
نیویارک
د ډیرو غوښو د خوراک شوقیانو ته به دا خبر لږ د پریشانی سبب وګرځي،چې څیړونکي دا موندلې،چې د غوښی د خوراک او سرطان ناروغۍ تر منځ تړاو شته.
په پیل کی ډیر اختلافات وو، خو اوس څیړونکو په يوه تازه څېړنه کې د«یونیورسټی اف کلیفورنیا»کې په تجربه سره ثابته کړه،چې په سره غوښه کې یو قسم شکره ( Ne45 Gc )شتون لري،چې د سرطان سبب ګرځی.
ډاکټر اجیت راو په څیړنو کې ثابته کړې،چې دغه شکره د انسان په وجود کې نه پیدا کیږي او کله چې انسان سره کړې غوښه خوري دا د انسان وجود ته داخلیږي، چې بيا له دې امله په وجود کې په ډیره پیمانه انتی باډی مینځ ته راځی چې لمړی په وجود کې سوزش او بیا تومورونه را مینځ ته کوي.
څیړونکو دا ویلي،چې دغه حالت په هغو کسانو کې لیدل کیږی،چې سره شوې غوښه ډیره خوري، په داسی حال کې چې هغه کسان چې غوښه کمه خوري،په هغو کې سرطان نه دی تثبيت شوی.
دغهشکره د شکرې د ناروغۍ او ایتهروسکلروسس سبب هم کیږي.