زرغون اقتصاد او پرمختګ

 
شین یا زرغون اقتصاد هغه اقتصاد ته ویل کیږي چې موخه یې د وګړو هوساینه او رفاه او چاپیریال ساتنه وي، نوموړې اقتصادي سیستم د نورو اقتصادي رژیمونو خلاف طبیعي پانګې او محیطي مسایلو ته ډیر ارزښت ورکوي. داسې هم ویلای شو چې شین اقتصاد د یوې ټولنې د محیط او ژوندانه د سیستم یوه برخه ده چې د توکو او چوپړتیاوو په تولید، وېش او لګښت کې د انساني ټولنې اوږد مهالې ګټې خوندي کوي او له دې لارې تلپاتې اقتصادي پرمختګ ته لار هواروي.
یوازې د کورني ناخالص محصول زیاتوالی، د پیسو ثبات، د سود لوړه کچه او نور د یو مطلوب اقتصادي حالت ښودونکي نه دي بلکې د همدغه پرمختګ په موخه چې کومې وسیلې په کار اچول کیږي باید له امله یې د ژوند چاپېریال اغېزمن نه شي.
دا چې زموږ په هېواد کې هم په وروستیو کې د اقتصادي پرمختګ څرکونه لیدل کیږي ځکه خو دلته د شین اقتصاد اهدافو ته پاملرنه په کار ده تر څو د تولید او نورو اقتصادي فعالیتونو په لړ کې د ژوندانه د چاپېریال د پاک ساتلو له لارې تلپاتې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره شي. له بده مرغه تر اوسه دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې چې له امله یې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ډېری لوی ښارونه د چاپېریال د ککړتیا سره لاس او ګرېوان دي.
د ککړتیا یو لامل په ښارونو کې د نفوسو د تراکم زیاتوالی دی چې دولت باید په دې برخه کې اړین ګامونه واخلي او د ښارونو د پراختیا له لارې وګړو ته د میشتېدو پراخه ښارونه رامنځته او هلته ورته د کاروبار چانسونه برابر کړي. افغانستان پراخه ځمکې لري او په یو ځای کې د دومره ګڼ شمېر وګړو د راټولېدو لامل کاروباري تړاو او بې امنیتي ګڼل کېدلای شي چې د دغه دوو ستونزو په له مینځه وړلو سره په ښاري سیمو کې د نفوسو د تراکم ستونزه له مینځه تللای شي.
زرغون اقتصاد ځینې اهداف لري چې ځینو ته یې لنډه اشاره کوو.
د زرغون اقتصاد لومړنۍ ځانګړنه او هدف د انرژۍ د نوي او بې ضرره منابعو په کار وړل دي چې د انرژۍ د اوسنیو منابعو لکه تېلو، ډبرو سکارو او نورو ځای به نیسي. د اوبو د سرچینو اغېزناک مدیریت او د اوبو د ضایع کېدلو مخنیوی. د زرغون اقتصادي پرمختګ لپاره د داسې اقتصادي پالیسیو رامنځته کول چې په ملي او نړیواله سطحه د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي سره مرسته وکړي.
اوس چې مو زرغون اقتصاد وپېژنده باید ووایو چې شنه وده یا Green growth د اقتصادي پرمختګ د ملي او نړیوالو ستراتیژیګانو له جملې څخه یوه ستراتیژي ده. په نوموړې ستراتیژۍ کې د داوامداره اقتصادي پرمختګ په موخه اقتصادي فعالیتونه داسې تنظیمیږي چې د اقتصادي پرمختګ د رامینځ ته کولو ترڅنګ چاپیریال ته هم کوم زیان ونه رسوي. شنه وده د شین یا زرغون اقتصاد یا green economy د موخو څخه شمیرل کیږي.
کله چې په نا خالص ملي تولید کې د هغه تولیداتو ونډه زیاته وي چې د زرغون اقتصاد د پورته یادو شوو موخو او ځانګړتیاوو له مخې رامینځته شوي دا چاره په زرغونې یا شنې ودې او پرمختګ کې زیاتوالی ګڼل کیږي. د دې تر څنګ کله چې په کوم هیواد کې د اقتصادي فعالیتونو له امله د کاربن او نورو شنه کوریزو غازونو تولید کمیږي نو دا هم د هغه هیواد د زرغون پرمختګ یو شاخص دی.
هغه اقتصادي جریان چې د یو تولید پاتې شوني یې بېرته په همغه تولید او یا هم د کومې بلې موخې لپاره کارول کیږي د Circular Economy په نوم یادیږي چې د دغه ډول یو اقتصادي سیستم شتون هم د یو هیواد د زرغون اقتصادي پرمختګ سره لویه مرسته کوي ځکه هلته د بې کاره توکو د کمښت له امله د ژوند چاپېریال پاک پاتې کیږي.
دغه ليکنه ««هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.