په زېربنایي، ټرانزیټي او ښاري پراختیايي سکتورونو کې ستونزې او وړاندیزونه

 
لومړۍ برخه
 
سریزه جلالتماب محترم ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان جمهور رئیس!
موږ د افغانستان د انجنیرانو او مهندسانو د ټولنې او مشرتابه پلاوي په استازیتوب غواړو چې په هېواد کې د زېربنايي ساختمانونو، ټرانزیت، ښاري پراختیا او په اړونده مسئلو باندې ستاسو درانه حضور ته په لنډ ډول دا لیکلی سند وړاندې کړو.
په دې سند کې په پورته ساحو کې د یو څو اړونده ستونزو ارزونه شوې او هم اړین وړاندیزونه ستاسو حضور ته وړاندې شوي دي. هیله لرو چې ستاسو او د ملي یووالي د حکومت د پاملرنې وړ وګرځي.
د هېواد زېربناوو ته یوه لنډه کتنه د یوه هېواد د پرمختګ او اقتصاد د ښه کولو لپاره د تولید د نورو وسایلو ترڅنګ انساني، ټولنیزې، زیربنایي، د وسایطو، مالي او د انسانانو د نوښتګرۍ ((Entrepreneurship پانګو ته اړتیا ده. د هېودا زېربناوو (Infrastructure) پانګې ته لکه، لویې لارې، سړکونه، د رېل پټلۍ، سترې دولتي او تجارتي ودانۍ، د اوبو ذخیرې، کانالونه، د انرژۍ زیربناوو او نوروته چې د نورو سکتورونو ترڅنګ د انجنیرۍ او مهندسۍ له مسلکونو سره تړاو لري، د ملک په اقتصادي وده کې ډېر رول لري او له سره جوړول او هم بیا رغول یې خورا زیاتې پیسې، ډېر وخت، ښه مدیریت او تخنیکي پوهه غواړي.
د اوږدو شخړو، نه پاملرنې او کمزوري مدیریت او اړینو تخنیکي وړتیاوو د کمښت له کبله زمو د هېواد فزیکي زېربنايي جوړښتونه وران شول او په نوي دور کې د ملک ډېره زیاته مالي پانګه دهغو په بیا رغونه باندې ولګول شوه. خو په خواشینۍ سره د ټیټ کیفیت، د نه ترمیم کېدو او نورو لاملونو له کبله اوس بیا رغونې او ډېرو پیسو ته اړتیا لري. نو د ملک اړتیا ده چې د هیواد دا سکتور ښه و ارزوی، د بیا رغونې او انکشاف کمی په ګوته کړي، نوې پالیسۍ او تګلارې جوړې او سمې یې پلي کړي.
دا سمه ده چې زموږ د هېواد ستراتیژيک موقعیت کولی شي هغه د آسیا په ترانزیتي، تجارتي، پانګونې، توریزم او د اقتصادي راکړې ورکړې په مرکز بدل کړي، خو د دې لپاره افغانستان د زېربناوو او ټرانزیت د آسانتیاوو ظرفیت او پرمختګ اړین دی او له دې پرته موږ له خپل ستراتېژیک موقعیت څخه ګټه نشو اخیستلی. نو موږ اړ یو چې د خپلو ټرانزیتټ زېربناوو د ښې ودې لپاره یو پراخ لرلید (Vision) رامنځته کړو او دې موخې ته د رسېدو لپاره یوې ټاکلې ستراتیژۍ او تګلارې ته وده ورکړو.
د یو څه لاسته راوړنو ترڅنګ لاتر اوسه هم موږ د زېربناوو په پرمختګ، ګټه اخیستنه، ترمیم او مدیریت کې ډېرې ستونزې لرو. همدارنګه د هېوادوالو د شخصي او دولتي پانګې اچولو سره سره د ښارونو په پراختیا، اداره او مدیریت کې هم د راز راز لاملونو له کبله ډېر کمښتونه شته او که دا لرې نه شي، نو ښارونه به مو د پرمختګ، کلتور، هنر، اقتصادي ودې او ادب د مرکزونو او بشري پراختیا پرځای د جرایمو، فقر او نفاق مرکزونه او ځالې وګرځي.
د زېربنا په سکتور کې ستونزې الف – د انجنیرۍ، مهندسۍ او ساختمانونو د قوانینو او لوایحو ستونزې
په هېواد کې د انجنیرۍ، مهندسۍ، د زېربناوو او ښاري پراختیا په برخه کې هېڅ منظم او عصري قانوني چوکاټ اواړین لوایح نشته او که څه شته هغه نیمګړي دي او سم نه پلي کیږي. همدارنګه، د انجنیرانو، مهندسانو او اړونده شرکتونو د وړتیا د تصدیق یا رد قوانین، مقررات، معیارونه او کومه پروسه نشته. هرڅوک په خپل سر ساختمانونه ډیزاینوي او پلي کوي یي. د اساسي زېربنایي ساختمانونو د ډیزاین د بیا کتنې، نظارت، تایید او یا رد صلاحیت مالوم نه دی. ډېره روښانه نه ده چې له درغلي کوونکو سره څنګه او د کوم قانون په اساس چلند وشي.
د قانون او اړونده لوایحو او مقرراتو، نورمونو او ستندردونو په اساس مو د مهمو ملي تاسیساتو سروې، پلان، پلي کول، نظارت، ارزونه او ترمیم نه کیږي. په پای کې دا ستونزي زموږ د زیربنا عمر کموي او د ملت ډېره پانګه ضایع کېږي.
زموږ ډېر لوړ پوړیزې او ګڼ مېشته تعمیرونه لکه د ودونو سالونونه او نور داسې ندي ډیزاین شوي چې د زلزلې او اور پر وړاندې اړین مقاومت ولري. په لوړپوړیزو تعمیرونو کې د بیړنیو وتلو او اور وژنې اسانتیاوې په پام کې نه نیول کیږي. که خدای مکړه کومه شدیده زلزله وشي، یا اورلګېدنه رامنځته شي، نو په ځینو ګڼ مېشته ودانیو کې به فاجعې رامنځته شي.
ځمکه چې د زېربناوو او تولید لپاره یوه اړینه وسیله ده زموږ په ملک کې یې اړین قوانین نشته او که وي هم ستونزې لري او نه پلي کیږي. په پایله کې ځمکه د پانګونې، کور جوړولو، کرنې او نورو لپاره یو محدودیت دی او وېشل، استملاک او د مالکیت ټاکل یې په سمه بڼه نه ترسره کېږي.