
د نوي حکومت ، له نورو حکومتونو سره يو ستر توپير د خصوصي سازۍ په لور ګام اخستل دي ، همدې کار تراوسه په زرګونو هېوادوال بېکاره کړي دي .
اوس د معارف خصوصي کول هم په چټکۍ روان دي ، يواځې په کابل ښار کې په لس ګونو خصوصي ښونځي فعال شوي دي او لا د فعالېدو په حال کې دي .
که څه هم د اساسي قانون ٤٣ ماده کې راغلي چې دولت به د ليسانس تر درجې پورې په دولتي موسسو کې وړيا ،تحصيلات برابروي او منځنى زدکړې به اجباري وي ، خو اوس لومړنۍ زدکړې هم په خصوصي ښونځيو کې کېږي .
د خصوصي ښونځيو شمېره ورځ په ورځ ډېرېږې او که همداسې دوام وکړي شايد دولتي ښونځي شنډ کړي .
په دغه ښونځيوکې د ټرانسپورت له لګښت سره په هر زدکونکي شاوخوا ٢٥٠٠ افغانۍ مياشتنى لګښت راځي او خلک يې ورکوي .
زموږ ولس هميشه په دولت نيوکه کوي ، خو ځان ته يې فکر نه وي .
دوى وايي چې په دولتي ښونځيو کې د درس مزه نه شته ، مجبور دي چې اولادونه شخصي ښونځيو ته ولېږي ، خو په دې هيڅ فکر نه کوي چې دا مزه ولې نشته ؟
دولت معلم ته دمياشتې له ٣٠٠٠ تر ٥٠٠٠ پورې معاش ورکوي او اوس د يوه خراب او خشره کور مياشتنۍ کرايه له ٥٠٠٠ افغانيو ټيټه نه ده ، په داسې حالت کې به معلم څنګه درسي پلان جوړکړي او څنګه به په خپل وخت ښونځي ته راشي ؟؟؟
څه کول په کار دي ؟
ځواب اسانه دى او هغه داچې :
که چېره په منځنى کچه د يوه ښونځي د هر ټولګي د زدکونکيو شمېره ٥٠ تنه وښيو نو د ټول ښونځي د زدکونکيو شمېره له ١٠٠٠ اوړي .
فرض کړئ ، يو ښونځى ١٠٠٠ تنه زدکونکي لري ، اوس نو که هر زدکونکى د مياشتې ١٠٠ افغانۍ راټولې کړي ، نو ١٠٠ زره افغانۍ ترې جوړېږي او په دې توګه هر ښونکي ته مناسب معاش برابرېږي .
خو زموږ هېوادوال دې ته حاضري دي چې په يوه خصوصي ښونځي کې د خپل اولاد لپاره ٢٥٠٠ افغانۍ تحويل کړي ، خو په دولتي ښونځي کې ١٠٠ افغانيو ته حاضر نه دي .
که ولس خپل خدمتګارانو او د اينده نسل روزونکيو ( معلمان ) لاسنيوي ونه کړي او د دولت په څېر يې ، له پامه وغورځوي نو يو وخت به ، د دولتي ښونځيو دروازو ته قلفونه واچول شي او د غريب اولادونه به له لومړنيو زدکړو هم بې برخې شي .
دا نن چې موږ له کدري کمښت سره مخ يوو ، علت يې دادى چې هرمسووليت په دولت باروو او دا کار راته سترې ستونزې زيږوي .
شخصي ښونځي ښونکيو ته اړتيا لري او دوى ته ښونکي له اسمانه ، نه را لويږي له دولتي ښونځيو يې جلبوي او هغه څوک جلبوي چې له نورو مسلکي او تکړه وي همدا کار هم دولتي ښونځي فلجوي .
دا ستونزه يواځې په ښونځيو کې نه ده ، په پوهنتونونو کې هم روانه ده .
څو کاله وړاندې په کابل کې د نړيوال سره صليب د نشراتو په برخه کې د پوليتکنيک پوهنتون يوه استاد کار کاوه .
دغه استاد چې د پوهاندې رتبه يې لرله د کيميا په څانګه کې يې ډاکټري درلوده ، خو په سره صليب کې يې د يوه عادي کارکونکي په توګه کار کاوه .
د هغه له خولې مې څو ځلې اوريدلي و چې که دولت يې اولادونه يواځې په ګېډه ماړه وساتي نو ، بېرته به پوهنتون ته لاړ شي .
زموږ د ولس غوښتنې لوړې نه دي ، لويه غوښتنه يې داده چې په ګېډه ماړه او په تن پټ اوسي خو د ډېرو دغه غوښتنه هم نه پوره کېږي .
ولس ته په کار ده چې تل د نظامونو او دولتونو په تمه نه شي ، نظامونه هميشه د ټولو د خېر او بهبود په غم کې نه وي .هر هغه څه چې له خپله وسه پوره وي ، بايد بل چاته يې تمه ونه شي .