
ګرانو دوستانو ،
یوشمیر باوجدانو کسانو په هیواد کې دننه او باندې دښاغلی اشرف غنی دمسخره کابینی په اړه یو لړ افشاګرۍ وکړئ چي کوریې آباد اوسریې لوړ. غواړم په دغه لړکې دیوه تش په نامه وزیر هغه چې د فواید عامې لپاره کاندید شوي په اړه یوڅوټکي زه هم درسره شریک کړم ، زه باورلرم چي دابه هم ددغه یار په اړه درواغ نه دي او هغوی چې دمنلو او نامنلو واک اوځواک ورسره دی ، داهم ترپوښتنو لاندې ونیسی او دملت د برخلیک واک باید ورته ونه سپاري : لنډه معلومات په لاندې ډول :
داښاغلی بصیر عباس نومیږي ، په افغانستان د رسمی مکتب هیڅ اسناد نه لري ، ځان غزنچی معرفی کوي ، خو هرڅه یي په ایران کې ترسره شوي اوهملته لوی شوی دی، اخوندي زده کړې یې په ایرانی مدرسوکې کړې او ان چی هلته دحجت الله او یا کوم بل لا، منصب ته هم رسیدلی دی ، دکابل په جنګونو کې یې هم برخه اخیستی او له هم هغه وخته یې له خلیلی سره پيژندګلو ي پیداشوې، په ۲۰۰۵ کال کې په هند کې د افغانستان په سفارت کې اخوند د دیپلومات په څیره کې د خلیلي له خوا د قومی سهمې په نامه استول شوي دی . هلته یې په تعلیمی برخه کې کارکاوه ، او له دغه پوسته په استفادې یې ، زیات کسان په قومی ارتباط هند ته دتحصیل په بهانه راوستلي او یو غیرملي حرکت په خپلو قومی محصلینو کې په ایرانی کلتور سره رامنځ ته کړ، په ډیلی کې یې دایران له فرهنګی مرکز او سفارت سره اړیکی په ځانګړې توګه هرچا ته معلوم دی . په عین حال کې له خپل دغه موقف څخه په ناوړې ګټې اخیستې سره په ساختګی اسنادو په نهرو پوهنتون داخله په غیرقانونی توګه ځکه چی دی د دولت مامور و په جعلی اسنادو ترلاسه کړه مطلب ده په ساختګی اسنادو دماسترې لپاره ځان راجسترکړی دی. همداسې یې بیا د سفارت له دندې په ناوړې ګټې اخیستنی سره ځان ایم فل ته برابرکړی، زه باورنه لرم چي ده به دوکتورا اخیستی وي، ځکه په کومه موده کې که ده داکتری اخستی وي، نو بیا یې ایم افل نه دی تکمیل کړی اوهماغه ایم په دوکتورا حسابوي، بله مهه خبره دا ده چي د ده انګریزي نه ده زده، ان چی دایم دفاع یي هم شپږمیاشتی له همدې امله چي دفاع یی ونه شوای کولای وروسته ولویده. په نهرو پوهنتون کې افغان استاد ورسره مرسته کړې اود هغه په مرسته یي دفاع کړې ده چې کوریې آباد.
بله مهمه خبره : هندوستان داڅوکاله افغانستان ته یو بورس دطب په برخه کې هغو نجونې ته چې بیوزلي وي خو استعداد ولري جنګ وهلي سيمو وي اوپه رښتیا له خوارو کورنیوڅخه وي ورکوي ، ښاغلی بصیر لومړنی افغان و چي دغه سهمه یې پرته دتحصیلات عالی ، او نورو افغان مقاماتو له خبرتیا پرته خپلې لور ته واخیسته، د ده لور نه غریبه وه، نه یې لوړې نمرې درلودې اونه یې نور داسې ستونزه درلوده چی باید دغه غریبو نجونو چې په افغانستان یې کمی نشته حق په لوی لاس په غیرقانونی توګه ځان ته ورکړی دي ، آیا یوڅوک چې ځانی ګټې پرعامه باندې برترې بولي آیا دابه ممکنه وي چې ملت ته به په رښتیا سره هم کاروکړي ؟ د ده لور نابغه وه، معیوبه وه چې د یوې معیوبی بیوزلې نجلۍ سهمیه یې ځانته ورکړه ولي؟ دغه بورسیه اوس هم شته تیرکال د پارلمان غړی نوراکبري دا خیانت وکړ او دغه بورس یی خپلې لورته واخیست سږ کال دغه خیانت په هند کې افغان سفیر وکړ چی خپل وراره ته واخیست ؟ باید حقبین مقامات ترهرڅه دمخه د دغو ناوړه استفادو پوښتنه وکړي چې کله د وزارت پست ورکول کیږی آیا هلته به هم له داسې خیانتو څخه کار اخلي اوکه به انصاف کوي ؟
په دغه اړ ه ټول او دقیق معلومات په نوي ډیلی کې له افغان سفارت او که استاد رشید خوله پټه ونه نیسي له هغه سره شته او داهرڅه هغه ته ښه ورمعلوم دي.
هیله من یم چې له بصیرعباس څخه ددغې سهمی پوښتنه ترهرڅه دمخه وشي .
افغان محصل خدایداد له نوي ډیلی څخه