آخر تر څو او تر کومه؟

 
د هیواد حاکمې سیاسي چور واکې ډلې د خپلو بهرنیو بادارانو په ملاتړ شپه او ورځ د چوکیو او مادي ګټو د ویش په جګړه اخته دي او د ولس او هیواد د سیاسي بقا او ملي ګټو په اړه یوه ګړۍ هم فکر نه کوي. د چوکیو په ویش د غټانو تر منځ جګړه ده او د هغوی ته د چوکیو د ګټلو لپاره دا واړه نا حقه خپل سرونه ماتوي. مونږ په تیرو دیارلسو کلونو کښې د سر په سترګو و لیدل که د یوې سیاسي ډلې یا دغه هغه قوم د نوم څخه ناوړه اخستونکي مشر څوکۍ و ګټله، ګټلې به يې وي خو دې ناخبره سپاهي ته يې هيڅ ډول ګټه و نه رسیده؟! په حقیقت کښې دا جادوګر غټان دي چې د خپلو ګټو لپاره دښمن تراشي کوي، اوبه خړوي او ځان لپاره کبان پکښې نیسي. زما په باور د افغانستان د جغرافیي د هرې برخې او ډلې پورې تړلی حاکم، حاکم او ظالم دی او محکوم يې تر پښو لاندې او له هره نعمته محروم. آخر ولي دا محکوم ټولګي (اکثریت) په خپلو کښې د نژدې کیدو او لاس یو کولو فکر او کوښښ نه کوي. داسې ورځې مو هم ډیرې لیدلي چې غولونکي حاکمان چوکۍ په خپلو منځو کښې سره و ویشی او جوړ شي، په یوه ټغر سره را ټول او په یوه دسترخوان سره ډوډۍ خوري خو محکومان بیا هم په خپلو منځو کښې په غیری شعوري توګه د بل د ګټو لپاره په جګړو اخته وي او یو بل ته برند برند ګوري. آخر تر څو او ترکومه به دا حالت روان وي؟
ویده ملت د بیلا بیلو داخلي، سیمه ایزو او نړیوالو سیالیو او توطیو په منځ کښې راګیر دی او همدا ملت په خبر او ناخبر ډول ټول هغه کارونه تر سره کوي چې په پای کښې اوبه د دښمن په ژرنده تویوي. ځینې نیمچه روشنفکران او تعلیم یافته ګان (ډیر مسئولیت د همدوی بی مسئولیتو عناصرو په غاړه دی) په خپلو منځو کښې په ډیرو کوچنیو کوچنیو خبرو سره په جګړو اخته دي او یوه ګړۍ هم د هغه ستر او خړ سیلاب په اړه فکر نه کوي چې یوه ورځ به د دوی ټولو ګډ کور (ګران افغانستان) لاهو او ډوب کړي. د کلونو کلونو را هسې او همدا اوس خو لا تر پخوا زیات، کله په یو او کله په بل نوم د دوې پر خلاف د دوی د تباهۍ لپاره پلانونه او توطيي جوړیږي. له بده مرغه دوی د دې پر ځای چې د دې لویو خطرونو او توطیو د مخنیوي لپاره اړین فکر وکړي په وړو وړو خبرو اخته او ځانته ته يې جنجالونه جوړ کړي دی او یو بل ته يې زړه نه سپینیږي. ده ته له هرې لورې ډول ډول، کله په یو نوم او کله په بل نوم دامونه غوړول کیږي، خو راشه ده ته وګوره چې دا ویده ځوان په څه اخته دی!
آیا یوازې دا کفایت کوي چې یو څوک وايي چې زه ډاکتر، انجینر یا ښوونکی یم او له همدې لارې د ولس او هیواد خدمت کوم. زما په نظر خواب نه دی. ځکه که مونږ د ټولو مسلکونو روزل شوي خلک ولرو او د هغوي د استعدادونو څخه د کار اخستلو لپاره مناسب چاپیریال و نه لرو نو د دغو استعدادونو څخه په د وطن په ګټه کار نه اخستل کیږي. مونږ ته همدا اوس دوه دندې پر وړاندې پرتې دي یو د نظام جوړول او بیا د نظام د چارو سمون او پر مخ وړل دي. مونږ اوس نه په هیواد کښې د کار لپاره سوله ایز چاپیریال لرو او نه سالم نظام. سوله زمونږ لمړیتوب او تر څنګ يې یو سالم نظام ته لاره هوارول دوهمه دنده ده.
زه د هیواد د ماتې کښتۍ د ډوبیدو په اړه ډیره سخته اندیښنه لرم (چې زیاتره وختونه مې په نیمه شپه له خوبه را پاڅوي او په خدای څوګند یادوم چې آرام ته مې نه پریږدي)، ځکه د دې کښتۍ د ژغورنې په اړه هیڅوک يې سالم فکر او عملي اقدام نه کوي. زمونږ سیاسیون لا تر اوسه هم د جذباتو په نیلي سپاره دي او د تیرو ناکامو تجربو څخه يې لکه چې هیڅ نه وي زده کړي او زړې سفسطې بیانوي. خینې لا دا ادعاهم کوي چې ما خو ډیر ښه کار پیل کړی وه خو نورو د پروګرام تطبیق ته وخت را نه کړ. زه به جلنج سره دا ویلی شم چې مونږ په دې څه کم څلویښت کالو کښې یو افغان ولسي او خپلواک پروګرام نه درلود، بلکه ډیری يې د پردیو په لمسه او ملاتړ پر مخ تلل چې زمونږ د هیواد د ویجاړیدو، کنډواله کیدو او د نړۍ د کاروان څخه د وروسته پاته کیدو سبب ګرځیدلي دي.  د لوی خدای او دې لاهو ملت په خاطر د سلیقې پر ځای یو معقول فکر او ګډ حرکت لپاره لاسونه سره یو کړئ.  
د ژغورنې یوازینۍ لاره: زمونږ یو کیدل دي که نه ورکیدل حتمي دي!
پیاوړی