نړی دجنوري په 11 مه نېټه:

 
نن ورځ د مننې  (National Thank You Day) نړيواله ورځ ده.
_ په1909 زکال کې په امريکا کې له نيويارک نه «فېلاديلفيه» ته ښځې په دې موخه ولاړې، چې دموټرو دځغاستې په سياليو کې برخه واخلي.
 
خان عبدالولي خان
 
_ په1917 زکال کې د باچا خان زوی او دپښتنو سياستوال خان عبدالولي خان زېږيدلی. نور مالوت په دې پته: د ولي خان پخوانی ژوند ترﻻسه کولی شی.
_ په1922 زکال کې په کاناډا کې دلومړي ځل لپاره دشکرې ناروغۍdiabetes څخه د انسولين insulin په مرسته، ديوه انسان  درملنه وشوه.
_ په1946 زکال کې  انور خواجه شاهي نظام نسکور او پرځای يې دالبانيا جمهوريت رامنځته کړ.
_ په2002 زکال کې په افغانستان کې په جګړه کې نيول شوي طالبان او د القاعدي غړي، په ګوانتانامو زندان کې واچول شول، چې د نړيوال بشري حقوقو د مؤسساتولخوا دامريکا حکومت  ترنيوکې ﻻندې راغی.