نوې کابینه او سیاسي مصلحتونه؛ مجبوري او کمزوري  

 
که څه هم دا واقعیت شته چې په افغانستان کې د ټولو ټولنیزو او سیاسي ځواکونو له مشارکت او ګډون پرته ثبات لړزاند دی خو په دغه مصلحت له حده زیاته تکیه شوې او دا لړۍ که په لومړي سر کې د مجبورۍ له مخې پیل شوې وه اوس د کمزورۍ له مخې غځېږي او د قومي او ډله ییزو بنسټونو له لارې د ملي وحدت تر نامه لاندې يې رسمي جامه اغوستې. د نوې کابینې لست د همدغې لړۍ وروستۍ پایله ده چې په لومړي نظر د څو بحثونو د را ولاړېدو لامل شوه.  
له ټولو مصلحتونو او د په اصطلاح سهامۍ شرکت په دود د کابینې له معرفي کېدو سره سره ډېر منظم او سازمان شوي ډول د عدالت غوښتنې تر نامه لاندې بېلابېل غږونه راپورته شوي او د خپلې سیمې، قوم او ډلې لپاره حق غواړي او هغه توجیه چې د کابینې په معرفي کولو کې د ولسمشر د کمزورۍ او مضر احتیاط لپاره وه ناسمه راوختله.  
یواځې د وزیر په توګه د څو څېرو او اشخاصو معرفي کېدل هم د قضیې اصلي اړخ نه دی، د سیاسي ثبات د ټینګښت لپاره ګامونه اوچتول او په ټولو تګلارو کې په کار معیارونه په پام کې نیول، د نهادونو او ارګانونو د پیاوړي کولو لپاره لازم اقدامات او معیارونه غوره کول، د کاري تګلارو او پلانونو په پام کې نیول او بالاخره د تخصص او بشري وړتیاوو موضوع چې د ټول هېواد په چارو نېغ اغیز لري چې دا اوس یاد شوي ټول موارد له پامه لوېدلي او ټول بحث په څو څېرو دی چې د وزیرانو په توګه نوماند شوي دي.  
هغه بنسټیز سمونونه چې ژمنه يې شوې وه لکه یو شمېر اداري سمونونه، ادغامونه او یا هم له اداري فساد سره مبارزه ټول په یو ډول نه یو ډول د دغې کابینې په اعلان سره هېر او حتی خپله په خپله رد شول.  
په دې لست کې له څو ګوتو په شمېر کسانو پرته نور یې داسې څوک دي چې حتی ارزول يې ګران دي، د دوی د تخصص، تجربې او موثریت لپاره د ارزونې معیارونه را پیدا کول ګران دي چې دا یو ډول ګونګ او وېروونکی حالت راوړي.  
ټوله کابینه د سهم پر بنسټ تر دوه کټګوریو لاندې معرفي شوې؛ اول تر هغې کچې چې د اړوند سهم لرونکي او د حکومت د شریک په ډله کې متخصص، پوه، مجرب او وړ کسان پکې پیدا شوي هغوی پکې دي، دوهمه ډله هغوی دي چې هېڅ وړتیا نلري خو د سهم د پوره کولو په خاطر معرفي شوي، یواځینۍ ګډوله د دوی دا ده چې ټول د سهم له لارې د معاملې او مصلحت په پایله کې په ملي وحدت حکومت کې د معرفي کونکو د استازولۍ لپاره معرفي شوي.  
وزارت پوست اجرايي مسؤلیتونه لري، دا به ډېره منحرفوونکې وي چې وویل شي دا پوست یواځې سیاسي دی یا ویل کېږي چې یواځې مدیریتي مهارتونه ورته پکار دي، یواځې مدیریت نشي کولای د افغانستان په شرایطو کې د وزارت لپاره معیار وي، بل دا چې په افغانستان کې سیستم محوري نشته، که اداراتي بنسټونه ټینګ او باثباته وای د فرد او وزیر رول بیا ریښتیا هم ډېر مهم نه و.  
د دا رنګ یوې کابینې او د مصلحتي معاملاتي لست توجیه کول هم مضر ځکه دي چې دغې چارې ته د ټولنې د واقعیتونو نوم ورکول کېږي او داسې ښودل کېږي چې له دې پرته بله چاره نشته، د دې مانا دا ده چې افغانستان او دا ستر ملت باید د تل لپاره ورځ تر بلې د واک د وېش په نامه په هغه او دغه ډله د ملي وحدت د نسخې معتاد وي.  
دا ځوروونکې ده چې په مضر ډول توجیه کېږي او د مصلحت او د واک د وېش تر نامه لاندې دا خطرناکه لوبه چې په حساسو شرایطو کې د افغانستان د چارو د سمبالښت په ځای په شاتلونکو بدلونونو او رېورس تګ خلک بوخت ساتل شوي او د ملت د چارو د وړ سمبالښت فرصت تروړل کېږي.  
تر ټولو ستره هیله دا وه چې نوی ولسمشر به وکولای شي دا مسخره مصلحتي، غیرقانوني او مضر چلندونه له منځه یوسي او په بشپړ ډول شایسته سالارۍ ته پام وکړي.  
ښه، ښايي تر یوې کچې په کابینه کې متخصص کسان هم وي، تر یوې کچې په پارلمان کې هم ښايي دا کمزورې لېوالتیا شته وي چې د خپل قناعت له مخې هغو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورنکړي چې تپل شوي دي؛ خو دا په هېڅ صورت ستونزه نشي حل کولای.  
له ولسي جرګې او د ملت د استازو د باور له رایې ډېره تمه ځکه نشي کېدای چې د دوی لپاره د رایې د تر لاسه کولو لپاره تاوده کمپیانونه روان دي د روانې پروسې په څېر پکې وعدې، پیسې او مصلحت رول لوبوي. له بلې خوا که ولسي جرګه دوی رد هم کړي بیا هم هېڅ تضمین نشته چې د دغه لست په پرتله به بل ښه لست اعلان شي.  
سل ورځې لږ نه وې چې: 
اول، نوي تګلوري او اغیزمنې تګلارې وړاندې شوې وای 
دوهم، متخصصه او له مصلحت پرته باتجربه او باور وړ کابینه معرفي شوې وای 
درېیم، د مصلحت، اداري فساد، ترخو سیاسي واقعیتونو او ستونزو او ننګونو پر وړاندې بشپړ او هر اړخیز پلان وړاندې کېدای شو 
څلورم، د نورو بنسټیزو بدلونونو لپاره بنسټونه رامنځته کېدای شول چې لږ تر لږه نن يې د حکومت د وجهې له ساتنې سره مرسته کړې وای 
ولسمشر له دغې تاریخي کلیشې سره په چلند کې هم مصلحت کارولی او له حد زیاته محافظه کاري يې کړې چې په افغانستان کې راډیکال سمونونه د واکمن د چپه کېدو یا لړزانېدو لامل کېږي. موږ د دغه جرات تمه درلوده او د دغه تغیر هیله مو درلوده چې نوی ولسمشر به دا تکراري او مضر مصلحتي او ناکام سیاسي چلند پای ته ورسوي.  
اوس یواځينۍ پاتې هیله دا ده چې فکر وکړو ولسمشر غني غواړي په تدریج، ژور او اوږدمهال ډول سمونونه تعقیب کړي، او دا هغه څه دي چې د ډېرو سختو نهیلیو مخه یې تر دا اوسه هم ډب کړې وه.