ایا د بگرام د هوايي اډې په زندان کې ناټو په افغانی بندیانو سپي په جبري جنسي تیرې اچولي ؟  
 
الټرنیټ 5/1/2015
 
Were NATO dogs Used To Rape Afghan Prisoners At Bagram Air Base ?
 
Alternet : 05/01/2015
 
په المان کشی پخوانې سیاستمدار "يورګن ټوډنھوفر"Jurgen Todenhoferچې له 1972 تر 1990  د المان د کاتولیک دمرکزی گوند یو توند غړیو، اوس ېی ژورنالیزم ته مخه کړه او د جنگ په ضد راوپاڅیدہ .
داپه داسی وخت کې چی روسانو په افغانستان یرغل وکړ او افغانستان ېی بربادۍ او تباھسسره مخ کړ 1980.
دہ خپل سفرونه افغانستان، عراق او بیا افغانستان ته کړی دی، نو ېی غربی لاسوھنی ھم مطالعه کړی .
په افغانستان کې ېی د روسانو په ضد د پاکوچرکي/ فطری شورشونو قیام له نیژدی په سترگو ولید. د طالبانو له سقوط وروسته ېی بیا د غربیانو مستقیم پیادہ کیدل دوھم اشغالگری وبلله ،او تر لاسه شوی راپورنه ئ په خپل چاپ شوی کتاب کې نشرکړل . د دي کتاب نوم دی : 
( ته باید قتل ونکړي )
Thou Shalt Not Kill
 
ټوډنھوفر د دی کتاب د چاپیدلو وروسته غربی افکارو او سوچو ته یوہ لویه حیرانتیا پیدا کړه او د لوستونکو ذھنونه ېی د تروریزم په ضد جنگ ته چې په افغانستان کې روان دی دیوی ځانگړی توجه په څیر راجلب کړو .
ټوډنھوفر په غربیانو نیوکی کړی اوغرب ېی ترسختو اعتراضاتو او تنقیدو لاندی نیولي .
ھغه غربیان چی یا د اسرائیلو پلوی کوی اویا سختگیر یھودیان دی د ټوډنھوفر په لیکل شویو پاملرنو برعکس نیوکی کوی او دي د مسلمانانو ھمدرد یا د القاعدی او طالبان پلوي معرفي کوي ، لیکن زیات شمیر غربیان د غربی توپک په ضد دی چې له ټوډنھوفر سرہ ھمغژی لري .
 
ټوډنھوفر ليکي :
زہ افغانستان ته لاړم او په کابل کې له یوہ متقائد کانادائ سرباز ( عسکر ) سرہ مخامخ شوم چې "جک" نومیژی Jack .
"جک" د بگرام په توره ساحه کې په یوہ شخصی شرکت کې قراردادی کار درلود .
په کابل کې په یوہ گوشه ھوټل کې سره کېناستولو چی زما زوی ھم راسرہ وو او زما او د "جک" خبری ئ د متوقع کتاب لپارہ لیکلی .
"جک" له غربی سیاست مدارانو کرکه کوله ، اما د اجتماعی مجازاتو طرفدار تن دی .
ما چی له "جک" څخه د بگرام په ھکله پوشتنه وکړه !
"جک" راته وویل ؛
" زہ نور نشم کولاې او نه دا زما کار دی چی په بگرام کې ودریژم "
په بگرام کې په افغانی بندیانو داسی تشدد او شکنجه روانه دہ چی که بندی گټور راز نه وایو نو په نوبت به ئ سپې ھغه تنگ اطاق ته ور وشړل ترڅو جبری جنسی تیری ورسرہ وکړی . بندی به ېی په وړکۍ چوکۍ پوری تړلي سر کشته پری نیولې ، مجبور به شو داسی ھیبت چې به ېی ولید حال به ېی بیان کړ . تر دی حدہ چې دا اقرار به ېی ھم وکو چې د کنیډی قتل ېی ھم کړې دې . 
لیکن بیچاره به په دی نه پوھیدو چې کنیډی څوک دې ؟ (John F Kennedy)
اکثریت د بندیانو، تروریستان نه وو بلکی غریبان او بزگران ول , "جک" په ھیبت سرہ اشارہ وکړہ .
زوی مې چې د "جک" بیان لیکو ، له وارخطائ کتابچه او قلم ورڅخه په لویدو شول ..!
 
وروسته تردی ھغه څه چی د امریکا سناتور ډائن فینستن  D.CA د امریکا د مرکزی جاسوسی اداری CIA دا راپور خپور کړ چی دا څنگه د تشدد او شکنجی څخه ډک حال په بگرام کې روان دی ؟ 
نړۍ ته یوہ سنگینه روحی ضربه ورسیدہ او د حیرت په سوچ کې ولویدل .
" په دی اندازہ تاوتریخوالئ او دا سی لاسوندني ؟ " اصلآ داټول راپور کوم بل شې ندی بلکه یو شھوانی عمل او کردار دی ، او د Torquemada د ھغی لیکنی تصدیق دی چی بندیان به ېی لوڅ لپړ کړو ، حاجت ته مجبوره سخت به ېی ځورول او بیا به ئ په بل بندی له معقدہ څخه راوتلی فاضله مواد پری خوړل , دا ټولی رشتونی دی او حقیقت لری .
لیکن رالوڅی نشوی اوبیا ھم راپور اوس ھم مکمل نشو، ځکه 9000 داسی پټ رازونه دی چی لاس وندی ئ له ابشاء کولو ډډہ کوي .
ایا نور به لا څومرہ ھیبت ناکی کیسی رالوڅی شی وروسته تر دی ؟
ودی شی ؛ زیات د کولمو ټکان خوړونکی ، ویریدونکی رازونه به ھلته معلومی شی کومی چی د المان درسنیو په لائبریری کې شخی / قید او نړۍ ته لا ندی راوتلی .
ټودنھوفر لیکی چی د چیلی د پخوانی دیکتاتور
Augusto Pinochet 
په وخت کې د چیلی په زندانونو او بیا د FBI 
له قوله د مصر په زندانونو کې د القاعدہ په خیلاف ھم د سپو د جبری جنسی تیری ثبوتونه موجود دی .
ټوډنھوفر لیکی ؛
دابه ډیرہ تاته د حیرت وړ وگرزی چی په افغانی ټولنه کې به دا رنگ شکنجه څومرہ د انسان لپارہ شرم امیزہ وی او ھغه ھم اسلامی جامعه ، چی سپی ته په ټیټ نظر د مخلوقاتو کتل کیژی !
" تاته معلومات شته داسی داغ او مھر چی د چا په وجود او ذھن ولگیژي بیا نه پاکيژی "
 
ژورنالیست عمران فیروز له یوہ افغان "محمد" (نوم مستعار) سرہ خبری وکړی کوم چې د ترجمان په توگه په بگرام کې کار کاوو .
د دہ اصرار دا وو چی نوم ېی باید ابشاء نکړم ځکه چی د سر د بایللو ویرہ ېی لرله .
نوموړی راته وویل چی ستا خبری رشتونی دی ، په بگرام کې حقیقتأ د سپو په مرسته له جبری جنسی تیروتنی گټه اخستل کیژی .
دہ په اغاز کې له امریکایانو سرہ په بگرام کې د یوہ ترجمان په توگه کار کاوو چون اقتصادی اړتیا ېی لرله ، لیکن ژر پوہ شو چی څومره غټه اشتبا ېی وکړه . ما خو ترجمانی کوله چی دا بندیان ټول تروریستان دی ، لیکن ومی لیدل چی اکثریت ېی بزگر او ساده وگړی ول ؛ محمد وویل .
په دی برسیرہ محمد مجبورہ وو چې خاموش پاتی شی ، سرہ له دی چی خپل ھموطنان ېی د دہ تر مخ شکنجه کیدل او ځوریدل .
کله کله به می دا فکر کاوو چی زہ یو ملی خائین یم لیکن څه می کړی واي د پیسو محتاج وم او د کورنۍ بوج می په غاړہ وو ترڅوډوډۍ ورته پیدا کړم , دا د ھر افغانی ترجمان مشکل دی څه وکړو ؟ په داسی حال کې اوسو .
ملی خائین یا وطن فروش یو لفظ دی چی طالبان ېی داسی کسانو ته اداء کوي لکه "محمد" خو امریکایانو به د لنډ وخت لپاره ترجمانان گمارل او بیا به ېی بدلول . محمد په خپل ژوند وویریدو او وطن ېی پریشود .
نن ھم له ویری ، زیر په زبر حال ددی تحقیقات نشی ویلائ چی حیصه پکې واخلی لیکن د ټوډنھوفر پاملرنی مطلق تصدیق کړی او په ارامی سرہ ووائ ؛
ھو! د ټوډنھوفر راپور رشتونئ دی . داسی ھیبت ناکی پیشی می تر سترگو دلاندی د بگرام د دیوالو شا او مخته تیری شوي .
" گوانتانامو خو بلکل جنت فردوس دی د بگرام په مقابل کې "محمد" اشارہ وکړي "
 
شاغلی "وحيد مژدہ" چی یو مشھورسیاسی مبصر او لیکوال په کابل کې میشته دی راته وویل ؛ زہ د محمد له ټول راز ویلو سره ھمغژی لرم . بگرام تر گوانتانامو بدتر دی ، ټول تشدد او تیروتنی په شمول د سپو د تجاوز ، جابرانه جرمونه ھر چا ته معلوم دی لیکن ډیرو کسانو خوله پټه نیولی او نه وائ .
" بگرام شھر کوټې د عسکرو لپارہ او د دوزخ دره د بندیانو لپارہ "
دا ډیر مشکل دی چې قیاس وکړی ، څومرہ شکنجه امیز او سخت زندان دی بگرام ، له ویری او ھیبته ډک فکر کوم ھیڅ انسان به توان د دې ونلری چی دا وړ رازونه چی را لوڅ شی بیا ېی ھضم کړی .
بگرام ھوائ نظامی پایگا غټ ترینه امریکائ پایگاہ دی چی دوۍ په افغانساتان کې آبادہ کړہ ، گرچه د اعلحضرت ظاھرشاخان په وخت کې 1950 د روسانو په مرسته بنیاد شوی لیکن اوس "گوانتانامو ثانی" معرفی کیژی خو د ظلم او تشدد ئ اول مقام حاصل کړ . 
اما عجیبه دادہ چی يو طرف ته د امریکائ طرز او طریقی ژوند او بل طرف ته داسی بشری خلاف ورزی او تیروتنی په بگرام کې ..!
ټوډنھوفر د ھغه کس "عضر" چی د لبنان وو او د بگرام کوم قرارداد ئ تر لاس کړي وو ، څنگه په کابل کې د رشوت ورکولو په جرم گرفتار او بیا په بگرام کې یوہ اونۍ زندان ، او تاو تریخوالی ورسرہ وشو ھم لیکلي .
 
زیات شمیر بندیان په بگرام کې د افغانستان غریب وگړی ، بزگران دی .
"دلاور یعقوبی" چی د خوست ولایت یو دھقان او بیاېی ټکسی چلاوو گرفتارہ شو . پنځه ورځی ېی داسی ظلم او ستم پری باندی وکړ چی پوشی ېی پری وپړسولی ، صورت ېی داغ داغ او پنځه ورځی وروسته ېی مړ اظھار کو.
تفتشی اداری وویل: دا خو موژ ته دستور له پنټاگون او شاغلی ډونالډ رومس فیلډ حکم راته کړي وو ( دامریکا پخوانی دفاع وزیر ) 10/12/2002 .
ھغه دی چی د یعقوبی په گرفتاری او مرگ اوس د ھاليوډ داسی یو مستند فلم جوړ شو چی د اسکار جائزہ ئ واخیستله.
 Taxi To The Dark Side  
( ټکسی په تیارہ لاس ) 
یعنی یعقوبی په بد وخت کې په بد ځای کې گیر شو ..!
 
" د امریکا ، د جنسی تیروتنو ، جنگسالارانو، تشدد او شکنجی په مټه ولاړ یو نظام " 
 
ژباړه: ډاکټر نجیب خټی