واټس آپ خپل ویب ورژن معرفي کړ


انسټنټ میسجنګ اپلیکشن واټس اپ، د موبایل له نړۍ څخه راووت او اوس یېيو بل ګام هم واخيست او خپل ویب ورژن یی معرفي کړ .
د واټس اپ دغه ویب ورژن اوس یوازې، د ګوګل کروم کارونکو ته دی او اوس یوازې د ایپل د آی او ایس ډیوایسز د فعالولو لپاره کار پاتی دی
واټس اپ د ویب ورژن د استعمالولو لپاره ګوګل کروم کارونکو ته د براوزر ایکسټینیشن ضرورت لیدل کیږی او کیو آر کوډ سکین کول دي، چیرې چې ویب کلاینټ نه ډیوایس ته د لينک په شکل راځي.
دا ویب چټ په راتلونکی کی استعمالولو ته وړاندی کیږی چیری چی کمپیوټر انټرنیټ سره تړلی وی او ډسک ټاپ کی د واټس اپ شتون واټس اپ کارونکو ته ډیر مرستندويه دی.
د يادونې ده، چې تیر کال ویب سایټ فېسبوک، واټس اپ په ۲۲ بیلیونه ډالرو واخیست.