د افغان فِغان

 
غ.حضرت ع.ولی. مالمو سویدن
بې له مقدمی عرض کړم چې څو دیرش کاله مخکی د خپلی ادې ( وطن) د تودې لمنی او یخ سیوری څخه را فراره او دلته د خپلو بچیانو د ادې ( وطن) د زیږې لمنی او  تاوده سیوری لاندی ( سیوری هغه وخت مزه کا چې یخ وی) اوسم ( البته دا یو مسلم او منل شوی اصل دی چې هر انسان چې په هر سرزمین کی پیدا او لوی شی د همهغی خاوری بچی بلل کیږی بناً زه او زما بچیان د ګډی ادې یعنی وطن درلوونکی نه یو البته ......) سره لدې خپله ادې راته هیڅکله د هیریدو او بی اعتنائی وړ نده او همیشه ئی د اوښکو او وینو او  خوَلو ډک پلو او ګریوان راته یو ځوروونکی کابوس دی خو د حسرت او افسوس خبره راته داده چې د ژغورلو او نازولو قدرت ئی را نه سلب دی البته کله هم د خوښۍ احساس کوم چې د هغې د پلو او لمنی په څیرلو کی می کومه لویه ونډه نده درلودلی. اوس مهال راته دا کفایت کوی چې په ښادی ئی خوښ او په غم ئی غمجن اوسم. یو سهار می د انترنټ کړکۍ خلاصه کړه څو د ادې د لمنی تازه باد می د وجود عُمق ته داخل شی ( د حالاتو په هکله ئی نوی معلومات تر لاسه کړم) خو و می لیدل چې د افغان او افغانستانی او افغانستان او...... غلبېل اوبو وړیدی چې ډیر په خپه او مأیوسه شوم او هغه اُمید چې د ادې د زخمونو د التیام په هکله می درلود لږ غوندی وشلومبیدی خو بیا هم هیله ده چې دا ملی ستونزه په ګډ درایت او چټکی حل شی.
  که څه هم زما معلومات د خپلی ادې (وطن) د سیاسی او اجتماعی تاریخ په هکله د کوڅې او سماوار په سویه دی خو فکر کوم چې کولای شم ادعا وکړم چې تحلیل می معلومات غوندی په ټیټه سطحه نه وی.
    د سلګونو او زرګونو په اوږدو کی د اوسنی افغانستان ( د ډیورنډ په شمول) په شرقی او جنوب او جنوب غرب په سیمه کی یوه پراخه پرګنه اوسیده چې د افغان،  اپغان،  افګان، او یا هم .....نوم ورته غوره شوی ؤ( چې شاید د نورو سیمو خلګو او تاریخ پوهانو د خپلو فرهنګی او ژبنی معیارونو په وجه ورته ډول ډول نومونه ټاکلی وی چې البته د نوم ریښه یوه ده).
د اتلسمی میلادی پیړۍ په منځنیو کی " بابا " چې د همدې پرګنې بچی ؤ تصمیم ونیو چې ځان او خپل  ؤلس ته یو مستقل هیواد او وطن انتخاب کړی چې دا ارمان ئی د خپل پوخ سیاست او تدبیر اوهمدارنګه نظامی بازو او پوهی په برکت تر سره شو.
ادې غوره شوه د شیرین خوری مراسم د صابرشاه په سرپرستی د شیرسُرخ په کلی کی  تر سره شوه،  "بابا" بابا شو،  د ادې پر سر د عفت او عزت او پت زرغون شال وغوړول شو او  په رسمی ډول د (افغان - ستان)  په نوم وبلله شوه. پښتون،  ازبک،  تاجک،  هزاره.........تردې شال او لمنی لاندی سره را غونډ او ادې ( نوی افغانستان)  ته ئی د احترام او خدمت او وفادارۍ لوړه وکړه. د ادې د لمنی د عزت او عفت د لاخوندلی ساتلو پخاطر  امنیتی  ساحه تر دهلی او نیشاپور او بخارا پوری وغزیدل،  د روسئې او ایران اوحتی عثمانی ترکئې حاکمانو ته پیغام ولیږل شو او ورته وویل شوه چې دلته یو ناموس تشریف لری پام چې په جګ ږغ ونه ټوخل شی. "بابا" هم د خپلو بچانو د ادې د چارو په سمون بوخت ؤ،  د ملی پیوستون احساسات ورځ تر بلی قوی کیدل.
د نکل کار دی،  "بابا" وفات شو.  د ادې سرپرستی د "بابا" مشر ځوی ته ور په غاړه شوه. د اوریدو څخه چې نوموړی خپل پلار غوندی د سواد او ادبی ذوق خاوند ؤ،  نور څه یاد ته نه راځی خو دومره مو پیاد دی چې دې شخص د ادې چِلم مِلم،  بوغچې موغچې او بسترمِستر او د ناز او نیاز دفتر ور ټول او کابل خان ( د مینی لقب جان او د درناوی او یا ویری لقب خان وی) ته ئی  په اورګاډۍ او شاید اوب ګاډۍ کی منتقل کړ،  ادې او بچان ئی بیا هم خوشاله او راضی ښکاریده. ( دا چې نن ورځ پښتو په وچ ځګیروی او تودو او سړو تبو اخته ده شاید علت ئی دا وی چې دوه سوه کاله په نازک او څیری لباس کی د کابل لړزوونکی ژمی او سوځوونکی دوبی او پړسوونکی منی ته یتیم غوندی پرته وه) ـ
بیاهم د نکل کار دی د "بابا" د ځوی نصیب هم لدې فانی نړۍ څخه مخ په کمیدو شو د ځلورویشتو ځامنو پلار پسله څو کلونو سرپرستی بیله دې چې خپلو ځامنو ته د ادې د عفت او عزت ساتلو درس په رګ او وینه کی تزریق کړی،  وفات شو.  د نوموړی د وفات سره سم د ادې د پراخ پلو څنډی د تُند باد له کبله له شرق او غرب څخه په رپیدو شوی،  مور او بچانو ئی د خطر احساس وکړ چې البته ددې لړزوونکو او ویجاړوونکو څپو په تحریک او فعّال کولو کی د کوچنی لالا چې تازه سیمی ته رانژدی شوی او آشنا شوی ؤ، لاس له ورایه ښکاریده او ښکاری. همدا څپې او د ""بابا" د لمسیانو مدبرانه! او وفادارانه! هلو ځلو په برکت!  د ادې د لمنی د حاکمیت ساحه په نننی سیاسی جغرافیه کی محدوده شوه او متأسفانه د ادې یو څو بچی د کوچنی لالا سره د تپل شوی معاملې په اساس د (ډیورند په نوم)  په یوه بله کوڅه کی د خپلو وړونو څخه جلا اوسیدو ته اجباراَِّ اړ شوه او تر نن پوری په همهغه کوڅه کی د همهغه کوچنی لالا تر غیر مستقیم تسلط لاندی شپی او ورځی تیروی.  که څه هم ددې وړونو په ډله کی داسی مبارز اشخاص را پیدا شویدی چې غوښتی ئی دی چې د ادې پلو ته بیرته پناه را وړی خو د مختلفو دلائلو او علتوتونو له کبله ئی دا ارمان ندی تر سره شوی او داسی معلومیږی چې د ادې په بغل او ټغر او ټټر کی د سره استعمار تعاملات او حرکات ددې وړونو د سیاسی او خپلواکی غوښتونکو مبارزې پر کیفیت او څرنګوالی مستقیمه او غیر مستقیمه اغېزه درلودلې وی همدا علت دی چې د ( ډیورنډ) یو ورور مو دسره استعمار او د هغه د انډیوالانو سره د مخالفت له وجی لڅی پښې په کلیسا کی لیدل شویدی او بل ورور مو  د تور استعمار او د هغه د انډیالانو سره د مخالفت له وجی  په مسجد کی د بوټو یا بوټانو سره لیدل شویدی چې البته د دواړو وړونو نیت شاید خیر وی خو دواړه وړونه زموږ په ګډون په یوه داسی مرموزه بازی او بازیګرانو په لومو کی کی را ګیر شوی یو چې د ټولو خوله او ستونی د اوبو نه ډک او د رشتیا ویلو قدرت رانه سلب دی. په هرحال کله چې د ادې ملی پلو اوسنی شکل ځانته غوره کړ بیا ئی هم بچان په موجودیت خوشاله او راضی او ویاړن وه او هر بچی ئی خپلی ادې ته د خدمت نیت او ارمان درلود خو لازم خدمت ئی نشوای تر سره کولای داځکه چې د نژدی او لیری سیمو اربابانو د ادې او بچانو د خدمت د جواز لپاره ډیر درانه شرایط وضع کړی وه او ټولو اربابانو شرمښانو غوندی د انتظار پښې غزولی او په مناسب وخت کی د حملې او ښکار منتظر وه څو شمالی ارباب ځان د مخه او د نورو د حملې له ویری د ادې د کور پر دیوالونو را واوښتل لمړی ئی ادې او بچانو ته تېره برچې ( د تهدید په ډول ) ور ښکاره کړه او بیا ئی د غولوونکو مرستو وعده ورکړه البته کم شمېر بچانو هم د ارباب په طرفداری د ادې په غوږ کی داسی زمزمه کول چې ګواکی دا ارباب ډیر نامی او د قدر وړ ارباب دی خو مور او اکثریت بچانو ئی رضائیت نه ښکاره کاوه او د خلاصون په لټه کی شوه. کوچنی لالا او لوی لالا او نورو لالاګانو وضعیت دځان په ګټه وبال او د خپلو غارو څخه ئې پر ادې او بچانو راږغ کړه چې د افغان پر ملی ناموس تېرئ یوه تاریخی اشتباه او سپکاوی دی ( رشتیا هم هغوی [ استعمارګرانو]  ته  د افغان سپکاوی هیڅکله د منلو وړ نه ؤ او نه دی! !!!!!!!!!!!!!) بچانو پر ږغ کړه چې اوس د خلاصون لیاره راښیه،  په جواب کی ورته وویل شوه چې ډالر،  پونډ،  ډیورنډ،  سټینګر، غوړی،  صابون او.........مو په خدمت کی دی.  مقاومت پیل شو په نتیجه کی انډیوال تېښتی ته مجبوره شو. ( یو وخت می خپل یو دوست ته وویل چې شورویانو زموږ سره په لس کاله کی دوه ځله ناځوانی وکړه،  یو دا چې راغله او بل داچې ولاړه،  دوست می راته وویل چې یانی څه،  ورته می وویل چې یانی....... ! ).
کوچنی او لوی لالا د خپلو ستراتژیکی ګټو د ژوندی کولو پخاطر په ډیری پراخی پانګه اچونی او ژوری سناریو جوړونی لاس پوری کړ،  البته نور وړوکی او لوی لالاګان هم موجود وه چې د طمعی سترګی ئې د ادې پر شتمن بشر د انتظار بام  ته خېژولی وی  او په دې یوسفی بازار کی ئی د ګډون په ترڅ کی خپله مینه ښکاره کړی وه د ټولو خریدارانو د پانګی اچونی اسناد جالب او په زړه پوری!  وه خو د یوه خریدار اسناد ډیر جالب وه چې تر اوسه د زابل اوښان او د فراه چرګان پر خاندی ، دې خریدار پر څلور زره کلن زوړ کاغذ باندی په دوه ورځنی تازه قلم یوه خبرتیا یا په بله ژبه یو زېری ( بشارت ) او یا ووایو جعلی قباله لیکلې وه ، پدې مضمون ( تقریباً) ؛ موږ یوولس وړوړنه ؤ چې په یو فسټیوال کی د ګڼی ګوڼی په وجه یو د بل څخه ورک شوو،  پسله سوونو کلونو تلاښ څخه مو بیرته سره وموندل خو یو ورور مو تر اوسه لا درکه دی او فکر کوو چې ورک ورور مو همدا پښتون جان وی!!!!! ( معلومه نده چې دا پیدا شوی ورور به د څاه څخه راویستل شی  او که به څاه ته ور لاهو کړ شی ).
په هر حال د ادې بچان د لس کلن مقاومت په وجه ډیر ستړی او بدخُلقه شوی وه یو بل ته ئی غوږ نه نیوی او ادې هم ګیچې وه چې د کوم بچی ادعا ومنی،  د ادې د (اووم  او شپږم) څاڅکو اوښکه لا نه وه وچې شوی چې د ( اتم) څاڅکی ناورینه او ترخه اوښکه ئی  لمړی پر ښکلی باړخو او بیا نازکو شونډانو را بهېدله دا څاڅکی ځکه تریخ ؤ چې د کرکی او ورور وژنی په وژونکی سمَ او زهرو لړلی ؤ. د ادې او اکثریت معصومو او بی ګناه بچانو ( چې هر یو ئی د جنتونو مستحق دی) د مظلومیت ږغ د څلور متری څخه او بیا تر څلور زره کیلو متری پوری د اوریدو وړ نه ؤ ( ځکه د وجدان او انسانی کرامت غوږ موجود نه ؤ،  او اوس هم وجود نلری).
د پردې شاته د ټولو لالاګانو بازی او لوبه په جریان کی وه  هر یوه بل ته د کِشت او مات په لټه کی ؤ خو د کوچنی لالا لوبه ډیره زیرکانه او ګټونکی!  ښکاریده،  د پنجاب د اوږې او د آل سعود د جیب په مرسته ئی د (ډیورنډ) د دوستانو او مینانو په مېنه کی پرتې د ( دیوبند)  بقایاوی سره را غونډی  او د ( بازانو ) په نوم ئی یو نیمه نظامی او یا شبه نظامی تشکیل او ګوستأخانه ووایم یوه پښتنی سقاوی را منځته کړه.   باز دوه ډوله وی،  یو هغه باز دی چې د هسکو هسکو غرونو جګی څوکی ورته ټیټی ښکاری،  د همت او غیرت او خپلواکۍ او غرور د هنګاهې په هکله ئی فقط دا یو ټکی کافی دی چې ( د تذکری او پاسپورټ او خوراکی کوپون څخه بې نیازه دی،  هر ځای چې وغواړی پرواز کوی او هر څه ښکار چې وغواړی په ډېر مهارت او آسانی ئی لاسته راوړای شی) ، یو هغه ماشینی باز دی چې نن سبا د خلیج د شیخانو او یا نورو هوس بازانو د پوښلی لستوڼی څخه پرواز تر سره کوی
او تر ماشینی ښکار وروسته بیرته مزدور غوندی د انډیوال پر پوښلی لستوڼی کښینی د اوچت او خپلواک پرواز سره آشنا ندی. منګولی او وزر او مشوکه او ټول اخلاق ئی د بل په واک  کی دی.
( بازان)  په مډرنه سپکه او درنه وسله سمبال او ځانونه ئی د ادې پلو ته راورسول سلام ئی وکی پداسی حال کی چې د سناریو سره مطابق ( ګریم)  ئی تکمیل کړی ؤ ادې ته پر ګونډو شوه او د تیر ماتم په یاد ئی یو څه اوښکی توی کړې او وروسته ئی وویل چې موږ ستا د لمنی د حرمت د ساتلو او پلو د څېرېدو او ټوټه ټوټه کېدو د مخنیوی او همدارنګه ستا د بچانو د اوښکو د پاکېدو پخاطر دې ستری سرښندنی ته را حاضر شوی یو.  ادې د حیرت سترګی شا او خوا ولغړولې او پو ښتنه ئی ترې وکړه چې تاسی څوک یاستی،  یو را مخته شو جواب ئی ورکړ چې زه فلانی د ملا فلانی ځوی د کندهار د فلانی کلی اوسېدونکی ( وم) او دا نور ټول می انډیوالان دی،
ادې:  هو ستا او ددې نورو څو کسانو نوم او څېره راته آشنا ده او زیاته ئی کړه چې دا څوک دی کوم چې خپله څېره ئی پټه کړېده،
بازانو:  دا زموږ مشر ملا فلانی دی ډیر پوه او مجاهد!  سړی دی،
ادې:  نو څېره ئی ولی نه ښکاری؟
بازانو: ځکه د تصویر او عکس او فلم اخیستلو څخه بد وړی او هغه حرام بولی.
ادې: فقط ځان ته او که تاسی ته هم؟
بازانو: نه فقط ځان ته،  موږ نه په عذابوی ـ
ادې: دا یو څو کسان  تر تاسو منظم او باډسپلین  او ږیری ئی هم تر تاسو اوږدې او نظیفی ښکاری او ښه کابلۍ پښتو او فارسی ئی هم زده ده ؛
بازانو: دا یو جنرال فلانی دی او دا نور ئی د فکر او سنګر انډیوالان دی ـ
ادې: دا خو به هغه جنرال نه وی کوم چې د کابل د وروستی مسکو پلوه رژیم پر ضد ئی د چارآسیاب د تلواری پاچا په ګټه ګوتی په یوه ناکامه نظامی کودتا پوری کړی وی؟ او انډیوالان خو ئی هغه کسان نه دی کوم چې د غوائی او مرغومی په کوڅه کی ئی مردانه آرایشګاوی درلودې؟
بازانو: بلی داهغه جنرال دی،  ډیر ځیرک او فرصت پېژندونکۍ عسکر دی،  په کابل کی د ملګرو ملتو په دفتر کی د یو تصفیوئی او انتقامی وړوکی عملیاتو مسئولیت ور سپارل شویدی،  که بریالی شو د تجربې او تجربو څخه به ئی نوره ګټه هم واخیستله شی.
ادې:دا د امرتسر د طلائی معبد چپراسی مو ولی اسیر او یرغمل کړیدی؟
بازانو: دا چپراسی ندی بلکه دا مولانا فلانی دی ـ د پېښور هنرمند
ادې: نو لنګوټه ئی ولی ژیړه ده؟
بازانو: کله چې یو کلن ؤ پر څلورو به روان ؤ کله چې به ئی شاته وکتل یوه ژیړه رڼا به ئی تر سترګو شوه او ورته به ئی وخندل تر هغه وروسته پر ژیړ رنګ مین شو او مینه ئی سر او کلې ته وختل.
ادې: مولانا ستړی مه شی . مبارک دی شه د ډیورنډ تابوت دی دریاب ته ور لاهو کړ؛
مولانا: نه نه نه موږ د مړو سره کار نلرو
ادې: نو پاسپورټ او ویزه در سره دی؟
مولانا: عجالتاً د دفتر څخه راووتم او یوی ټلفونی سپارښتنی دې ته وهڅولم چې راشم او ستا د بچانو سره مرسته وکړم او بیرته ولاړ شم خپلی ادې ته.
ادې د هیبت سر دوری او ایسته خوځاوه چې سترګی ئی پر یو مُفلس غوندی ځوان ولګېدی او پوښتنه ئی ترې وکړه چې ځوانه ته می نه وپېژندی،  بازانو وویل دا زموږ میلمه دی ( تپل شوی میلمه) ،ادې وویل چې میلمه دی خپله ځان را وپېژنی.
میلمه: پسله ګاټه سلام اچولو د ترجمان پذریعه وویل چې د سُدی عربستان یم او دلته می کلونه کلونه د شورویانو سره جهاد کړیدی.
ادې: لمړی داچې زما هیڅ صالح بچی ته د جنګ په سنګرونو کی نه ئی لیدلی،  دوهم دا چې ستا د خپلی ادې پر لمنی شین سترګی مُچان بوڼیږی نو ته د بل سره څنګه مرسته کولای شی او دریم دا چې جهاد خو کلونه مخکی ختم شو ( البته جهاد مخکی لدی چې پیل شی ختم شو) نو ته جهاد له چا سره کوی؟
میلمه: د بامیان د بُت سره.
ادې: دا د جهاد مهاد خبری به پریږدو،  اوریدلی می دی چې د بوش د کورنۍ سره په لویه ساختمانی کمپنۍ او پروژه کی ګډ فعالیت لری،  څنګه دی ګُذاره کیږی؟ 
میلمه: ما د دنیا د چارو څخه لاس پرېولی دی ( په بله کمپنۍ کی اخته یم) فقط غواړم د خپلو وړونو سره مالی او جهادی! مرسته وکړم،  که اجازه راکړی زه به ستاسی په بغل کی پاتی شم.
ادې: د "بابا" تر مرګ وروسته ماته اجازه نده راکړه شوی چې پخپل بغل کی کښینم نو ستا د پاته کیدو او نه پاتی کېدو اجازه به څنګه ولرم هر څه لرم بیله هرڅه. او زیاته ئی کړه چې زما بچی لسهاوه کلونه ځوریدلی دی زه بېله ښو هیلو بل هیڅ نلرم چې خپلو بچانو ته ئی وړاندی کړم فقط هغه چا ته جنت غواړم چې زما د بچو د صادقانه خدمت نیت او اقدام ئی کړی وی او هغه چاته ابدی دوږخ غواړم کوم چې زما د بچو سره  ئی ظلم او جفا کړی وی او بس.
بازانو: بېغمه اوسه موږ صادق بچان یو او حتی د امویانو او عباسیانو سره هم د مقایسې وړ نه یو.
پهر حال بازی په ډیر سرعت او حساسیت او دقت روانه وه،  کوچنی لالا چې د بازی اصلی بازیګر ؤ حالات او شرایط د نژدې په ډیر ځیر څارل.  کمیشنکار پنجاب د خپل کمیشن د حق د حصول پخاطر مُرده ګو غوندی د نامشروع جماع د چټک اِنزال په هیله ؤ او کوچنی لالا ته ئی توصیه کول چې شرایط آمده دی باید د تجرۍ د ماتولو عملیات ( د افغان د خاوری د زړه څخه د ګرانو ګنجونو استخراج) پیل شی. کوچنی لالا دې کار ته په سړه سِنه او دقیقه نقشه ځان چمتو کاوه چې ناببره د پېښو د بادونو څپو خپل مسیر ته تغییر ورکړ.
لوی لالا چې کلونه کلونه ئی په امنیتی،  تسلیحاتی،  تبلیغاتی، اقتصادی او فرهنګی او حتّی روانی او روحی برخو کی د افغان د مالکیت په تمه او هیله دوه نیم ټکټره ډالرونه لګولی وه ددې صحنې ( د کوچنی لالا او کمیشنر پنجاب د سناریو د پلی کېدو) په لیدلو مبهوت او وارخطا او هر څه ئی د بایللو په منګولو کی ولیدل ، ژر ئی د خپلو پخو او مجربو سلاکارانو او کارپوهانو په ګډون یوه اضطراری غونډه راوبلل تر اوږده بحث او څېړنی وروسته ئی یوه ارزانه او آسانه نسخه جوړه او د عملی کېدو اقدام ئی پیل شو.  ( پاتی برخه بله ورځ پر څه باندی څلور بجې)