
ولسمشر اشرف غني پرون کابینه اعلان کړه او په دې ډله کي مي پر برنا کریمي سترګي برابري شوې چي د مخابراتو او تکنالوژي وزارت لپاره نومول شوی دی . ددې د مخه چي د برینا کریمي اصلیت در وپېژنم ، باید پوښتنه وشي چي ایا ولسمشر دا کس پوره پیژندلی دي ، د هغه په اړه یې پوره مالومات تر لاسه کړی دی او د تحصلاتو په اړه یې کره توب ثابت شوی دی ، که نه ؟
د دې ښاغلي په اړه په لنډ مالومات کي ویل شوي دي ، چي په اداره او سوداګري کي ماسټري لري . خو دا خبره بالکل غلطه ده . برنا کریمي په هیڅ رشته کي ماسټري نه لري ، کوم سند چي هغه ښودلی دی ، هغه یې په امریکا کي له یوې ادارې نه چي د تحصیلاتو په هر شق او رشته کي جعلي اسناد د پسو په بدل کي جوړوي ، د ډالرو په بدل کي رانیولی دي .
له یوې کره سرچینې نه مو د برنا کریمي په اړه لاندي مالوت تر لاسه کړی :
برنا کریمي په لومړي سر کي په کالیفورنیا کي د بوټو خرڅولو په یوه هټي کي په کا ربوخت و. کوم وخت چي یې غوښته افغانستان ته د رسمي دندې تر لاسه کولو لپاره ولاړ شي ، په امریکا کي یې له یوې تجارتي موسسې نه ، کومه چي د لیسانس جعلي اسنادجوړوي ،د پیسو په بدل کي ماسټري رانیول او بیا افغانستان ته ولاړ . وروسته نوموړي په کاناډا کي د افغانستان په سفارت کي دنده تر لاسه کړه . خو کوم وخت چي د افغانستان او کاناډا حکومتونو د نوموړي په اړه په حقایقو خبر شول ،برنا کریمي یې استعفاُ ته مجبور کړ . تر هغه وروسته نوموړي د واشنګټن په سیمه کي له خپل یوه دوست ښاغلي جواد سره دوه کاله په یو کمپنۍ کي کار وکړ . څنګه چي جواد پخوا په واشنګټن کي د افغانستان سفیر و ، له سي آی اې سره یې اړیکي لرل . له همدي شخص په واسطه برنا کریمي هم له سي آی اې سره اشنا شو .
ویل کیږي چي د مخابراتو او تکنالوژي وزارت لپاره د برنا کریمي نومول د امریکا د سي آی اې له مزاج سره برابر ه کړنه شوې . که داسي وي چي ولسمشر اشرف غني د برنا کریمي په ژوند لیک پوره خبر وي او پوره حقایق ورته مالوم وي او پر هغه برسیره یې نومولئ وي ، بیا ښه خبره ده . او که دا کار په نا خبري کي شوی وي ، نو اړینه ده چي په ولسي جرګه کي د باور رایي د تر لاسه کولو مخ کي ددي کس په اړه د افغانستان له سفارتونو په واشنګټن او کاناډا کي پوره مالومات تر لاسه شي . دې کس ته په افغانستان کي د وزارت چوکۍ ورکول له افغان ملت سره ستره جفا ده .
13.01.2015 (23.10.1393)