاتې شوی یم.»
د ننګرهار د شاتو د پروسییس فابریکې چارواکې وايي د پسرلي موسم کې د هېواد ډېری ولایتونو څخه د مچیو ساتونکي راځي دوی ترېنه شات اخلي، دوی فروسیس کوي او بازار ته يې وړاندې کوي.
ددې فابریکي مسول ریاض احمد رودوال وايي سره له دې چې دوی د خپلو شاتو لپاره ښه بازار لري، خو بیا هم خارجي شاتو د دوی په بازار اغېز کړی. دی له تولو خلکو غوښتنه کوي چې د خپل هېواد تولید شوي شات واخلي د کیفیت يې ورته دوی ډاډ ورکوي:« موږ تر کابله پورې د بازار غوښتنه پوره کړې ده، خو زموږ پر وړاندې یوه ستونزه داده چې زمونږ نه مارکیټ خارجي شاتو نیولی دی، زما له ټولو خلکو نه غوښتنه ده چې د خپل وطن شات واخلي د کیفیت يې موږ ډاډ ورکوو او د اخیستو دې هغوی راکړي.»
د ننګرهار تولید شوي شات یوازې په کور دننه پاتې شوي نه دي بلکې نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته ایښودل شوي، لکه هند چې د ننګرهار تولید شوي شهات په یو نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
سفیع الله ساپی چې په ننګرهار کې د شاتو هټۍ لري وايي اوس مهال د وطني شاتو بازار تر پخوا ښه شوی دی، په وینا يې په ننګرهار کې د شاتو فابریکي په جوړېدو سره د وطني شاتو تولید ښه شوی دی او خلک يې خوښوي:« زموږ سره چې کوم شات دي نو دا په افغانستان کې اولینه د پروسیس فابریکه ده او دا د څو کلونو د کوششونو نه وروسته جوړه شوې ده، دا سمه ده چې خارجي شاتو به په بازار یو څه اغېز کړی وي، خو په ټوله کې موږ د خپلو فروشاتو نه ډېر خوشاله یو.»
د اکرام الله اکرام په نوم د سیمې یو اوسېدونکی وايي وايي دی ډیری وطني شات اخلي او د خلکو نه يې هم غوښتنه وکړه چې د خپل وطن تولید شوي شات واخلي.
اکرام زیاتوي دولت باید د بهر نه راواریدونکو شاتو ټیکس ډېر کړي چې قیمت یې لوړ شي او خلک وطني شات واخلي.
بل پلو په ننګرهار کې د کرنۍ ریاست د مالدارۍ لوی مدیرت د شاتو مچیو مدیر محمد اسماعیل سلام ویلي په ټول ننګرهار کې کابو ۲۲۰ د مچیو فارمونه شته چې دوی ورڅخه وخت پر وخت لیدنه کوي او لازمې سلا، مشورې ورکوي.
ښاغلی اسماعیل هم مني چې د دوی مچۍ ساتونکي د ګلانو او سرسبزه ځایونو د نشتون سره مخ دي، نوموړی يې لامل په کرنیزو ځمکو کې د ودانیو جوړول یادوي.
ده ویلي:«مخکې په جریبو څه چې په هکتارو باغونه وو، خو اوس هغه باغونه ټول بلند منزلې شوې، مخکې مچۍ لږې وې او بوټي ډېر وو، خو اوس مچې ورځ تر بلې ډېریږي او سرسبزي کمیږي، د ښار شاخوا په ټولو شنو سیمو کې بلند منزلې جوړې شوې.»
شات که له یوې خوا غوره خواړه دي او خوراک يې د اسلام او روغتیا له پلوه بې شمېره ګټې لري، نو بل لور ته د شاتو د مچيو روزل د ټولنې او کورنۍ اقتصاد هم پیاوړی کوي.
په افغانستان کې د شاتو مچيو روزنه له پخوا نه دود وه، خو کله، چې په هېواد کې د ناخوالو له امله یو شمېر افغانان پاکستان یا نورو هېوادونو ته کډوال شول، دغه کاروبار يې هم له ځانه سره هلته ولیږداوه.
خو په دې ورستیو کې یو ځل بیا خلکو د شاتو د مچیو کارو بار ته مخه کړې ده چې یوازې نن سبا په ننګرهار کې تر ۲۰۰ فارمونه شته او د ټول هېواد لپاره شات تولیدوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.