ولې د ډالر ارزښت لوړ شوی

 
په تېرو څو میاشتو کې په نړیواله کچه د نورو اسعارو پر وړاندې د ډالر قیمت لوړ شوی چې د ۲۰۱۴ کال د جولای له میاشتې تر دې دمه د ډالر په ارزښت کې لس سلنه زیاتوالی راغلی. د  ۲۰۱۴ کال د می په میاشت کې یوه یورو د ۱،۳۸ ډالرو په وړاندې تبادله کیده په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ کال په جنوري کې یوه یورو د ۱،۱۷۵ ډالرو سره برابره ده. پوښتنه دا ده چې د ډالر د ارزښت د زیاتوالي لامل څه دی؟ په دغه لیکنه کې د ځینو هغه لاملونو څخه یادونه کوو چې د ډالر د تبادلې د نرخ د لوړوالي  سبب شوي دي.
په وروستیو کې له بحران وروسته د امریکا اقتصاد مخ پر رغېدو دی او د ۲۰۱۴ کال په دریمه ربعه کې د نوموړي هیواد د اقتصادي پرمختګ کچه ۵٪ اټکل شوې. د دې تر څنګ په امریکا کې د بیکارۍ کچه ۵،۹٪ سلنه را لوېدلې چې په اوسني وخت کې د پرمختګ نوموړي شاخصونه په پرمختللې نړۍ کې بېساري دي. یورو زون او اروپایي اتحادیه هم د پرمختګ کوښښ کوي خو په وروستیو کې تر امریکا شا ته پاتې شوي.
د امریکا پورتني اقتصادي پرمختګ په نوموړي هېواد کې پر پانګې د سود د کچې لوړوالي ته لار هواره کړې ده. د نورې نړۍ په پرتله پر پانګې د سود دغه لوړ نرخ د دې لامل شوی چې پانګوال خپلې پانګې امریکا ته ولېږدوي، دا چاره د دې لامل شوې چې پانګوال خپلې پیسې امریکا ته د لېږد په موخه په ډالرو بدلې کړي او په دې ترتیب سره ډالرو ته تقاضا په لویه پیمانه زیاته شوې ده. همدغه ډېرې شوې تقاضا د نورو اسعارو په وړاندې د ډالر د تبادلې نرخ لوړ کړی دی. تر دې دمه د نړۍ په نورو هېوادونو کې داسې کوم پرمختګ نه دی تر سترګو شوی چې هلته پر پانګې د سود کچه لوړه شي.
د اقتصادي پرمختګ تر څنګ نن سبا په امریکا کې د پیسو د پړسوب یا انفلاسیون کچه هم نسبتاً ټیټه یعنې ۱،۳٪ ده، د انفلاسیون دغه ټیټې کچې د امریکا تولیدات په نړیوالې سیالۍ کې د بیو د ټیټوالي له امله تر نورو مخکې کړي دي چې ورسره د امریکا صادرات هم زیات شوي او ښکاره ده چې د صادراتو زیاتوالی د یو هیواد کرنسۍ ته تقاضا زیاتوي او په پایله کې یې د نوموړي هیواد د کرنسۍ ارزښت لوړیږي.
د ډالر د ارزښت د لوړېدا بل لامل د یورو ضعف او کمزورتیا ده کوم چې د امریکایي ډالر یوازینۍ سیاله کرنسي ګڼل کیږي. په دا وروستیو کې د تیلو د بیو رالویدلو په یورو حوزه کې دیفلاسیون رامینځته کړی چې د اقتصادي پرمختګ د سستوالي او بې روزګارۍ د زیاتوالی لامل شوی دی. د یورو زون تر څنګ جاپان هم د څه نا څه اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی همدارنګه د لاتین امریکې هیوادونه لکه برازیل هم د اقتصادي بحران سره مخ دی. د اسیا د لویې وچې دوه نور پرمختللي اقتصادي هیوادونه چین او هند هم د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي چې په دغسې یو مهال کې یوازینی هیواد امریکا ده چې د پرمختګ شاخصونه یې لوړ شوي دي او په پایله کې یې د کرنسۍ ارزښت هم لوړ شوی.
دا چې امریکا د نړۍ په کچه د تیلو ستر مصرف کوونکی هیواد دی ځکه خو په ورستیو کې د تېلو د بیو ټیټوالي هم په نوموړي هیواد کې د انفلاسیون کچه کمه او د ډالر ارزښت یې لوړ کړی دی. امریکا د تېلو او انرژۍ ځینې سکتورونه لري خو دا چې د نوموړې هیواد اقتصادي جریان د نورو هیوادونو لکه روسیې په پرتله ډېر لوی دی ځکه خو دومره زیان نه ویني لکه څومره زیان چې د تېلو د بیو د ټیټوالي له امله روسیې ته رسېدلی دی. په وروستیو کې د تېلو د بیو د کمښت له امله د روسیې کرنسۍ هم ستر زیان لېدلی او د ډالر تر څنګ د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله یې ارزښت په بېساري ډول کم شوی دی. د تېلو د بیو او ډالرو تر مینځ یوه اړیکه شته او هغه دا چې د تیلو نړیوال قیمتونه د ډالر په وسیله اندازه کیږي، ځکه خو چې کله د تېلو بیې کمیږي نو دا حالت د ډالر د ارزښت د ډېر والي ښودونکی دی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.