افغانستان له سکاټلینډ څخه لومړۍ کرکېټ سیالۍ وګټله

  د پنجشنبې په ورځ چې د روان هجري لمریز کال د مرغومې ( جدي ) اتلسمه ، چې د ۲۰۱۵ زېږدیزکال د جنوري له اتمې نېټې سره برابره وه د افغانستان او سکاټلیند د کرکېټ ملي لوبډلو ترمنځ د عرب اماراتو په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه سیالۍ تر سره شوه ، که څه هم  لوبه پنځوس اوریزه وه ، خو د خرابې هوا له امله  یې پنځه اورونه را کمه شول . د لوبې پچه افغان لوبډله مشره محمد نبي عیس خېل وګټله او مقابلې لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه . سکاټلینډي لوبډلې د ۴۵ اورونو په لوبولو او د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۳۸ منډو هدف ورکړ . د سکاټلینډي لوبډلې له لوري ګاردینر ډېره ښه لوبه وکړه او د ۱۰۵ توپونو په لوبولو سره یې ۹۶ منډې جوړې کړې ، چې ۱۴ څلوریزې یې تر سره کړې ، چې د دولت ځدراڼ له خوا کلین بولډ شو . افغان کرکېټ لوبډلې د ۳۸ اورونو په لوبولو او د خپلو ۲ لوبغاړو په  سوځېدو سره ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او سکاټلینډي لوبډلې ته یې د ۴۲ توپونو او ۸ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه . په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې له لوري جاوید احمدي په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې په ۸۱ توپونو یې ۷۴ منډې جوړې کړې ،  ۹ څلوریزې او یوه شپږیزه یې تر سره کړه او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو . دغه راز د توپ اچونې په برخه کې دولت ځدراڼ ښکلې توپ اچونه تر سره کړه ، ۹ اورونه توپ اچونه یې ترسره کړه ۴۱ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول . د افغانستان او سکاټلیند د توپ وهنې او توپ اچونې لېسټ په لاندې ډول دی : د افغانستان د توپ وهنې برخه : ۱ ـــ جاوید احمدي په ۸۱ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې ، ۹ څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو . ۲ ـــ عثمان غني په ۳۹ توپونو ۴۸ منډې جوړې کړې ، ۶ څلوریزې او یوه شپږیزه یې تر سره کړه او ال بي ډبلیو اوټ شو . ۳ ـــ افسر ځاځي په ۵۸ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او ۵ څلوریزې یې ترسره کړې . ۴ ـــ ناصر جمال په ۵۱ توپونو ۵۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او ۶ څلوریزې یې تر سره کړې . د افغانستان د توپ اچونې برخه : ۱ ـــ دولت ځدراڼ ۹ اورونه توپ اچونه ترسره کړه ۴۱ منډې یې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې وسوځول . ۲ ـــ حمید حسن ۹ اورونه توپ اچونه تر سره کړه ۵۲ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . ۳ ـــ میرویس اشرف ۹ اورونه توپ اچونه تر سره کړه ۳۹ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول . ۴ ـــ ګلبدین نایب ۵ اورونه توپ اچونه  ترسره کړه ۲۷ منډې یې ورکړې او یوه لوبغاړی یې وسوځاوه . ۵ ـــ محمد نبي ۹ اورونه توپ اچونه ترسره کړه ۴۶ منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه . ۶ ـــ سمیع الله شینواري ۴ اورونه توپ اچونه تر سره کړه ۲۲ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . د سکاټلینډ د توپ وهنې برخه : ۱ ـــ کویتزر په ۳۵ توپونو ۲۲ منډې جوړې کړې ، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . ۲ ـــ مکلیوډ ۲ توپونه ولوبولو ، کومه منډه یې تر سره نه کړه او کېچ اوټ شو . ۳ ـــ ګاردینر په ۱۰۵ توپونو ۹۶ منډې جوړې کړې ، ۱۴ څلوریزې یې ترسره کړې او کلین بولډ شو . ۴ ـــ مومسېن په ۹ توپونو یوه منډه جوړه کړه او کېچ اوټ شو . ۵ ـــ مېچن په  ۳۷ توپونو ۲۴ منډې جوړې کړې ، ۲ څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو . ۶ ـــ بیرینګټون په ۱۳ توپونو ۵ منډې جوړې کړې او کېچ اوټ شو . ۷ ـــ کراس په ۳۰ توپونو ۲۸ منډې جوړې کړې ، ۳ څلوریزې یې ترسره کړې او ال بي ډبلیو اوټ شو . ۸ ـــ لیسک په ۲۰ توپونو ۱۹ منډې جوړې کړې ، ۲ څلوریزې ، یوه شپږیزه یې تر سره کړه او کېچ اوټ شو . ۹ ـــ ډېوي په ۱۷ ټوپونو ۲۲ ناسوځېدلې  منډې جوړې کړې ، ۴ څلوریزې یې ترسره کړې. ۱۰ ـــ  ټېلر په ۴ توپونو ۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې . د سکاټلینډ د توپ اچونې برخه : ۱ ـــ ډېوي ۷ اورونه توپ اچونه تر سره کړه ۴۶ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۲ ـــ ټېلر ۴ اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، ۲۷ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۳ ـــ شریف ۷ اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، ۴۸ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۴ ـــ لیسک ۹ اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، ۵۱ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه . ۵ ـــ برینګټون ۸ اورونه توپ اچونه تر سره کړه ، ۳۸ منډې یې ورکړې او ۲ لوبغاړی یې وسوځول . ۶ ـــ کویتزر ۳ اورونه توپ اچونه تر سره کړه ، ۲۰ منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .