د بې وزلو لپاره د هند تګلاره

 
لیکوال: یوئري بوم


 
د نړیوال بانک د احصایې له مخې د نړۍ د بې وزلو له ډلې تقریباً ۳۳ سلنه په هند کې ژوند کوي. د هند له ۱،۲۴ میلیارده نفوس څخه په میلیونو هندیان د ماښام ډوډۍ نه لري، خو بختور ځکه دي چي حکومت تر یوې اندازې له پامه نه دي غورځولي. هند د خپلې اقتصادي کړنلارې له مخي دBelow Poverty Card په نوم د غریبانو لپاره ځانګړې رسمي پېژندپاڼي لري چې په دې سره د کارټ څښتن په تکراري ډول د یوې اندازې غنمو او وریجو مستحق کيږي. له تېر کال راهیسې د هند د نفوس شاوخوا ۶۶ سلنه کسان په Fair Price نومي هټیو کې په مناسبه بیه د ضرورت وړ توکي اخیستلای شي. په دغو هټیو کې نرخونه تر بازار دوولس چنده ارزانه دي.

د سوداګرۍ نړیوال سازمان WTO د هند د حکومت ذکر شوې سبسایډۍ ته وقف شوی مبلغ ډېر لوړ بولي، خو هند د نیوکو سره - سره بیا هم په خپله کړنلاره وياړي او د غریبانو لپاره يې خورا ضروري بولي. ان دا د سبسايډي له منځه وړل د غریبو هندیانوله منځه وړل ورته ښکاري. د سویسزرلېنډ د جنیفه په ښار کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د مرکزي دفتر څخه د هند دغه پلان ته په غیر ديپلوماتیک ډول سخت عکس العمل ښودل شوی او نړیوال سازمان د هند دغه چلند«ځان وژونکی»بللی دی. د امريکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي چې د هند لومړی وزیر «نريندرا مودي» د دغه پلان په عملي کولو سره نړیوالو ته ځان کمزوری انځوروي، حال دا چې مودي یو ډېر آزاد شخصیت دی او د لا ښې نړیوالي سوداګرۍ پخلی کوي.

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان او د هند تر منځ د سبسایډۍ د اندازې په اړه مخالفت د دې لامل ګرځي چې هند به له نړیوالو سره د آزادې سوداګرۍ تړون (Free Trade Agreement) لاسلیک نه کړي. د دغه تړون موخه د کرنې په سکټور کې د سبسایډۍ د اندازې او پر وارداتو او صادراتو د ګمرکي نرخونو راټيټول دي. ۱۵۰ هېوادونو په دې اړه شاوخوا ۱۳ کاله خبرې اترې کړې، خو هند ملګریتوب نه ورسره کوي. تېره اوونۍ ډيلي ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري سفر کړی، خو ونه توانېد چې د هند لومړی وزیر قانع کړي، څو دغه تړون ته مثبت جواب ووايي. ممکن د سوداګرۍ نړیوال سازمان له نورو هېوادونو سره – له هند پرته دغه تړون لاسلیک کړي. د اقتصاد پوه «انانتا ناګیسواران» په وینا نړیوال له هند سره غیرقانوني چلند کوي. نوموړی زیاتوي امريکا تر هند ډېرې پیسې د کرنې سبسايډیو ته ورکوي، خو ځان يې کوڼ اچولی دی.
کارپوهان وايي د هند له خوا د آزادې سوداګرۍ د تړون نه لاسلیک کول یو ډېر سم ګام دی، ځکه د هند کورنی حالت بېل دی او په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه خورا لوړه ده. د هند لومړی وزیر کوښښ کوي چي په صحيح توګه د خپل هېواد د بې وزلو غم وخوري. نوموړي د میلیونو بزګرو او بې وزلو سره د مرستي ژمنه کړې ده او نه غواړي چې وعده خلافه شي. علاوه پر دې د هند حکومت ډاريږي چې د تړون لاسلیک کول کېدای شي د هند د کرنې سکټور او غریبانو ته د غذايي موادو پر ورکولو منفي اغېز ولري. د هند اقتصاد پوهان هم دغه پالیسي پر حق بولي. په یوه برېتانوۍ پر لیکه ورځپاڼه کې د اقتصاد پوهنځي استاد «چرن سینګ» وايي حکومت مجبور – مکلف دی چې د نفوس دېرش سلنه غریبان په نس ماړه کړي او د بزګرو لاسنیوی وکړي.
لنډه دا چې د هند حکومتي چارواکي د ياد تړون په ناستو کي د ۹۶۰ میلیاردو ډالرو کُلي ګټې په اورېدو دستي ماغزه له لاسه نه ورکوي او غریب هېوادوال يې له ذهنه نه وځي، بلکې په اقتصادي کړنلاره کې تر خپله وسه د خوارو او غریبو هندیانو سره ښه پوره مرسته کوي. کاش چې په افغانستان کې هم خوار افغانان د یوه داسې مفید پلان څخه برخمن وای چې له برکته يې په ځانګړو هټیو کې تر بازار دوولس چنده ارزانه شیان پیرلای شوای. د افغانستان حکومت په تېره لسیزه کې د هېواد د بیارغونې لپاره د میلیاردونو ډالرو ارزښت لرونکي تړونونه لاسلیک کړي، خو له بده مرغه چې د مرستو زیاتره برخه د اداري فساد، کمزوري مدیریت او د کنټرول د نه شتون له امله فقط د یوڅو کسانو جېب ته تللې. نه افغان حکومت په اقتصادي کړنلاره کې خوارو افغانانو ته متوجه شوی او نه يې د لاسلیک شویو تړونو په برکت د اکثرو غریبو افغانانو خېټې ډکې کړې دي.


دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.