مـــه وهــه دې ګــوتې پـه داسـرو سـروانـنګونوکې
راشـه يوڅـل راشه ته (ياسين ) ته په خوبونوکې
راکړه غيږه راکړه لږمې ټينګ کړه مـــړوندونوکې
جـــاردې له اســــلامه خــوله د راکړه ذکاتونوکې
ســــتاد دردعلاج دی دازمـــا سره په دردونـــوکې
نــه شـــته دي بــرکـــــت دتـور ملاپه تاويزونوکې
زيــــړمنګی راواخــــله انتظار يم ګــــودرونــــوکې
ستا ښايست ته تته داسپوږمې په اسمانونوکې
مـه وهــه دې ګوتې سور پيزوان په څنڅيرونوکې
زه دې يــم تــــړلۍ تادعـــشق پــه تــاويـــــزونوکې
ته که مې نصيب شـوي زمــادزړه په ارمـانونوکې
جګ به کړم لاسونه خـدای تعالاته په نفلونوکې
راڅې چې شـــړۍ واغــوندواتڼ ته په ګولونوکې
څڼي په نڅاکړوعــطريې وشيندي په غرونوکې
راشه چې لاس کيږدودپښتوپه پاک لفظونوکې
ګرڅي به ( ياسين)سره دپښتوپه رواجــونوکې
ياسين (امانت)
جولای ٢٠٠٦کال
بلجيم
وروستي