په امریکا کې د پولیسو په ډزو سره تور پوستی ووژل شو


نیوجرسي
په امریکا کې په يوه خپره شوې ويډيو کې داښودل شوې،چې یوتور پوستی له موټر څخه تر راکوزيدلو وروسته د پولیس له ډزو سره مخ کیږي او د وژنې سبب یې ګرځي.
د امریکا په نیو جرسي ایالت کې د دغه پیښه سره تور پوستي«جیریمی ریډ» مخ شو.
دا ویډیو په داسې حال کې په ډاګه شوې،چې په دې وروسیتیو کې ډیر تورپوستي د پولیسو لخوا وژل کېږی او د دې عمل پر ضد ډیر لاریونونه هم شوي.
د پولیسو په موټر کې نصب شوی ویډیو کمره فلم ښيي،چې پولیس موټر ته د تم کېدو وایياو خپل ملګری پولیس ته وایيچې په موټر کې یی وسله لیدلېاو بل پولیس بيا مقتول ته وایی چې لاسونه پورته کړي او که کوچنی حرکت وکړي نو وبه وژل شي. کله چې تور پوستی لاسونه پورته کوي او له موټر څخه کوزیږی د پولیس له پرله پسې ډزو سره مخ کیږي.
 هیره د نه وی چې یو پولیس تورپوستی دی او دغو دواړو پولیسو ته رخصتي ورکړل شوې او د پېښه په هکله پلټنې روانې دي. د امریکا د پولیسو دغه کار د تورپوستو کرکه او نفرت راپارولی دی.