
ناپليون هيل په ۱۸۸۳ کال داکتوبر دمياشتې په ۲۶ نېټه دامريکا متحده ايالاتو د ويرجنيا ايالت د(وايس کانټي) د (پراد ) رود نومې سيمه کې زيږدلی دی،چې له دې روده دسيمې ټول خلک پيژندل کېدل ..
ناپليون دماشومتوب په وخت کې ډير بې لارې او سرشاره و او کله،چې لس کلن شو مور ېې دناروغۍ له امله مړه شوه. هغه به هميشه د هغو ماشومانو له ليدو،چې دده همزولي وواو ښې جامې او ډول ډول خوراکونه ورکول کيدل، ناهيلی کيده. دمور دمړينې وروسته ېې دژوند شپې ورځې ېې ډيرې سختې شوې،ځکه چې پلار ېې دمور دمړيني دوه کاله وروسته،چې مالي بحران سره هم مخ وو واده وکړ او ناپليون ېې يوازې پرېښود..
ناپليون دماشومتوب له وخته د داستاني کتابونو له مطالعې سره علاقه لرله او تل به ېې هڅه کوله ،چې داستانونه وليکي ،هغه په ديارلس کلني کې د(ويرجنيا ) ورځپاڼې خبريال شو،چې ځان لپاره ېې (دغرونو خبريال ) نوم غوره کړ،اوکومې پيسې ېې ،چې له دې لارې لاس ته راوړلې دخپل تعليم لپاره ېې ذخيره کولې ،هغه دلوړو زدکړو لپاره دحقوقو په برخه کې زدکړې پيل کړې خو دلګښتونو دزياتوالي له امله ېې ترسره نه کړاو له هغې وروسته ېې زيات وخت دورځپاڼو په ليکنو او فعاليتونو باندې تېر کړ..
ناپليون په ليکوالي کې ښه استعداد لاره ،چې دورځپاڼې مسول به هميشه دهغه مقالو،مرکو او نورو فعاليتونو له امله دهغه ستاينه کوله ،نوموړي له ډيرو غښتلواو پرمختللو کسانو سره لکه «توماس ادیسون»، «الکساندر گرهام بل»، «هنری فورد» او «ویلیام جنینگ برایان» سره مرکې کړې دي ،چې له هغوی څخه ېې په په ډير دقت سره د برياليتوب راز په لاس راوړاو هغه به له ځان سره ياداشت کاوه.له هغه وروسته ېې په کال ۱۹۲۸ کې د (برياليتوب قوانينو ) په نامه يو کتاب وليکه ،چې دلوستونکو له تود هرکلي سره مخامخ شو..
ناپليون په ۱۹۴۱ کال کې د(مغزو ډيناميټ) په نامه کتاب وليکه ،هغه له ۱۹۱۹ تر ۱۹۲۰ کال پورې د(هيل طلايي قوانين) په مجله کې مدير واو په ۱۹۳۰ کال کې ېې د(برياليتوب لارې چارې) په نامه کتاب وليکه،ناپليون دبرياليتوب او ښه کسب او کال په برخه کې د استادۍ تر درجې رسيدلی و، له ۱۹۳۳ کال څخه تر ۱۹۳۵ پورې دامريکا جمهور ريس (فرانکلين روزلټ) مشاور و، په ۱۹۶۰ کال کې د(دفکرپرمختيا) په کتاب کې هغه لارې چارې ،بيان کړي ،چې يو انسان دبرياليتوب پوړ يو ته رسوي ،دده کتابونه هره ورځ په بازارونو کې پلورل کيدل ،هغه په ۱۹۶۰ کال کې د(موفقيت علم) په نامه کتاب وليکه ،چې له ديرش ميليونه ټوکه څخه زيات وپلورل شو.
وروسته ېې د(فکر وکړی اوشتمن شی) تر نامه لاندې کتاب وليکه ،چې دپيسو دلاس ته راړولو لارې چارې پکې ذکر شوې دي ،تر شل ميليونه ټوکو پورې چاپ اونورو ژبو ته هم وژباړل شو ،چې خوشبختانه له دې ډلې څخه پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی ..
ناپليون ،چې په وړکوالي کې ېې په ديرې پريشانۍ سره په يو زړو قاب کې خواړه خوړل خو دعمر په ورستيو کې دنړۍ په مالدارو کس باندې بدل شو،هغه د۱۹۷۰ کال دنومبر دمياشتې په اتمه نيټه دکارولينا په جنوب کې په داسې حال کې ،چې د(ته کولی شې کار وکړې او معجزه وويني ) په کتاب ليکلو بوخت و له نړۍ ستړګې پټې کړې.