
په تیرو څو کلونو کې د خوست په بیلابیلو برخو کې یو شمیر ادبي بهیرونو او ټولنو د مشاعرو او کره کتنې غونډې لرلې، خو د داسې یو ادبي بهیر اړتیا ټولو احساسوله، چې خوست شموله وي او په ګډه د مشاعرو او کره کتنې ترڅنګ پر ادبي موضوعاتو د لیکچرونو لړۍ هم ولري.
نن (پنجشنبه) د خوست بیلابیلو سیمو شاعرانو، لیکوالانو او د شیخ زاید پوهنتون استادانو په ګډه د نوبتي ادبي ناستو دغه لړۍ پیل کړه.
د دې ناستو پیل (د خوست ادبي بهیر) په نوم وشو او د پیل په غونډه کې یې پر مشاعرې سربیره د کره کتنې په اړه یو لیکچر هم ؤ، چې د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو استاد نورالله لیونخیل له خوا وړاندې شو.
استاد لیونخیل پر کره کتنه عامې خبرې وکړې او تر ډیره یې ټینګار پر دې ؤ، چې ادبي کره کتنه یوازې د نقد او یا د یو اثر، لیکنې، یا شعر د بدو او نیمګړو اړخونو بیان نه دی، بلکې ښې او نیمګړې خواوې دواړه ښيي او د سمونې او اصلاح هڅه یې کیږي.
د استاد په وینا: ((کره کتونکی د لیکوال او لوستونکي ترمنځ اړیکه ټینګوي، د اثارو تفسیر او تشریح کوي او په دې توګه له لیکوال او اثر سره مرسته کوي، چې لا ډیر لوستونکي او مینه وال ورته ومومي او هم لیکوالان او شاعران د لیکلو پر وخت دقت ته مجبوروي.))
د استاد ټینګار دا هم ؤ، چې کره کتنه کې د نورو اصلونو ترڅنګ بې پرې والی مهم شرط دی، چې اثر، لیکنې یا شعر ته د فن او هنر د ارزښت له مخې کتنه وشي، نه د پنځوونکي د شخصیت له مخې.
ورپسې د شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو بل تن استاد ظاهرشاه زهیر کره کتنه د ادبیاتو روح وباله او کره کتونکو ته یې د اثارو او ژانرونو پر تخنیکي توکو ځان پوهونه لازمه وبلله، ځکه د ده په وینا کره کتونکي هم لوستونکي دي او که پر تخنیکي اړخ پوی نه وي د خپل ذوق مطابق پریکړه به کوي.
د نوموړو استادانو تر خبرو وروسته د کره کتنې په اړه د غونډې څو نورو ګډونوالو هم خبرې وکړې او د پښتو ادب له پاره یې د سمې او بې پرې کره کتنې رامنځته کول، د ادب د پیاوړتیا له پاره اړین وبلل.
د غونډې دویمه برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې وه، چې په خپل وار نوراجان بهیر، فریدون ریان،، خیال حیدرخیل، فریدالله قربان، ډاکټر حیات وزیر، طالب منګل، موسی ارمغان، رحیم سکندر، زاهدشاه انګار، ساده حیدرخیل، شاهین، لمر نیازي او ساجد بهار خپل شعرونه پکې واورول او مینه والو په تاوده هرکلي بدرګه کړل.
د یادولو ده، چې دې غونډې ته له وزیرستانه راکډه شوي څو تنه لیکوالان او شاعران هم راغوښتل شوي وو او هغوی د خوست ادبي بهیر له چلوونکو مننه وکړه، چې په دې کار سره یې د خپلې ژبې او ادب له خوږو برخمن کړل.
نوراجان بهیر