
د دوشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د مرغومې ( جدي ) دوه ویشتمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د جنوري له دولسمې نېټې سره برابره وه ، د نړیوال کرکېټ جام سیالیو له پاره د چمتوالي په موخه د ایرلینډ او سکاټلینډ کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د عرب اماراتو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې پنځوس اوریزه یوه ورځنۍ کرکېټ سیالۍ تر سره شوه . د لوبې پچه ایرلینډي لوبډله مشر وګټله او سکاټلینډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه . سکاټلینډي کرکېټ لوبډلې د 50 اورونو په لوبولو او د خپلو 9 لوبغاړو په سوځېدو سره 216 منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د 217 منډو هدف ورکړ . د سکاټلینډي لوبډلې له لوري مېچن ښه لوبه وکړه ، چې په 120 توپونو یې 86 منډې جوړې کړې او 4څلوریزې یې ترسره کړې . ایرلینډي لوبډلې د 46.3 اورونو په لوبولو او د خپلو 7 لوبغاړو په سوځېدو په ډېرې آسانۍ سره ټاکلی هدف تر لاسه او سکاټلینډي لوبډلې ته یې د 3 وېکټو او 21 توپونو په توپیر ماتې ورکړه . د ایرلیڼډي لوبډلې له لوري برین ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې په 106 توپونو یې 80 نا سوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 3 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . د سکاټلینډ او ایرلینډ د توپ وهنې او توپ اچونې لړلیک په لاندې ډول دی : د سکاټلینډ د توپ وهنې برخه : 1 ـــ کویتزر په 7 توپونو 2 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 2 ـــ مکلیوډ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 3 ـــ ګاردینر په 11 توپونو 5 منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . 4 ـــ په 120 توپونو 86 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو. 5 ـــ مامسېن په 25 توپونو 16 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ بیرېنګټون په 40 توپونو 28 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ کراس په 2 توپونو یوه منډه ترسره کړه او په منډه کې اوټ شو . 8 ـــ ټېلر په 24 توپونو 17 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې اوټ شو . 9 ـــ لیسک په 17 توپونو 16 منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې تر سره کړه او کېچ اوټ شو . 10 ـــ آر ایم حق په 43 توپونو 10 ناسوځېدلې منډې تر سره کړې . 11 ـــ وارد لا په 8 توپونو 5 ناسوځېدلې منډې ترسره کړې . د سکاټلینډ د توپ اچونې برخه : 1 ـــ وارد لا 10 اورونه توپ اچونه تر سره کړه 49 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ ټېلر 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه 48 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 3 ـــ آر ایم حق 10 اورونه توپ اچونه تر سره کړه 42 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 4 ـــ بیرېنګټون 9 اورونه توپ اچونه تر سره کړه 34 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 5 ـــ لیسک 7.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه 40 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . 6 ـــ مېچن 2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه 6 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . د ایرلینډ د توپ وهنې برخه : 1 ـــ پروتر فیلډ په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه . 2 ـــ سټیر لېنګ په 21 توپونو 28 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او بولډ اوټ شو . 3 ـــ اي سي جایس په 6 توپونو 5 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې تر سره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو . 4 ـــ برېن په 106 توپونو 80 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې او 2 شپږیزې یې ترسره کړې . 5 ـــ وېلسن په 40 توپونو 21 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 6 ـــ کې جي برین په 21 توپونو 13 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . 7 ـــ بالبېرني په 24 توپونو 20 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو . 8 ـــ موني په 45 توپونو 36 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریز او یوه شپږیزه یې تر سره کړه او کېچ اوټ شو . 9 ـــ کوسک په 14 توپونو 7 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او یوه څلوریزه یې ترسره کړه. د ایرلینډ د توپ اچونې برخه : 1 ـــ سي اې یانګ 10 اورونه توپ اچونه تر سره کړه 27 منډې یې ورکړې او 3 لوبغاړي یې وسوځول . 2 ـــ موني 10 اورونه توپ اچونه تر سره کړه 52 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول . 3 ـــ کوسک 10 اورونه توپ اچونه تر سره کړه 35