
له څه مودې راهیسي له بده مرغه په افغانستان باندې دیوي بلې سخت زړي توري بلا درانازیلیدوخبرونه اوریدل کیږي دا خطرناک زهرجن میرخیړي چې د داعش په نوم یادیږي له اسمانه نه دی نازل شوي دپاکستان څارګري،شیطاني ادارې چارواکي په اسانی سره کولای شي خرالله باند ې دخیرالله نوم کیږدي دسپینوپګړیواوسپینوبیرغونوپرځای تورلنګوټي اوتوربیرغونه وروټومبي او دا ځلې دیوي بلي خونړۍ ډرامې اوجګړه ییزارکسترته د داعش دچترلاندې دویر اوغم سازونه وغږوي ځکه پاکستان تل ورانوونکو،ویجاړوونکواوحرفوي وژونکوپه لټه کې دی اودافغانستان پرضد ېې دا خونړی اوکورورانوونکي لوبه کا بو له څلویښتوکلونوراهیسي بریالۍ سرته ورسوله اودا دی اوس ېې پخپلوتورلنګیواونوروتورمخوطالبي بړیڅود داعش ټاپه ځکه غوره وګڼله چې داسلامي دولت په نوم دغه نوي خونړی جوج ماجوج په وژلو،ورانولو،دهشت اوویره اچولوکې تردي مهاله په نړیواله اوتاریخي کچه ساری نه لري.
داعش په عراق اوسوریه کې داسې زړه بوږنوونکي ،ډله ییزمرګونه اوبې ساري ویجاړوونکي کارونه وکړل چې دخپلورادیکالواسلافوالقاعده په تروریستي انترناسیونال سخت دریځه سازمان کې ېې نوی پړاوپرانیست.دبیلګي په توګه دعراق دموصل په ښارکې ېې دحضرت یونس علیه السلام،حضرت شیث علیه السلام په متبارکه زیارتونواوپخوانیوتاریخي جوماتونوپه ورانولواویجاړولواودعراق دلرغوني هیواد دخورا ارزښتناکو فرهنګي او تاریخې اثارو او په زرګونو زرګونو د نایابه کتابونو په سوزولو لاس پوري کړی دی او په ټوله عربي نړۍ او په ځانګړي توګه دعراق اوسورېې په جګړه ځپلو ولسونو ېې داسې سخته ترهه او ویره خپره کړیده چې ان د کوردانو پیش مرګي نومي ځواک ېې د خپلو سیموپریښودلو ته اړکړي دي اودسورېې اوعراق له کلواوبانډوڅخه دکډوالوقطارونه روان دي.د(لشکرطیبه اولشکرجنګوي) له بطنه داسي توره بلا راووته چې په لنډه موده کې ېې لمن له عراق،سورېې،لیبیا اومصرڅخه نیولي ترشمالي افریقا،جنوبي اسیا،منځنۍ اوختیځه اسیا پوري په غځیدوده
پاکستاني څارګرو شیطانانو ته بیا غوا لنګه شوه ځکه دپاکستان ټول پوځي بنسټونه له ځانګړو افراطي ډلو ټپلوسره ستراتیژک اتحاد او خواخوږي لري اوغواړي چې دغه ترورستي ایبولا زموږ د هیواد د لا ځپلو او لاورانولو لپاره په ټولو ولایتونو او په خاصه توګه پښتني سیمو ویجاړۍ اوخونړي حمام ته وګوماري دا ترورستي ډلي ټپلې هماغه د دوی له خواروزل شوي لاسپوڅي او وحشي تالي څټي دي چې د لاسترو ناورینونو او بې ساري غمیزو په موخه ېې د داعش تر پوښښ لاندې ېې توربیرغونه په لاسوکې ورکړي چې د هیواد په بیلابیلوسیمو او ان د کابل دروازي لوګرولایت، څرخ اوخروارته راورسول.
پاکستاني بي ضمیره اوشیطان چارواکي په دي نوي پروژه ځکه بوخت دي چې دطالبانوپروژه ورته زړه اوبې ګټې ښکاري اوس غواړي د داعش دتوري بلاپه نوم هم دخپلو بادارانوله بانکونودالرې اوپونډونه اودعربي شیخانودرهم اوریالونه ترلاسه کړي اوزموږدهیوا دپه دننه کې دوروستیوکلونونسبي لاسته راوړنې وګواښي اوله بلې خواهغه تاریخي ،فرهنګي اواسلامي ابدات چې دتنضیمي اوطالباني بړیڅواوبنسټپالوله ورانی اوچورچپاول څخه پاتي دي د داعشي ځناوروپه تورولاسونوله منځه یوسي.
دنړۍ د دووکبرجنوماڼیوکریملین اوسپیني ماڼۍ واکمنانو هم د داعش مرګونوګوزارونواوچټ پرمختګ له کبله سخت ټکان خوړلي اوښاغلي پوتین دافغانستان په ځینو ولایتونوکې د داعش شته والی تایید کړې دي.
ښاغلي اوباما خولاپخوا په عراق کې د داعش په وړاندې خپلې غورزې پرزې اوهوایی بمباری پیل کړیدي خوداپه عراق اوسوریه کې دخونړیوجګړودیوه بل نوي پړاوپه مانادی چې دبې ګناه عربودوینولښتي به وبهول شي.
له بده مرغه دڅولسیزوراهیسي داترورستي بنسټپالې ډلې ټپلې په بیلابیلونومونواومذهبي ماسکونودافغانستان په ورانی اومسلمان اولس په وژلوبوختې دي اود دغونړیوالوترورستانودګلوبیلیزاسیون اویوځای کیدنې دنده دپاکستان نضامیګرانواوشیطاني څارګرې ادارې په غاړه اخیستي ده اودالقاعده اودطالب ترچترلاندې یی دبوسني،اندونیزیایی،مالیزیی،چیچني،کشمیري،سعودي،عراقي،سوریایی،سوډاني،الجزیري،ازبکستاني،یمني اونوروعربي هیوادونوحرفوي بنسټپال زموږدهیواد پرضدروزلي اوجنګولي دي اودادی اوس د داعش په نوم دیوه بل سترناورین په تابیادي اودکابل دادوه سري پاچاهان یی پخپلوتودوسفرونواوپه افغانستان کې دسولي اوجوړجاړي په تشوژمنوبوخت ساتلي دي.
سیمه ییزاونړیوال څارګرځواکونه هیڅکله هم په افغانستان کې دټیکاواوسرتاسري سولې غوښتونکي نه دي.اوسنی څپڅپانده اولړزانده حالت هم دهغو دپټو اوښکاره دسیسواولاسوهنوزیږنده دی اودامیړنی ملت اوسره وروڼه ولسونه به تر هغې وځپي ترڅوخپلوکرغیړنواستعماري اوتلپاتې نظامي ستراتیژیکوموخوته نه وي رسیدلي اودهمدغه شوم هدف لپاره یی دافغانستان دسیاسي زعامت ترمنځ درسۍ کشولوډراماتیکه لوبه په کارواچوله اودادی د داعش توره بلا په خپلوخونړیومنګولودافغانستان دزوریدلي ولس په وړاندې دپاکستان د ناشریفینوپه بدرګه راڅرګنده شوه اودغمجن سریال بله پرده د داعشیانوپه فزیکي اونقاب پوښوڅیروکې پیل شوه هغه نقاب پوښ چې ډیرژربه دافغانستان شمالی ګاونډیوهیوادونو،روسیې اوان دچین سینکیانګ ايالت ته ځانونه ورسوي اوپه افغانستان کې پوځي اډې به یی دتمویل اوتجهیزاسانه زیرمې وي اوافغان ولس به دنیکمرغۍ اوسوکالۍ ورځ ونه ګوري اوتل به فغانستان وي.
دتاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم دولتي چارواکواوپاچا هانودخپل هیواد دخپلواکی اوملي حاکمیت دساتنې په لاره کې سرښندنې نه دي کړي خودا دافغانستان غیوراوباتورملت دی چې تل یی دخپلوسرونوپه بیه خپله خاوره اوخپلواکي ساتلي ده اودادی اوس بیا هم له سترې ازموینې سره مخامخ دي.
ژوندی دی وي افغان باتورملت
بسم الله اکبري هالیډ
۲۲-۰۱-۲۰۱۵
.