ملي جبهه د کراچۍ خاطرې را تازه کوي

           
هغه مهال د دعوت او جهاد پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي محصل وم ، دا داسې وخت و چې کابل کې زموږ جهادي مشران چې  پاکستان کې يې هميشه  د تقرير په مهال په ژبو د ( ( وعتصمو بحبل الله جميعا ولا تفرقو  .. الايه )) ايات زمزمه کېده ، د قدرت په سر ، سره داسې تفرقه شوي وو ،  چې د تفرقې په اور کې يې ټول کابل وسوزېده .
 زموږ درې مياشتنۍ رخصتۍ وې ، خو مجبور وو چې په دغه دوره کې د دمې په ځاى کار وکړو او د خپلو لاسونو په تڼاکو پردي ښارونه جوړ کړو .
 زه له خپلو څو کليوالو سره مخ په کراچۍ روان شوم او هلته د کار په لټه کې وم .
 دا مهال په کراچۍ کې تازه  د پنجابي فلمونو وتلى ستورى  سلطان راهي  مړ شوى و .
 د سينما مالکانو ته د راهي مرګ لکه لنګه غوا وه ، د هر اخبار د اشتهار په برخه کې به راغلي وو : (( سلطان راهى کا اخرى شهکار! )  خو چې هغه فلم به وچليده بيا به د بل فلم لپاره هم همدا اعلان  راته او تر څو چې زه دوه مياشتې په کراچۍ کې وم همدا حال وو .
 اوس چې کله  د راتلونکو ولسمشريو د ټاکنو لپاره د ښاغلي  برهان الدين رباني په مشرۍ د ملي جبهې د ( واحد ) کانديد خبره اورم نو هماغه د کراچۍ خاطرې مې تازه کېږي .
 له څو مياشتو راهيسې دغه جبهه همدا خبره کوي چې د يوه واحد کانديد د معرفۍ وخت را رسېدلى دى خو تراوسه يې  دغه کانديد معرفي نه شو .
 د کراچۍ د سينما ګرانو اشتهار په ځاى و ، خو د ملي جبهې  اشتهار د مجبوريت له مخې دى .
 او هغه ځکه چې د پنجابي فلمونو مينوالو له سلطان راهي سره ډېره مينه لرله او هر فلم يې ورته په ډېر شوق کاته خو په  ملي جبهې کې  د راټولو شويو ککريو ماضي ته په پام؛  څو ک ورسره چندان علاقه نه ښيي . 
دغه جبهه دوه کاله وړاندې د کب  په مياشت کې  د برهان الدين رباني په مشرۍ سر راپورته کړ .
 د کمونستي رژيم مهم غړي ګلاب زوى ، نور الحق علومي د مليشو مشر جنرال دوستم ، د شاهۍ کورنۍ غړى مصطفى ظاهر او يو شمېر جهادي مشران د جبهې د سر خلک دي .
 د دغو کسانو تر قوماندې ( له مصطفى ظاهر پرته )  په خپل منځي جګړو کې په زرګونو هېوادوال وژل شوي او معيوبه شوي دي او يو وخت يو د بل وينو ته تږي ناست و خو يو ناڅاپه تر يوه چتر لاندې راټول شول .
 دغه جبهه په داسې وخت کې رامنځ ته شوه چې د عراق مشر صدام حسين تازه اعدام شوى و او هم په هېواد کې د انتقالي عدالت پروژې سر راپورته کړى و .
 همدارنګه داسې لستونه هم ترتيب شوي وو  چې د جبهې دغړو او يو شمېر نورو کسانو نومونه په کې د بشر د ناقضينو په توګه درج شوي وو .
 دغه جبهه اصلاً  يو دفاعي سپر و ، دوى غوښتل په دې توګه له بيروني فشارونو سره مقابله وکړي او هم  له حامد کرزي څخه امتيازونه ترلاسه کړي .  خو اوس چې ياد شوي بيروني  فشارونه بيرته ساړه شوي او هم دوى امتيازونه ترلاسه کړي دي ، نو د جبهې د غړو ترمنځ پخوانى محبت نه شته .
 له څو مياشتو راهيسې چې دوى په يوه کانديد نه جوړېږي ، نو دا په حقيقت کې د هغوى د مصنوعي ايتلاف نتيجه ده .  
  دا به تر يوه حده ناممکنه وي چې ددوى په منځ کې داسې څوک پيدا شي چې نور يې تر شاه ودرېږي او کېداي شى ددوى دغه اشتهار ( ملي جبهه به ډېر ژر يو واحد کانديد معرفي کړي . ))  تر ډېره همداسې بېخونده تکرار شي .
شايد ، ددې شعار تکرار يو بل هدف هم ولري او هغه داچى دوى غواړي د معاملو بازار ګرم کړي او  يوه ښه خريدار ځانته پيدا کړي .