
زموږ کلا په شنو پټيو کې ده ، باغ ورسره يوځاى دى ، د باغ په منځ کې مسته وياله بهيږي او په دواړو غاړو يې شنه واښه اخوا ديخوا څڼې غورځوي .
د ويالې په غاړه د الوبالو څانګې راخورې دي ، پرته له دې چې ور وخېژئ ، کولى شئ دغه څانګې راټيټې کړئ د ويالې په اوبو کې يې وښوروئ او بيا له سرو الو بالو خولې ډکې کړئ .
چې معمولي باد را والوځي ، شفتالو ، الوبالو ، زردالو او ... په وياله کې يو – يو را لوېږي ، د او بو په منځ کې پټ او ښکاره روان وي ، چې لاس وروړې ته به وايې له يخچاله دې را خستي دي .
د ونو لاندې خټينې کټووې او مټۍ ګانې له شېدو او مستو ډکې ايښي وي ، واړه واښه پرې را شنه شوي وي ، که يوه کاشوغه ترې وخورئ بيا په پلاستيکو کڅوړو کې مستو خوړلو ته زړه ښه نه کړئ .
زموږ باغ يواځې د تازه ميوو ځاى نه دى ، دلته عجيبه نغمې دي ، په والله ، چې کله د ويالې په غاړه په کټ پرېوزې په ونو کې مرغان داسې خوږې نغمې غږوي چې د کلونو ستړيا دې لرې کوي او روح ته دې سکون ورکوي .
چې له باغه ووځې ، په مخامخ شنه غونډۍ دې سترګې نښلي ، دلته ډول _ ډول مالونه څري ، عجيبه نارې وهي .
د دوى تر پښو لاندې شنه رواش ټق – ټق ماتېږي او رنګين ګلان يې تر پښو لاندې اوړي را اوړي .
چې مازيګر قضا، له غونډۍ کلي ته وګورئ ، ډله _ ډله څاروي د رمباړو په بدرګې ور روان وي ، سرونه يې هسک نيولي وي ، يوله بله د مخکې کېدو کوښښ کوي .
له کورونو د تنورونو لوګي غوټه – غوټه پورته کېږي ، سيل – سيل مرغان الوځي را الوځي ، د لمر هم له دغې نندارې زړه نه کېږي ، تر ډېره د کلي پر سر ولاړ وي .
موږ د مرغانو په شور له خوبه پاڅېږو او بيا چې کله په وياله کې مخ وينځو لکه اوبو کې چې د عطر ګډ کړي وي ، دماغونه مو خوشبويه شي .
زموږ کلا ....
ګرانو !
څنګه په دې ګرم اوړي کې مو ددغې کلا ليدلو ته شوق را نغى ؟
په خداى ، زما خو هره ورځ ورته زړه په ټوپونه وي .
دا دومره لرې نه ده ، يواځې دوه درې ساعته د موټر لاره ده ، د ميدان وردګ د چک ولسوالۍ کې ده .
خو تاسې پوهېږي ، چې تل مې ملګرى د خپلې کلا دغه نکل شروع کړى نو زه ورته وايم ځه چې ځو .
خو هغه سر وخوروي او بيا ووايي : امنيت نه شته ، هيڅ باور نه دى په کار هسې نه .. او بيا غلى شي .
زه حيران شم او ځان سره وايم :
خدايه ! دا زموږ د کومو عملونو سزا ده چې خپلو کليو ته هم ډاډه نه شو تلى ؟؟؟؟