دغه څوک دی چه سروان دی
رهنما مو د کاروان دی
دا مو خپل که اجنبي دی
که مو خپلولو کې پردی دی
دوی کې لویه ځان ځاني ده
راته ښکاري بې ایماني ده
دي بې لارې ټول منزلونه
تورې شپې دي ګړنګونه
په بې لارو ، لارو سر دی
د کاروانه بی خبر دی
هر یو ځان ، ځانله غره دی
که سروان دی که ساده دی
دې کاروان کې انسانان دي
څوک سپین ګیري دي ځوانان دي
هم تور سري ، ماشومان دي
څوک تنکي تنکي ځوانان دي
دوی کې مینه ده وروري ده
پاک احساس ، مسلماني ده
دوی په تمه د ژوندون دي
په امید د سباوون دي
ای ددې کاروان سروانه
لږ خبر شه د کاروانه
ستا غفلت کې نابودي ده
ستا همت کې زندګي ده
لږ دمه شه ای مغروره
ځان فارغ کړه د غروره
دلته زړونه په لمبو دي
امیدونه په سلګو دي
په صحیح لار مو روان کړه
ته مو سیال ددې جهان کړه
افغاني احساس اشنا کړه
دې تیارو نه جوړ سبا کړه
-------------------------------
٩ - ٥ -٢٠٠٩
جرمني
وروستي