
فېسبوک ته نوې معرفي شوې ټکنالوژي که موثره ثابته شي، نو ستاسو پر وال به جعلي خبرونه او د دروغو کیسې د ماضي یوه برخه شي.
فېس بوک یو نوی آپشن وړاندې کړی او کله چېستاسو د غولولو په نیت کوم پوسټ خپور شوی وي، د هغه ښوونه کوي کههغه پوست له فېسبوک څخه لېرې هم نشي.
البته دا الګوردم «خصوصی سافټ ویر»سره به، د هغه خبر خپرول له ستونزې سره مخ شي او ستاسو پر وال به يې د لیدلو امکانات ډیر کم وي.
د فېس بوک جعلی خبرونه دایم خلک له ستونزو سره مخ کړي، فېسبوک ویلي کوم خبر یا مضمون چې ډیرو کسانو جعلي یا دروغ وباله یا یې له خپل وال څخه ډیلیټ کړ، نو د نورو پر والونو يې د خپرولو امکانات به يې ډير کم وي.
تر دې وړاندې په فېس بوک ډیرې نیوکې کیدلې،چې ولې د جعلي اکاونټون لپاره څه نه کوي.
په ۲۰۱۲کې د فېس بوک کمپنی اعتراف وکړ چې د دوی ۸۰ میلیونه اکاونټونه جعلي دي،چې په دغو اکاونټونو کې هغه کسان مصروفه دی چې په غلطو او مستعارو نومونو تری کار اخلی او د مونږ د اداری خلاف یی کار کوی.
۲۰۱۳کې په یوه څیړنه کې ولیدل شول،چې نیمایی امریکایان د تازه خبرونو لپاره فېس بوک کاروي خو کوم خلک چې د طنزاو مزاحیه لیکل خپروي هغوی په دغه ډله کې نه راځي.