
_ په کال 1265زکې « هېرڅوګ ﻻنکاستر» دلومړي ځل لپاره دانګريزانوپارلمان راغونډ کړ.
_ په کال1944 زکې دبريتانياهوايي ځواکونودجرمني په پلازمېنه برلين باندې 2300 ټنه بمونه وغورځول.
_ په کال1961 زکې «جان کېنډي» دامريکا35 م جمهوررييس په توګه ټاکل کيږي.
_ په کال1980 زکې دامريکاجمهوررييس «جيمي کارتر» په ماسکوکې دالمپيک لوبې له دې امله تحريم کړې، چې دهغه وخت شوروي اتحادپرافغانستان يرغل کړی و.
_ په کال1981 زکې دهاليوډ سينمالوبغاړی «رونالډ رېګن» دامريکا څلوېښتم جمهوررييس ټاکل کيږي.
_ په کال1996 زکې «ياسرعرفات» دفلسطين دجمهوررييس په توګه ټاکل کيږي.
_ په کال2001 زکې دامريکا43 م اوترټولوبدنامه جمهوررييس جورج بوش (کشر) دجمهوررييس په توګه ټاکل کيږي.
_ او په همدې ورځ د امريکا په تاريخ کې دلومړی ځل لپاره يو تور پوستی بارک اوباما، دجمهور رئيس په توګه لوړه کوي.