
په تیرو څه باندی یوه لسیزه کې زمونږ هیواد یوځل بیا د بهرنیانو د موخو ښکار شوامریکا یانو د نړیوال حشر په مرسته د ترهګرود ځپلو په نامه هوایې او ځمکنې بریدونه د شمالي ټلوالي په مرسته پیل کړل د طالبانو حکومت یې راوپرځو دهیواد واکی يې پخپل لاس کې واخستل، افغانانو ته یې وعدی ورکړی چي نور به هیچاته ایجازه ورنکړی چې د افغانانو په خپل منځې چارو کې لاسوهنه وکړی د دترځڼګ امنیت سوله رغونه او تعلیم چې د نړیوالو شعار وه افغانانو ته یوځل بیا د هیلواو امید فضا رامنځ ته کړه افغانان چې په تیرو دریو لسیزو کې د جګړی څخه ستړی شوي وه نور یې نه غوښتل چې د ګاونډیو هیوادونو دخوښي لپاره په خپلو کې سره وجنګیږي او یا نورو هیوادونو ته مهاجرشي بل پلو بې کاری او ددې ترڅنک کور په کور جګړه چې داسي کور به نوی پاتې، چې د دغې جګړی تاو نوی ور رسیدلی .
په هیواد کې د هری ورځې په تیریدوحالات د بهبود په لور روان وه د بهرنیانو په مرسته لنډ مهاله اداره جوړه شوه ټاکنی تر سره شوي دري ګونې قوي جوړی په کار یې پیل وکړ د دې ترڅڼک د بهرنیو هیوادو څخه د افغان مهاجرینو راتلل د ښوونځیو دروازی د شاګردانو پرمخ پرانستل په هر ولایت کې د رغونې بهیر ډیر په چټکې روان وه دغه حالت دری کاله دوام وکړ یوځل حالات بل ډول شول په لری پرتو ولایاتو کې طالبانو د دویم ځل لپاره سر راپورته کړ د افغان او بهرنیو ځواکونو په ضد یې چرکې بریدونه پیل کړل په ځنې سیمو کې وسلوالو طالبانو ته وسلی او نور جنګې مهمات د امریکایانو د چورلکو په مرسته د وسلوالو مرکزونو ته ورسیدل په هیواد کې جګړی زور واخست د هری ورځې په تیریدو حالات مخ په خرابې روان وه چې دغه حالت تر نن ورځې دوام لري افغان حکومت یواځې په ښارونو کې نسبې امنیت ټینګ کړی په ولسوالیو کې ټول واک د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي په خلکو خپل حکومت کوي .
بهرنیانو د ۲۰۱۴ کال رارسیدل افغانانو ته سرنوشت ټاکونکې کال بللی وه له یوي خوابه بهرنیان خپل جګړیز ماموریت ته د پای ټکې یږدی بل پلو به افغان امنیتې ځواکونه د هیواد امنیتې چاری پرغاړه اخلی د ولسمشری ټاکنې به کیږي واک به له یوه ولسمشر نه بل ولسمشر ته په سولیزه توګه لیږدول کیږي چې یو شمیر افغان شنونکو ۲۰۱۴ کال افغانانو ته داسی تعریف کړی وه چې دا کال به د قیامت په څیر وی جګړه به پیل کیږي بهرنی مرستې به کمیږي بهرنیان به له هیواده وځې هغه افغانان چې یواځې په بهرنیانو یې تکیه کوله له هیواده خپلې کورنۍ بهر ته ورسولی لوړپوړو چارواکو چې د پخوانې ولسمشر حامد کرزی په حکومت کې ښکیل وه په ډیره ارامې په میلونونو ډالرغلا کړل یا یی بهر ته ولیږدول یا یی په یوه اوبل نامه په خصوصي بانګونو کې سپماکړل دوي پدی تمه وه چې یوځل بیا به افغانان په خپل منځې جګړه بوخت شي خو داسي ونشول ټاکنې ترسره شوي امنیتې لیږد په بشپړه توګه افغانانو ته وسپارل شو بهرنیان له هیواد ووتل لږ شمیر يې په هیواد کې شتون لري . بل پلو تیری جنجالی ټاکنې چې تر نن ورځې يې ستونزی ندی هواری شوي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په مشری ملی حکومت رامنځ ته شو چې دغه حکومت له پیل نه ترنن ورځې چې دا دي دری میاشتې یې تیریږي ونه توانیدل چې نوی کابینه وټاکی او ولسی جرګي ته یی معرفي کړی په پښتو کې یو متل دی چې میاشت له پیل نه معلومیږي اوس چې مونږ د ملی حکومت خپل منځې ستونزو ته ګورو دغه حکومت د ۲۰۱۴ کال د امریکا او پخوانې ولسمشر حامد کرزی ترمنځ د ټاکنو او امنیتې قرارداد پایله ده چې امریکا یوځل بیا غواړی چې افغانان د تیرو دیارلسو کلونو په څیر په جګړو او ناامنیو کې ښکیل کړی بل پلو بیا د شمالي ټلوالې یوشمیر جنګې قومندانان چې د هری لاری وي د هیواد واکې پخپل لاس کې اخستل غواړی اود هیواد واک د ځان بولي خو کله چې د ټاکنو پایلو تر شپږ میاشتو ستونزو او جنجالونو وخت ونیو امریکا د وخت نه ګټه پورته کړه د راتلونکې حکومت ولسمشر ته یی د غاړی زندی ور واچوله چې دا دی تر نن ورځې ولسمشر پدی ندی توانیدلي، چې خپله کابینه جوړه کړی .
ایا دغه حکومت به تر راتلونکو پنځو کلونو دوام ومومي ؟
یو پلو د ملت او حکومت ترمنځ بې باوری چې د هری ورځې په تیریدو ډیریږي بل پلو وسلوال کسان دې چې د هری ورځې په تیریدو ځانونه غښتلی کوي چې سږ کال یی په یوشمیر ولایاتو کې جبهې جګړه پیل کړی د نورو کلونو په پرتله ملکې او نظامې کسانو ته درنه مرګ ژوبله واړوله بل پلو بیا شمالي ټلواله ده چې هرڅه د ځان بولي نه غواړی چې نور کسان په واک کې ورګډ شي او د نوی حکومت لپاره لوی سرخوږي دي چې د دغه ډلو مشری اجرایوي ریاست کوي د اشرف غنی د پلانونو او موخو سخت مخالفت کوي امریکا یوځل بیا غواړی چې افغانان د یوه ضعیف حکومت خاوندان وی او په یوشمیر ولایاتو کې وسلوال د حکومت پرضد خپله جګړه ته دوام ورکړي ترڅو امریکایان په افغانستان او دسیمې په هیوادونو کې خپلې اوږدمهاله پروژی پلي کړی او ګټه تری پورته کړی داټول هغه څه دی چې زمونږ هیوادوال ورسره لاس او ګریوان دی که مونږ هوښیار یوموټې نشو د هیواد د ساتنې لپاره رښتینې ونه اوسو دښمن ته په ډیر هنرماتې ورنکړو یوځل بیا به د تیر په څیرد سیمې او غربی هیوادونو د روانو پلانونو ښکار شو او تیری دیارلس کلنې کم توم لاس ته راوړنې په په سیند لاهو شي مونږ به یوځل بیا د کور په کور جګړی په بل شوي اور کې سوزیږو .