څنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ دایمی سوله راتلی شي؟

 
که د نړۍ اوخپل تیرتاریخ ته وګورو نو دا به راته په ډاګه شي،چې دهېوادونو ترمنځ سرحدونو کله په حقه او کله ناحقه اکثراً تغیير مومي او هیڅ سرحد دایمي نه وي .
خو کوم شی چې مهم دی، هغه دهر سرحد له ټاکل کيدو وروسته دهغې تا ثیرات دواړوطرفوته دي،چې ګټې او تاوان يې یو او بل طرف ته څه دي؟ او که کوم طرف ته په هغی کې تاوان وي نو بیا دهغې د حلسمه لار کومه ده؟
اوس نو که خپل پورته اصلی سوال ته راشو،چې څنګه زموږ دسرحدي مشکل یا ډیورند کرښې دحل لیار ته رسیدای شوچې د دواړو خواوپه ګټه او بې له وینې تویولونه وي؟
واضح ده،چې داسی یو اوږد تاریخی مشکل په یوه ورځ نشی حل کیدلی خو دحل لیار ورته شتهؤچې هغه به زما په نظرپه لاندی ترتیب وي:
 1.ددواړو طرفونو ترمنځ دویزې له منخه وړل.
2.  په دواړو طرفونوکې د کار اجازه لرل.
3.  په دواړو طرفوکې يو بل ته د تجارت حق.
4.  په دواړو طرفو کې د ملکیت رانیولو حق.
 5.  په دواړو طرفو کې دتعلیم حق لرل.
 6.  په دواړو طرفو کې د پانګونې حق لرل.
  7. په دواړو طرفو کې د ګمرکيټاکس له مینزه وړل.
 8.  په دواړو طرفو کې د خپلو اتباعو په څېر د قانون تطبيق.
البته دا واضح ده چې دپورته ځينو مادو په تطبیق کې به ځينېستونزې، لکه دتعلیم په ساحه کې دګډ تعلیمی نصاب نلرل مو جود وي، خو دا ټول مشکلات که ددواړو طرفونو ښه نیت موجودوي دحل لارې لري.
راځئ وګورو چې اروپا څنګه یو دبل دامکاناتو څخه د خپلو ګډوګټو لپاره استفاده کوی،ولې موږ دا کار ونشو کړای.
ددې کار ګټی دواړوخواوته بیخی ډیرې اوهیڅ طرف ته په کی کوم تاوان نشته،چې منطقی دلیل ولري.
آیا که مونږ په دی کار موفق شو له دې وروسته به بیاهم زموږ ترمنځ  کوم سرحدی مشکل وي؟ زما په نظر نه اوکه وي هم هغه به نا حلکیدونکی مشکل نه وي.
که موږدواړه طرفه وغواړو په راتونکې کې  له دې هم مخکی تلی شو، یعنی یو وخت کولی شو چې ګد آسعار د سيمې په سطحه هم ولرو، لکه اوس چې اروپا کې مروج دی او حتا یو وخت ایران هم کیدی شي پدی اتحا دیه کې راګد شي.
داسی او نور دیته ورته ښه امکا نات د منطقوی مشکلاتو دحل په لیا ر کې شته خو که موږ دی ته پام وکړو آوپسی وه ګرزو.
راځی نور دجهالت دخوب څخه راويښ شو او دمنطق او هغه عقل څخه چې خدای پا ک راکړی د خپلو مشکلاتو دحل لپاره کار واخلو .
دا سمه ده چې وای ترکا ڼي دبیزو کار نه دی، یعنی دا زما او ستا د یو اودو کسو کار ندی،دا د دواړو طرفود دولتونو کار دی،چې یو بل ته قنا عت ورکړی دحل لیار پیدا کړی او تر ټولو دمخه دا وغواړی.
موږ هریوهلته اودلته ځينو کسانو سره اړيکې لرو چې زموږ غږ تردولتی مسؤلینو پورې رسولی شي،خو شرط دادی چې که موږ ټول اول خپله دا وغواړو اودی کار ته ټول په ګډه ملا وتړو.    
زه دټولو وطن پرسته دوستا نو اصلا حی نظریاتو ته هرکلی وایم او له ټولو هغو کسانوڅخه دمخه مننه کوم چې ددی څو کرښو ویلو لپاره يې له حوصلې او زغم نه کار واخيست. 
                                                                 
عارف بیان
دکیل ښار- جرمني